کانډین پرس: د کندهار ډیر خلک په انتخاباتو نه دي خبر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26185

دخبریدو نیټه : 2009-05-26

کانډین پرس: د کندهار ډیر خلک په انتخاباتو نه دي خبر


سرچینه: کاناډین پرس ورځپاڼه
ژباړه : میرویس جلالزی


د کاناډا کانا ین پرس ورځپاڼي په کندهار کې د افغانستان د ټول ټاکنو په اړه د ترتیباتو او د خلکو د اګاهۍ په اړه یوه لیکنه خپ ه کړي ده.
ورځپاڼه لیکي، کندهار ښار  کې ډیری هغه خلک چې په واټونو تګ راتګ کوي د خپل هیواد د راتلونکو ټول ټاکنو په اړه  په هیڅ نه دي خبر ځکه چې ټاکني ورته دلچسپې نه دي.،
کاناډین پرس دغه خبر د یوې نا رسمي ارزوني له بشپړیدو وروسته په خپله وروستۍ ګڼه کې خپور کړی دی.
دغه سروي د هغو کاناډايي  عسکرو  له خوا تر سره وي چې د کندهار په واټونو پلي ګرځیدلي او له خلکو یې د ټاکنو په اړه پوښتني کړي دي
په کندهار کې د کاناډا د م کي خدمتونو یوه افسر  روب دوملین ویلي: کله چې مې د کندهار په لارو کوڅو کې له خلکو څخه د  انتخاباتو په اړه پوښتني کولي نو د هغوي په مینځ کې مې د  ټاکنو په اړه د نه
پوهاوي یوه لوړه کچه وموندله چې دا ما ته ډیره حیرانونکي وه.
دغه افسر ویلي چې که د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون غوښتلای چې دغه ولسي خلک له ټاکنو خبر شي او د اګاهۍ کچه یې لوړه شي نو کولای یې شوای چې په څو اپتدایې ګامونو یعني د پوسترونو او بیلبوردونو په  لګولو یې د ټاکنو په اړه خلکو ته پوره معلومات ورکړي وای چې دا به ډ یره خبره وه.
کاناډا  تمه لري چې په راتلونکو ټول تاکنو کې د کندهار د خلکو د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي دا ځګه چې د افغان مرکزي دولت غښتلتیا  د کاناډا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
کاناډین پرس لیکي، هغه کسان چې اوس د کندهار په لارو کوڅو کې لیدل کیږي او ورسره ملکي افسرانو خبري کړي د خپل ژوند لپاره لومړني امکانات غواړي، هغوي له انتخاباتو سره مینه علاقه نه لري بلکه د ځان لپاره څړکونه او بریښنا غواړي.