شیکاګوتربیون: په افغانستان کې امریکايي تلفات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26262
ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-05-30

سرچینه: شیکاګو تربیون ورځپاڼه

د امریکې شیکاګو ټربیون ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼي کې په افغانستان، ازبکستان او پاکستان کې  د امریکايي تلفاتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

شیکاګو تربیون لیکي چې په تیرو  اتو کلونو کې یعني له هغه پس چې د ام ریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو حکومت مات کړ، شاوخوا ۶۱۷ تنو امریکایانو چې پکې سرتیري، د سي ای ای غړي  او ملکي مرستندیوان شامل دي په افغانستان، پاکستان او  ازبکستان کې خپل ژوند له لاسه و کړی دی.


شیکاګو تربیون لیکي چې له دغې شمیرې ۴۵۵ تنه یې له طالبانو سره  په مخامخ جګړو او له طالبانو سره په مرتبطو چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور په متفرقه پیښو کې وژل شوي دي.


شیکاګو ت بیون لیکي چې په وژل شویو کسانو کې د امریکې د څارګرې ادارې سي ای ای څلور غړي هم شامل دي.
د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته ډیری امریکايي سرتیري د افغانستان په ختیځ  کنړ او نورستان ولایتونو کې وژل شوي دي.


شیکاګو تربیون لیکي چې دغلته په دوو هوايي صانحو کې شاوخوا شل امریکایي سرتیري وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.