والستريت ژو نال: امریکا د طالبانو او ایران په اړیکو اندیښمنه ده
سرچینه: والستریت جورنال و
ځپاڼه
ژباړه: میرویس جلالزی
د امریکې والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه ک د افغانستان په اړه د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیټس څرګندوني خپرې کړي دي.
ګیټس ورځپآڼي ته ویلي چې که
چیرته امریکا اوس د افغانستان په حالاتو کې مثبت بدلون را نه ولي نو امریکايي سرتیري به د افغان مامو
یت په برخه کې د خپلو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.
ورځپاڼي له ګیټس څخه په نکل کاږي چې طالبان دم
ګړۍ یو شمیر سیمي په ولکه کې لري او زمونږ سرتیرو ته یې د تلفاتو په اړولو سره نوښت په لاس کې
اخیستی او د پروپګندا د جګړې په برخه کې یې هم پرمختګونه کړي دي.
والستریت ژورنال لیکي چې د امریکې دفاع وزیر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو سره د ایران په مرستو خواشیني ښولي او وایې چې تهران دغو ډلو ته وسلې ورکوي او په خاصه توګه امریکايي او د ناټو سرتیري د ایران له هغوچاودیدونکو توکو ډیر زیانونه ګا ي چې په خپل ډول کې بي ساري او ډیره تخریبي قوه لري.
رابرت ګیټس وړاندي ورځپاڼي ته وویل چې مونږ باید په واقیعت کې د افغانانو په ژوند کې بدلون راولو او دغه بدلون باید ډيرمحسوس وي.
تیره ورځ د امریکې د پوځ لوی درستیز امیر البحر مایک مولن ژمنه وکړه چې تر یو نیم کال پوري به د افغانستان په حالاتو کې د پام وړ بدلون راولي.