امير او فقير( ۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26375
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

امير ادوارد په دى شان توم د قصر دروازى ته لاړ او هلته يى وليدل چى هلته دوه تنه عسكر يو د دروازى يوطرف ته او بل يى بل طرف ته ولاړ دي . توم ته يى دروازى ته د نژدى كيدو اجازه ورنكړه . توم وليدل چى ډير شمير لوړ پوړي چارواكي قصر ته ننوځي راننوځي خو ده ته امير په ستګو ونه لكيد. دى به هر دوه ورځى پس د قصر دروازى ته تللو. يوه ورځ يى يو هلك وليد چى د قصر له دروازى نه را وتلو په حال كښى ؤ كله چى دروازى ته نژدى شو نو توم د دروازى په لور يوه منډه واخيستله چى دغه هلك له نژدى وويني . توم په لوړ آوازداسى وويل: " غواړم چى امير ووينم !" يو عسكر په ډير قهر سره وويل : " بير ته وګرځه !" توم يى ډير كلك وواهه , داسى كلك چى توم پر ځمكه ولويد. امير دا صحنه وليده او په غصه شو. ويى ويل : " ولى دى دا مسكين هلك وواهه ؟ دروازه بيرپته كړه چى راننوځي." عسكر وويل : " صاحب دا يو سوالګر هلك دى." امير ادوارد وويل : " زما پلار پادشاه دى او هغه د اميرانو او فقيرانو دواړو پادشاه دى. هلكك پريږه چى دننه راشي." عسكر دروازه بيرته كړه او توم دننه شو. امير وويل : " له ما سره راشه. راته ووايه چې ته څوك يى او ولى زما د ليدو دومره شوق لرى , ته به هر دوه ورځى پس دروازى ته راتلى او ما به د خپلى ګړکى څخه ليدلى ." بيا يى توم له لاس نه ونيو او په قصر كښى يى يوى خونى ته ورساوه. نوكر ته يى غږ وكړ. " خواړه راوړه." نوكر په منډه خواړه راوړل او د يو ښكلي ميز د پاسه يى په ډير ادب سره كيښودل . توم هيڅكله داسى خواږه خواړه چيرته په ژوند كښى نه وو خوړلي. امير وويل : " اوس راته په خپله باره كښى ووايه , ستا نوم څه دى او چيرته اوسيږى؟" زه له خپل پلار , خپلى مور او دوو خويندو سره په يوه خونه كښى چى په (Pudding Lane ) چټله كوڅه كښى م وقيعت لري اوسيږم. " امير وويل : " په يوه خونه كښى؟ آيا تاسو ټول په يوه خونه كښى ژوند كوۍ ؟ توم وويل : " هو ! " " دلته په قصر كښى په سل هاو خونى دي , تاسى په يوه خونه كښى اوسيږى ؟ " توم وويل : " هو! مونږ فقيران يو . پ ارمى ما ليږي چى لاړ شم او په سوال پيسى ټولى كړم , كه چيرى ده ته په كافي اندازه پيسى رانه وړم نو بيا مى وهي او ټكوي ." امير په لوړ غږ وويل : " پلار دى وهي او ټكوي ! اوس به عسكر وليږم جى هغه ووهي !" توم وويل : " نه , نه ! كه دا كار وكړى نو مور او خويندى به مى خپه شي." امير وويل : " زه درى خويندى لرم , يوه شهزادګۍ اليزابت ده , دويمه شهزادګۍ جين ده او بله شهزادګۍ ماري ده. اليزابت ډيره حكيمه او پوهه نجلۍ ده , جين له مطالعى سره شوق لري , كتابونه لوي او ډيره مهربانه ده خو ماري مى نه خوښيږي , هغه نه خاندي او له ما سره لوبى نه كوي. آيا ته له وړو سره لوبى كوى ؟ " هو! زه لوبى كوم ." " زه لوبى نه كوم . ته كومى لوبى كوى ؟ " "زه له پنډوس سره لوبى كوم او په سند كښى لامبو كوم او كله كله د امير رول تمثيلوم." " زه غواړم چى ستا په شان د يو فقير هلك رول ولوبوم او د سيند پر غاړه لوبى وكړم او لامبو وكړم. راځه چى خپلى جامى سره بدلى كړو. د لږ وخت د پاره به ته امير شى او زه به فقير سوالګر . راځه !" امير خپلى جامى له تن نه لر كړى , توم هم خپلى جامى وباسلى او د امير جامى يى واغوستلى. توم امير ته وكتل چى دده جامى يى په تن كړي دي . امير غږ وكړ : " راشه او دلته وكوره ! راشه او په آئينه كښى وكوره. توم د امير په جامو كښى امير ښكاريده او امير چى د سوالګر جامى يى په تن كړى وى فقير ښكاريده . امير و ته وويل : " ته دلته زما تر بيرته راتك پورى انتظار وكړه." ده يو كچنى كرد شى د ميز له سر نه اوچت كړ , هغه يى په يو پټ ځاى كښى كيښود او پخپله له دروازى نه بهر ووت. توم هلته يواځى ودريد. ( ادامه لري )