دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (دولسمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26259
محمد شفیق حقپال
دخبریدو نیټه : 2009-05-29

فوتو سنتيزڅه ډول سهار مهال پیلېږ ی

قسم په شپه چې تیاره کېږی اوپه سهار چې سا اخلی. (التکوير ۱۷-۱۸).

د نباتاتو فوتو ستنېز Photosynthesis هغه کاربن داى اکسايد چې دانسانانو لپاره زیان لری جذبوی اوپرځای یی اکسیجن آزادوی. دیرش په سلوکې دځمکې دسر اکسیجن دځمکې دوچې دنباتاتو او اویا په سلوکې دسمندرونو لاندې نباتاتو له لاری جوړیږی .  فوتو سنتيز یوه مغل ه عملیه ده چې تراوسه په سمه توګه څوک پرې نه دی پوهیدلی . ځکه چې تعاملونه دمالیکولونو ، اتومونو اوالکت ونونو په سطح صورت نیسی . نو دغه عملیه په سترګو نه شو لیدلای . خواغېزه او پایلې یی  داکسیجن اوهغو خوراکی توکو کې چې موږ ترې ګټه اخلو وینو.

د فوتو سنتيز ګټه دهغه اکسېجن له مخې چې جوړوی یی اندازه کېږی. سهارمهال کله چې دلمر وړانګې ډیرې متراکمې وی ډیرې تولیدېږی . دلمرختو په وخت پاڼې په خوله کولو پيل کوی اوپه همغه انډول دفوټو ستنتېز عملیه ګړندی کېږی. ماسپښین مهال فوتو سنتېز ورو کېږی اوسااخستنه زیاتېږی ځکه تودوخه ډېرېږی اوخوله هم زیاتېږی . دشپې مهال کله چې تودوخه کمېږی نو خوله هم کمېږی اونبات ارام کوی.

د  اذاتنفس کلمه په سهار کې اوږدې سا اخستلو ته اشاره ده . ځکه چې داکسیجن تولید چې دسااخستنې اساسی توکی دی پیلېږی اوډیره کچه یی په همدې وخت کې وی . کله چې  الله (ج)  په هغه سوګند یادوی ، دموضوع پر اهمیت ټینګار کوی. دغه مسأله چې په قرآن کې یاده شوی دشلمې پېړۍ مهمه موندنه بلل کېږی.

شپږ مالیکوله اکسیجن + شپږ ماليکوله قند à فوتو سنتيز à شپږ م اليکوله کاربن داي اکسايد + شپږ ماليکوله اوبه
6H2O + 6CO2 – Photosynthesis à C6H12O6 + 6O2


سمندرونه یو له بله سره نه  ګډېږی
دسمندرونو یوه ځانګړنه چې اوس اوس خلک پرې پوه شوی دې آیت پوری تړاولری:


دوه سمندرونه یی یوبل ته نږدې اومخامخ کړی خو ددوی په مینځ کې یو حد شته چې یو پر بل تیری نه کوی (الرحمن ۱۹-۲۰).
سمندرپېژندونکی په نږدې وختو کې پوه شوی چې دسمندرونو اوبه سره له دې چې یو بل ته ډېرې نږدی دی اویو له بله سره تماس لری خو سره نه مخلوطېږی . ددغو اوبو دکثافت توپیر اودسطحې راکښنې توپیر یی داسې عمل کوی چې کواګې ددوې په مینځ کې یو نری دیوال ته دی.

دبېلګې په ډول دمدیترانې سمندرګې اوداطلس سمندرکې تل جذر اومدونه پېښېږی اوځواکمنې څپې لری او اوبه یی یو په بل کې ننوځی خو هېڅکله هم دهریوه دتودوخې درجه ، کثافت او دمالګې اندازه بدلون نه مومی. ځکه چې  داسې یوه مانع شته چې دوی یوله بله بېل ساتی.
اوهغه دی چې دوه سیندونه یی یوپه بل کې ننویستل یو یی خوندور اوخوږ کړ اوبل یی تریو اوتریخ اوددوی په مینځ کې یی داسې یوه پرده ونیوه چې یوله بله بېل واوسی(الفرقان 53).

ددغې م وضوع شرح په قرآن کې خپله یوه ستره معجزه دی اوهغه وخت بیان شوې چې دفزیک علم دسطحې راکښنې په هکله په څه نه ؤ خب .

په سمندرونه کې تیاره اوکورنۍ څپې
یا لکه د ژورسمندر تیارې چې دڅپو له لارې پوښل شوی چې برسېره یی بله څ په وی اوپرسریې ورېځې دی   (النور 40).
په ژوروسمندرونو کې ددوسومترو په ژورتیا تیاره وی . اودزرومترو په ژورتیا کې هېڅ رڼا نشته.


نن موږ دسمندرونو دڅېرې ، په هغو کې دژوو، دمالګې دکچې دلوړې اوژورې په هلکه یی م علومات لرو، داوبتلونو اونورو وسیلوله لارې پوهانو زیات معلومات لاسته راوړی . په داسې حال کې چې انسان دځانګړو وسایلو نه پرته نه شی کولای تر اویا مترو ژورو اوبو کې ولامبی  اوددوسوومترونه ژور ځای کې خو ژوندی نه پاتې کېدو له دې کبله دا قرآنی معجزه ده چې څوارلس سوه کاله مخکې دسمندرونو په ژورتیا کې یی تیاره بیان کړې وه چې پوهان ایله اوس پرې پوه شوی.

برسېره پرتیارې یوه بله موضوع هم په دې آیت کې یاده شوی: اوس پوهانو موندلې چې ترسطحې لاندې څپې (sub-surface waves)  هم په سمندرونو کې شته چې دسمندر دژورو پوړونو اوبه چې لوړ کثافت لری په ځان کې رانغاړی.  دغه څپې کټ مټ دسطحی څپو په څېر وی اوپه همغه توګه له مېنځه ځی . دغه کورنی څپې په هېڅ توګه نه لیدل کېږی بلکې دډېرې مطالعې اوڅېړنې نه وروسته پر هغه پوهیدلای شو چې دادقرآن عظیم الشأن بله معجزه ګڼل کیدای ی