ګارډین: امریکا قبایلي سړي د القاعدې پر ضد کاروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26393

دخبریدو نیټه : 2009-06-03


ګارډین: امریکا  قبایلي سړي د القاعدې پر ضد کاروي


سرچینه:د بریټانیې ګارډين ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د ب یټانیې مشهورې ګارډين ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکې  د څار ګرې ادارې  سې اې اې د نویو عملیاتو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.
په ورځپاڼه کې  راغلي چې د امریکې څارګره اداره اوس غواړي پاکستاني قبایلیان په الکترونیکي هغو کمربندونو سمبال کړي چې له مخې به یې د القاعدې  ډلي ترهګر له م ینځه وړل کیږي.
ګارډین لیکي چې سې اې اې پلان لري قبایلي سړو ته هغه الکترونیکي کوچنۍ  دستګاوي ورکړي چې که چیرته په یوه ځای کې ځآی پر ځای کړای شي نو د امریکې بي پیلوټه الوتکې به یې  په ډیر دقت سره  ځای ځایګی م خص  کړي او بیا به په هغه سیمه برید وکړي .

ورځپاڼه لیکي چې د امریکې څارګرې ادارې له دې دمخه هم له یو شم یر قبایلي کسانو سره د دغو وسیلو د نصبولو په بدل کې مالي مرستې کړي خو اوس غواړي چې  خپل دغه پروګرام چټک او ټولو قبایلي سیمو ته پراخ کړي.
د دغو وسیلو چې قابیلو ته ورکړل کیږي کمال دا دی چې، لومړی خو ډیري کوچنۍ دي او قبایلي سړي به وکولای شي په ډیره اسانۍ سره  دغه وسیلې  د القاعدې ډلي پوري د تړلو کسانو د کورونو د باندې نصب او ځای پر ځای کړي.
د دغې الکترونیکي پرزې بله ځانګیړنه دا ده  چې له نصب څخه وروسته خپل مرکز یعني بي پی وټه الوتکو ته هغه زګنالونه استوي چې له مخې   یې بي پیلوټه الوتکي کولای شي له ډیرې لوړې  ارتفاع څخه د دغې وسیلې ځای  مشخص کړي او وروسته بیا  پرې برید وکړي.
ګارډین لیکي چې امریکا غواړي دغه الکترونیکې پرزې د قبایلي سړو په مټ د پیسو په بدل کې د القاعدې ډلي د مهمو کسانو د غونډو ځایونو ته نژدې ځای پر ځای او وروسته بیا پرې له هوا څخه بریدونه وکړي.
د ګارډین ورځپاڼي د شمالي وزیرستان له یوه ځوان چې تاج محمد وزیر نومیږي، څخه په نکل کاږي چې اوس هر  څوک په قبایلو کې د امریکې د دغو وسایلو په باب خبري کوي، هر څوک ډاریږي چې خدای مه کړه دغه وسیله زمونږ د کور په انګړ کې نه وي نصبه شوي.

ګارډین په پای کې  لیکي که څه هم  په قبایلي سیم و  باندي د امریکې د بي پیلوټه الوتکو  بریدونه کومه نوي خبره نه ده خو د امریکې څارګره اداره اوس غواړي دغه پلان ټولو قبایلي سیمو  ته پراخ کړي.