ګارډین: د ایران په ټاکنو د وروستۍ چاودنې ناوړه اثر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26264

دخبریدو نیټه : 2009-05-30


 
ګارډین: د ایران په ټاکنو د وروستۍ چاودنې ناوړه اثر

سرچینه: د بریټانیا ګارډين ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب:میرویس  جلا زی

د بريټانیا مشهورې ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ  ګنه کې د ایران په سیستان او بلوچستان  ایالت کې د شیعه ګانو په یوه جومات  کې د  شوي چاودنې په باب او د دغه ملک  په را روانو ولسمشریزو ټاکنو باندي د هغو د اغیزو په اړه یوه مقاله  خپره کړي ده.

ګارډین لیکي چې په دغه چاودنه کې چې د زاهدان ښار په یوه جومات کې وشوه ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا سل تنه نور ژوبل شوي دي.

ورځپاڼي د سیستان ب وچستان الایت له والي څخه په نکل  کاږي چې وایې ښایې  امریکا په دغه چاودنه کې لاس ولري .

د ګارډین په باور چې د ایراني چارواکي دغه څرګندوني کولای شي چې د واشنګټن او تهران تر منځ د اړیکو نوی فصل ځیانمن کړي.

که څه هم د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه کومي ډلي په غاړه نه دی اخیستی خو داسي ویل کیږي چې د جندالله ډله به د دغې چاودنې مسوله وي.

ګارډین لیکي چې جندالله د ایراني دولت له خوا له امریکې سره په ملاتړ تورنه ده او که چیرته جندالله دا کار کړی وي نو ایران یې  له امریکې انګیري او دغه کار به د ایران او امریکې تر منځ د نویو اړیکو پړاو له مخاطرې سره مخ کړي.
د برید سیمه د افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري او د سیستان  ب وچستان والي وایې چې ښایې له دغه ترهګر بم چونکي سره د افغانستان او پاکستان په دننه کې د بنسټ پالو ډلو له خوا مرسته شوي وي.
ګاردين لیکي چې دغه چاودنه به د ایران راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم سخت ځیان ورسوي او د دغه ځیان بیه به ایرانی ولس پرې کړي.