واشنګټن پوست:په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال دندې
سرچینه: واشنګټن پوست امریکاۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: م
یرویس جلالزی
د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نوي
امریکايي جنرال مک کرستال د ماموریت په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.
په لیکنه کې راغلي چې د سیمې لپاره
د امریکې د نوي ولسمشر د سیاست ساحه پراخه ده او پاکستان هم په دغه ساحه کې شامل شوی دی.
واشنګټن
پوست لیکي چې په دغه ساحه کې د فعالیت لپاره دوه عمده کسان د اوبهاما له خوا ټاکل شوي چې یو یې په افغانستان
کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کرستال او بل یې هم پوځي متقاعد جنرال کرل ایکن بیري
دی.
ښاغلی بیري به افغانستان کې د امرېکې د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
واشنګټن پوست وړاندي لیکي چې اوس د
سیمې لپاره د امریکې ستراتیژي ډیره روښانه ده چې پکې د القاعدې ډلي د بیا سمبالښت مخنیوی او په سیمه
کې د اقتصادې ودې لپاره د زمینو رامنځ ته کول دي.
واشنګټن پوست ویلي چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې
باور دي چې دې اهدافو ته باید د رسیدو لپاره جنرال کرستال او ایکن بیري خپلي تجربي په ښه توګه پلي کړي.
اوس داسي ویل کیږي چې ښاغلی کرستال به د افغانستان د جګړې د سمبالولو لپاره د ناټو او ایتلاف په قوم اندۍ کې هم بدلون راولي خو دا بدلون په دې معنی نه دی چې د قوماندانیو په کړۍ کې بنیادي تغیرات وارد شي .
واشنګټن پوست لیکي چې په افغانستان کې د ناټو قومانداني په څلورو زونونو لکه ختیځ، لویدیځ، سویل او شمال ویشل شوي خو جنرال کرستال به د همدغو تشکیلاتو په دننه کې ځیني قوماندانان بدل را بدل کړي تر څو د جګړې اغیزمنتیا لوړه کړي.