قران اوساینس - پرلپسې لړۍ ـ اوله برخه (عسل شفاء ده)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26352
عبدالولي راسخ
دخبریدو نیټه : 2009-06-01


راوځي ددوى دنسونوڅخه څښاك په ډول-ډول رنګونوباندي چي په دې كي شِِفاءده دخلكولپاره...ايه

لوى څښتن تعالى جل جلاله دانسانانودلا ښوونې لپاره داسي كتاب رالېږلى دي چي (۱۴۰۰) كاله وروسته ساينس پوهان هيښونكي دتاريكۍ پرغونډۍ باندي هك پك و ته لاس ترزنې ناست دي.

دااوس په عقل اوپوهې ثابته شوه چي خالق جل جلاله دخپل مخلوق لپاره داسي قوانين اوملغلرې رانازلې كړيدې چي دهميش لپاره دانسانانو لپاره په ګټه دي، په ګټه وه اوپه ګټه به وي. په قرانكريم كي داسي ډېراياتونه شته دي چي ساينس پوهان ورته حيران دي اوپه نه پوهيدوئې اقراركړيدى ددې مطلب دانه دي چي كه ساينس څه ثابته كړه نوموږمسلمانانوته دتائدوړدي اوكه ساينس ثابته نكړه نوموږئې نه منوبلكه وټولومسلم انانوته دقرانكريم هرايات پرته ديوشي دحكمت اوفلسفې دجوتولونه ايمان اوباور دى. لومړى دساينس هغه برخه چي پ درستوتجربوباندي ولاړه وې دقرانكريم سره به هيڅ ټكرونلري نه دساينس خيالات اونظريات، اوكه چيري يوساينسي پلټنه دالله جل جلاله دكتاب سره په ټكركي شي نوبياداواسلامي نړۍ ته دمنولووړنه ده. وبل لورته وغيرمسلم انانوته دعقل اوشعورلوړمعيارساينس دي، نوپه همدې سبب مسلمانان دخداى جل جلاله دكتاب هرايات دساينس په هنداره كي روښانوي ترڅوحقيقت ورته روښانه اوايمان راوړي.

په پورتني ايات شريف كي دعسلوفايدې اووعسلوته د(شفاء)تورى استعمال شويدي اومطلب ئې دادى چي عسل دناروغيودارودرمل دي ساينس پوهانوپه دې وروستيوكي په عس وكي لاندي موادپيداكړيدي

(دانګوروګلكوز)قندي مواد، مېوه جات(فركتوز)، دني شكرقندي مواد(سكروز)، ديكست ين، پروتين، استروجن، حمض النمل، اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، منګنيز، فاسفورس
كلورائيډ، حبوب اللقاح، خو بويه مواداوداسي نورډېرموادلري چي لاتراوسه نامعلوم دي. عموماًپه طب كي عسل دتسمم دناروغۍ، دينې اوداودمعدې داضطراباتولپاره ډېراستعماليږي، همدارنګه دمغزودكمزورتيا، دزړه دكمزورۍ، دمغزودارامولو، روماتيزم اواعصابولپاره ډېرګټوردي.

په مصركي دعسلوپر(۵۰)استفادو يوبين المللي كانفرنس دائرشوي ؤ اود اندنيوپنځوقسموعسلوبيان ئې وكړ:
دپخته ګل عسل، دكېلې دګل عسل، دبرداقوش دګل عسل، دتورې دانې(دانه سياه)دګل عسل او دشړشمودګل عسل.

داعسل دلاندنيوناروغيولپاره ګټوردارودرمل دي:
خشكي، اسهال، اكزيما، دنس پاړسوب، دستوني خرابوالى، دكوچنيوچنجيانولپاره، دزيات كولسترول لپاره، دوسنستياديااو دوينې كمښت لپاره دي.

عسل دپورتنيوناروغيولپاره د(۷-۱۲)كسانوباندي په لاندي ډول سره تجربه شويدي:
E دتوري دانې عسل داسهال دعلاج لپاره(۶)كسان ناروغان 100%ئې نتيجه مثبته وه.
E دتوري دانې عسل(عسل دانه سياه)ددغوناروغيولپاره هم دارودرمل دي:
Û دكوچنيوچنجيانولپاره 70% مثبته نتيجه وركوي.
Ûدكولسترول لپاره 66% په شپږووروځوكي چي دوينې فشارهم څوبرابره كښته وي درمل دي.
Ûددوسنستاديالپاره 75%.
Ûدزخمونولپاره 66%
E دبرداقوش دګل عسل دم عدې دپاړسوب لپاره 100% مثبت شوېده.
E دكېلې دګل عسل100%دوينې دكمښت لپاره ګټورثابت شويدي.
روغتياپال(ډاكټر) اب اهيم شامخ چي دجراحي متخصص اودعين الشمس دپوهنتون كي دجراحي اوزخمونوپه فاكولته كي استاذدى وائي: عسل د (۱۵ )ناروغيولپاره ګټورثابت شويدي داپه داسي ډول سره چي هرسهاراوماښام يوه كاچوغه عسل يوكاچوغه دتوري دانې پو رورسره ګډشي. د۵۵۰ دپوستكي دناروغيولپاره ګټوردارودرمل ثابت شويدي.

دسترګوعلاج دعسلوپه مرسته:
وغتياپال محمدعماره چي دمصردمنصوره په پوهنتون كي دسترګومتخصص دى وايي چي: دشلوكلونوراهيسي دسترګودعلاج پاره عسل استعمالوم اونتيجه ئې 100% مثبته ده، اوهمدارنګه دبلجيمي كاتوليك دپوهنتون استادانودمكروبي اووي وسي سترګولپاره دشړشمودګل دعسلوڅخه دسترګوڅكك جوړكړيدي چي په ورځ كي ۵واره وسترګوته ورلويږي اونتيجه ئې په مكمل ډول سره ګټوره، اغېزمنه اومثبته ده. داروغتياپالان زياتوي چي: عسل په ځانګړي ډول سره دهغه ويروس لپاره دارودي چي دسترګوقرنيه ختموي چي داويروس د(هيربس) په نوم ياديږي، لنډه داچي عسل دسترګولپاره بهترين اوګټو دي.

عسل اودوينې فشار:
روغتياپال دسوقي چي دباطني ناروغيواوحساسيت استاذدي، دعسلوڅخه دفشارپه كمو وكي ډېره استفاده كوي. روغتياپال سيمون بايوف اوروغتياپال توكستياماتيسون چي دكولمبيادپوهنتون چي په نيويارك كي دى دواړه دسرطان څېړونكي دي وايي چي: عسل دسردرداوسرطان لپاره ډېرګټوردي. انجينيرعدنان محمددين يكي:

چي په عسلوكي اوس يوه ماده كشف شوېده، چي د(پروپوليس) په نامه ياديږي اودلسوكيلوګرامه عسلوڅخه ۱۳ \۱برخه ئې همدغه ماده ده، داماده مكروب وژونكې ماده ده، كله چي دعسلومچۍ دعسلوچوكاټ جوړوي دغه ماده پكښې استعمالوي اوټول دېوالونه ئې په همدغه ماده وهي ترڅومكروب ورنشي اوخراب نشي اوپاته دي نه وي چي داماده دپاره دغاښونوددرد، دخولې دناروغيواودستوني دخرابوالي لپاره ګټوره ثابته شوېده.

انجينيرسيف الدين په دې انددى چي دغه ماده داثناعشره كلمودزخمونو، دمعدې دپړسوب اودبواسيرولپاره ډېرښه درمل دي. امريكائي پوهان په دې باوردي چي داماده دسرطان دانه په مكمل ډول سره ختموي اوهمدارنګه دانفلونزالپاره بهترين علاج دى. په بلغا يه كي عسل دډېرمهال راهيسي روغتياپالان دروماتيزم(دبندونودرد) لپاره په كاميابه توګه سره استعمالوي. ددې ټولوګټوسره- سره ساينس پوهان په دې انددي چي په عسلوكي ډېرنورشيان شتون لري چي لاتراوسه نه دي كشف وي.