په صوات کې بشري ناورین درامنځ ته کیدوپه حال کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26263
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-05-30

سرچینه: ایکانومیست مجله
د امریکې ایکانومیست مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان په صوات سیمه کې له طالبانو سره د پوځ د رواني جګړې په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړي.

 ایکانومیست د پاکستان د اردو له یوه افسر سجادغني څخه په نکل لیکي چې د صوات په منګوره او نورو سیمو کې د پوځ  پرمختګ روان دی دا ځکه چې د ښاغلي غني پر وینا د سیمې خلګ له پوځ سره همکاري کوي او  د هغوي له کړنو راضي ښکاري.

ښاغلي غني ویلي چې ښایي د صوات سیمې کامل تصرف دری میاشتې وخت ونیسي او د هرې ورځي په تیریدو طالبان په شا تمبول کیږي.

دمګړۍ په صوات کې د څلورو او پینځو زرو په شاوخوا کې طالبان تون لري خو  ایکانومیست لیکي چې تر اوسه پوري له دغې شمیرې څخه د پاکستاني پوځ پر وینا له ۱۰۰۰ څخه نیولي بیا تر ۱۱۰۰ تنو پوري طالبان وژل شوي دي.

 ایکانومیست لیکي چې دغه پاکستاني افسر د صوات په واورو کې پټو غ نیو څوکو ته اشاره کوي وایې چې دغه سیمې به ډير ژر د مرکزي دولت له خوا ولکه شي.

 ایکانومیست وایې چې د صوات په جګړو کې تر اوسه پوري ۷۵ پاکستاني سرتیري هم وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان رپوټ ورکړی چې د صوات له بیلا بیلو سیمو څخه تر اوسه پوري شاوخوا دوه اعشاریه څلور ملیونه انسانان له خپلو کورونو تښتیدلي او له دغې شمیرې څخه یوازي ۲۰۰ زرو ته یې د پاکستاني دولت له خوا خیمې برابري کړای شوي او پاتې نور د خپلو خپلوانانو او دوستانو په کورونو کې د کډوالۍ  ژوند تیروي.
 ایکانومیست لیکي چې پاکستان له نړیوالي ټولني څخه د دغه بح ان د لري کولو لپاره د شپږ سوه ملیونه امریکايي ډالرو مرستې غوښتنه کړي خو له دې شمیرې څخه یوازي ۲۴۰ ملیونه امریکا او پاتې نورو په نورو ملکونو پوري ارتباط لري خو دا نه ده څرګنده چې تر اوسه څومره مرستي پاکستاني دولت ته سپارل شوي دي.
 یایکانومیست په پای کې لیکي چې که چیرته د صوات سیمې له بي ځایه شویو انسانانو سره عاجله م سته و نه شي، دغلته هوا په تودیدو ده او ډیره ژر به انساني ناورین رامنځ ته شي.