تېـــــــــــــــــــــــــــــروتـــــنــــه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2632
فريشته جلالزۍ – کابل
دخبریدو نیټه : 2005-04-22

فريشته جلالزۍ – کابل  ١ غويی ١٣٨٤ لمريز

تېروتنه

 

هغه سهار چي کار ته راغلم نو حالت يو څه بدل و ، په دفتر کي بله خوشبويي وه ، هرومرو کوم مېلمنه راغلی و ، ځکه دفتروال دومره بوخت و چي ځينو به يې مخونه لا همدلته په دفتر کي مينځل ، نو عطر وهل خو لري خبره وه ، ښايي دا به د قناعت وړ دليل نه و ، دا عطر ماته نا اشنا و ، او له دې چي خلک يو تر بل تېرېدل د لوړو خبرو اواز اوريدل کېدی ، نو پوه شوم چي کوم څوک له خارجه راغلی دی ، کورني مېلمه ته څوک دومره منډي رامنډي او خوش امد نه وکوي . زه خو هره ورځ په دفتر کي وم او په دې ښه خبره وم چي له چا سره خلګ څنګه چلند کوي .

څوک دی ، څه خبره ده ، له همدې انګېرنو سره اخته ومه چي يوې همکاري مي پر اوږه لاس کښېښود او خندا سره يې راته وويل ، سهار دي په خير ، ولي ناوخته راغلې ؟  ورته ومي ويل : نن مي په کور کي څوک نه و ، تر څو مي د کور کار خلاصاوه لږ ناوخته شو ، دا نن خو لا هسي هم ناوخته له خوبه پاڅېدلې وم . خو ته ووايه چي څه خبره ده ؟

هغې وويل ليونۍ ته خو که دنيا اوبه هم واخلي نه يې خبره  په کوم خوب او خيال کي يې ؟

_ اې خورکۍ ، خير دی ، خو ته يې راته ووايه څه خبره ده ، څوک راغلی چي ټول داسي بوخت ښکارئ ؟

هغه موسکۍ شوه او ويې ويل : ........  صاحب راغلی دی ؛

 

 .... اه ...  یوه  شېبه مي داسي   احساس  وکړ چي  زړه مي   چا  په  موټ کي   واخیست  او له ما لري يې  غوځار کړ .

لاس او پښې مي د يوې شېبې له پاره يخ کرخ سول ، ...   همکاري مي وويل : هې دېته ګوره ، ليونۍ ستاولي ځکندن شو ، زموږ په اداره کار نه لري ، مستانه خلک دي ، چکري راغلی دی . هغه په څرخ تاو شو ه او له ما ولاړه ، خو خبري يې لکه په منګي کي چي چيغه کړې ، زما په غوږونو کي انګازې وکړې . . . . . . .     مستانه خلک دي                            مستانه خلک دي                 مستانه . . . .

 هغه ليکوال و ، يوازي د انټرنټ او يو شمېر نرو فرهنګي کارنو له لاري مي پېژاند ، او برېښناليکونه به مو سره بدلول ، هر ليک به يې له ډېرو خوږو خبرو ډک و . د هغه هره خبره به لکه هغه پېغله چي زلمی اشنا يې له  وطنه ليري د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي ، او دی يې د سرټيکری او د زيارت رڼا کول ، د بيرته راتلو نذر منلی وي ، تودې تودې زما د زړه په هره خونه او دالان وګرځېدی په هره تاخچه کي به يې د ميني او امېدونو بې حسابه شيطانوکي ولګول . . .

موږ دواړو تر اوسه نه و سره ليدلي ، خو دا زړه نه دی ، په انسان باندي ټولي کانې  او فسادونه همدا زړه کوي  ، سړی لاس تړلی دبلا خولې ته ور اچوي داهم زړه غوښتل چي هره ورځ برېښناليک ور واستوم خو دواړو به ډيري مؤدبانه خبري کولې ، مابه ورته وليکل :

گران  او  محترم  دوست  ( . . . . صاحب )

زما  سلامونه ومنئ  خدای  دي وکړي  چي جوړ  روغ  به  یاست ....... یو  شمیر  رسمي   خبري  ....او بیا هم  له  درناوي سره . . .

هغه  به  هم  یوازي  توري  اړولي  وو خو گوتو به يې    توري داسي کارول  چي  ورسره  به  يې  زما  د  زړه  ولونه   واړول  را واړول   .

زما  او  د  هغه  اړيکي  لکه  برېښنا داسي چټکي   رواني  وې لس بریښنا  لیکه به  مو  نه وو سره  بدل کړي  چي  د لیکنو  کرښو  مو  رنگ  بدل  کړ ...

نور  به  هغه  راته  لیکل :

دزړه سره  ... دسترگو توره ... گراني ( . . . . . )

هره ورځ دي تر لس زره واره زياته يادوم ، او بيا به يې ټولي خبري په مينه کي راونغاړلې او وبه يې ليکل . . .  زما ټوله مينه درسره ده .

ماته کله هم چا داسي خبري نه وې کړي ، مور، پلار  ماما ، کاکا ، ښوونکی ، . . .   دا ټول هغه کسان وو چي ما په دې خپل ٢٠ کاله عمر کي ليدلي و ، خو يوه هم داسي نه وم نازولې ، زه يې هغه د خلکو په خبره له ژونده ايستلې وم ، خوب مي ورک و ، که کمپيوټر کتاب وای ، نو  په يوه اوونۍ کي  به يې پاڼي شړېلدي وای ، خو له دې سره يو ډېر زيات خوندو ر احساس لکه د حمل د مياشتي په سهار وختي چي کړکۍ خلاصه کې ، سړه هوادي چي د باران واړه واړه څاڅکي هم ورسره وي په مخ ولګېږي ، او ته له ډېله خونده سره ځان کلک په بړستن کي راتاو کړې ، اخ . .   زه يې نه شم درته ويلای چي څنګه . . . .  د عکس مي يوه ورځ ورته وويل چي په برېښناليک يک يې راواستوي ، راته ويې ويل  سکينر  نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ، چي لېدو ته يې نوره هم زما تلوسه زياتېده  خو نه پوهيږم چي ولي مي بيا ورنه د عکس غوښنه ونه کړه ، ښايي زړه به غوښتل چي دی خپله ووينم ، ما به تل دا خواست له خدايه کاوه  چي ژر هغه ووينم . . .    زيارت ، پير ، شهيد ، خو لا څه کوې چي د خټو کومه کوډله به په مخه راتله نو بې اختياره به مي لاسونه پورته شول ما به نه غوښتل خو زړه به مي وويل (( اې لويه خدايه  ! ستا خو هر شی په خپل لاس کي دي ، زما دا ډول ژوند واخله ، خو چي زه هغه ووينم  ربه ! ))

کله به مي زړه ډېر تنګ شو ، خديه دا څوک دی چي زه يې په خپل زړه کي ناست بولم  خو چي سترګي پټي کړم هر څومره چي د مغزو پاڼي اړوم  نه يې شم پيدا کولای  د هغه هيڅ تصوير مي نه شوای جوړولای د ورځي خو به ډېره په منډه کي وم ،  خو تمامه شپه به مي دا يوه سودا وه چي څنګه به وي ، بيا به مي ويل حتمي به يې لوړه ونه وي ، غنم رنګې توري سترګي ، ښکلی ځوان . . . يا   . . .

رښتيا ګوی  زما ښکلا ډېره خوښه ده ، کله به مي ځان ته وويل که داسي نه وو بيا ـ . .    نه داسي امکان نهلري هغه چي دومره ښکلي خبري يې زده دي ، هغه  نه  نه   . . .   د سوچونو همدا مرۍ به مي پېيلې خو غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم اوبيا به هم همدا لټه  . . .   زه کړکۍ ته مخامخ ويده کېدم ، هره شپه به مي ښه وليدل چي سپوږمۍ به راوخته ، زما تر مخ به ودرېده ، ما به تصويرونه جوړول  او ړنګول ، خو چي انځور به نه شو جوړ ددې خواري زړه به هم راته په تنګ شو او رانه ولا ړه به .

بيا به مي وويل ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي ،؟   زه يې نه منم دا لوی عيب دی .

ما به ويل که مي وليد حتمي به  دا پوښتنه ورنه کوم چي ولي يې له دې ټولي دنيا د ميني غاړګی ماته راپه غاړه کړې . کله به مي په اينه کي وکتل او له ځانه سره به مي وويل :  ايا زه دومره ښکلې يم ايا ددې دومره ميني وړ يم !؟

او نور داسي ډېر سوالونه . . .

وخت لکه باد داسي ځغاست  او زه لکه د  ونو پاڼي ورسره لوېدم ، لګېدم خوتلم ، لکه رمه چي تېره شي اوورپسې ليري په دوړو کي ورک شي ، زه هم داسي په زرو سوداوو کي ورکه  . .   يوه ورځ چي مي خپل  برېښناليک خلاص کړ له زيات حيرته مي سترګي تروي شوې   ،  او و و و و و  و و     خدايه دا څه وينم !؟

دا يې راته ليکلي و چي کابل ته راځي خو دا يې نه و ليکلي چي څه وخت  زما د ټولو پوښتنو د ځواب ورکولو لپاره .

او نن هغه ورځ وه ، زړه ناړه دفتر ته ننوتم ، ماداسي نه وه منلې چي هغه به دومره ژر راځي ، کاشکي هيڅ نه وای راغلی ، بيا يچ راغی کاشکي مي د زړه ټولي خبري ورته کړي وای .

هغه ځوان نه و ،  برگ  برگ  تور  سپین  سر  يې په چيغو چيغو دا اقرار کاوه چي ښايي ٥٠   پنځوس کاله به د عمر مېلمستيا خوړلې وه .

ښايي يو وخت به هغسي و لکه زما زړه چي ګڼله ، خو اوس . .     دوی وای په اروپا کي لمر ډېر نشته ، نو ځکه يې زما د خيال غنم رنګی تک سپين کړی و ، د سترګو رنګ يې هم خامو لمرونو خام کړی و .

دومره محترم و چي ورسره مينه کول هم د ګناه  رنګ اخيست ، اول خو نه ما هغه ا ونه هغه زه پېژندلم ، خو دا کومه ګرانه خبره نه ده ، سره معرفي يې کړو . . .   بيا هم  زړه . .  .  دا کلانکار سړی کله خپلي رايي ته پرېږدي .  . .   زما دا تېره ژبه چي په ساعتونو خبرو به نه ستړې کېدله ، د هغه په لېدو ګونګه شوه ، زه په دې هم يوه يم دا ه مزړه غوښتل چي يوازي د هغه خبري واوري او بس . 

چي راته ويل يې :

. . .    ته ډېره لايقه او با استعداده يې . .   ته بايد ليکني وکړې ، ستا دا ډېر ښه ادبيات او خوندور احساسات چي سره ګډ شي شهکار به جوړ کړي . ستا اېمايلونه چي به مي لوستل ياني په رښتيا چي ښه استعداد لرې ، زه ستا د احساس درناوی کوم ، خو يوه  اصلي موضوع چي تاته يې ويل غواړم هغه داده چي ما له ډېري مودې راپه دې خوا پر يوه ناول باندي کار کاوه ، د هغه لهپاره مي همداسي يوه احساس ته اړتيا لرله ، د يوې طبعي ميني همداسي انځور مي غوښت چي جوړ يې کړم ،  نو ځکه مي تاته دا دومره موده زحمت درکړ او تادي هم خپل قيمتي وخت ماته راکړ ، له تا ډېره مننه له ما سره دي په رښتيا چي ډېره مرسته وکړه ، نور مي وانه وريدل يوازي  د خولې سترګو او لاسونو حرکات مي يې ليدل . . . .    نو ځکه  خو ما هيڅ هم ونه ويل يوازي مي ورته کتل . . . .    دې ته مي کتل چي څنګه يې زما د خيالونو دنيا ړنګه کړه . .    په يوه شېبه کي توره دريشي د هغه ټوپک سالار په کميس او پرتوګ بدله شوه .  چي له ډېرو خيرو يې رنګ اوښتی وي . . .   ورېښتان يې اوږده سول ، غاښونه يې تېره کاږه واږه سول ، تر غاړي تاو نېکټايي يې د ټوپک په بند بدله سوه ، . . .  سترګي مي وليدې چي څنګه يې زما ميني ته بق بق کتل . . .

هغه لکه چي رښتيا هم مستانه و . مستانه مستانه يې سترګي غړولې . . .

له خپله ځايه پورته شو  

بيا يې په ډېره ارامي او سړه سينه خپل ليکلی کتاب ماته په لاس کي راکړ ، او ويې ويل : دا کتاب ولوله   هيله ده چي ډيري نوري خبري به ورنه زده کړې ، ښايي په زړه کي به يې دا وو چي (  وچ خوړ ته ګولې اېستل تېروتنه ده ) 

د کتاب پښتۍ ته مي وکتل ، ورباندي ليکل شوي وو :

. . .  تېروتنه  . . .