د بد بختۍ پيل
امير د قصر دروازې ته راغ
او غږ يى وكړ : " دروازه بييرته كرى ! زرشى !"
دواړو
عسكرانو دروازه وازه كړه . له هغه نه پس , په داسى حال كښى چې ادوارد له دروازې نه وتلو , له عسكرو څخه يوتن عسكر
ولكيد او دى يى په سر وواهه.
" دا د پادشاه له يو عسكر سره د خبرو طريقه نه ده !"
په داسى حال كښى چى
ادوارد پر ځمكه ولويده , هغه خلك چى د دروازى تر شاه ولاړ وو , هغوي ټولو پړك پړك وخندل . ادوارد ودريد او عسكر
ته يى وكتل . "
زه امير يم ! دا څه چى تا له ماسره وكړل په دى كار به ته قتل شى ! او تاسې احمقانو چې مو وخندل
!" خلكو يو ځل بيا وخندل , دا ځل يى د اول ځل په پرتله لا ډير وخندل. بيا له دوي څخه يو تن وويل : " سرونه امير ته ټيټ
كړۍ , خپلى خولۍ د امير په احترام له سرونو لر كړۍ. امير ته لار صافه كړۍ!" دوي نور هم وخندل .
يوتن عسكر وويل :
" دا ليونى دى ."
بل وويل : " په رښتيا ليونى دى."
ادوارد په لار روان شو . څوك ورپسې روان نه شول: دوي له
ليونيانو څخه يريدل. دوي فكر كاوه چى دا هلك به يو خطرناك ليونى وي.
ادوارد روان ؤ , نه پوهيده چې چيرته دى: دى
به تل د لندن سړكونو ته نه راوتلو. بوټان يى په پښو نه وو . توم كانتي پوټان نه درلودل خو د هغه پښې كلكې وې . د ام
ير ادوارد پښې په تيكو زخمي شوې او وينې ترينه وبهيدې. ډير ستړی او اوږی شو , خوړلو او آرام ته يى حاجت پيدا
و.
غږ يى وكړ : " او , چيرته كولاى شم استراحت وكړم او ډوډۍ وخورم؟ چيرته يو څوك پيدا كړم چى قصر ته مې ستون كړي
؟ "
يو ډير ښه سړى په آس سپور په لار روان ؤ . ادوارد ورباندى غږ وكړ : " ښاغليه ! زه امير يم . له تا غواړم چې
قصر ته مې ورسوې. مكر دغه سړي دده خبره سمه وانه وريده او پوه ته شو چى ادوارد څه وويل. فكر يى وكړ چې دا كوم سوا
ګر دى او پيسې غواړي. هغه خپله لار ونيوله او لاړو.
په پاى كښى ادوارد يو ى ودانۍ ته ورسيد چى هغه يى
پيژندله.
غږ يى وكړ : آه ! دا د مسيح روغتون دى. پلار مى دا ودانۍ فقيرانو ته وركړى وه . زه كولاى شم چې
دلته مرسته وغواړم ."
هلته ډير شمير هلكان وو چى د ودانۍ مخې ته يى لوبې كولى . ادوارد يو هلك ته غږ
وكړ: " اى هلكه ! خپل استاد ته ورشه او ورته ووايه چې دلته راشي. ورته ووايه چې دا د امير ادوارد امر دى چى راشي."
هلك وخندل.
ادوارد وويل : " هغه څه وكړه چى زه يى در څخه غواړم !" هلك يى وواهه.
دغه هلك نورو هلكانو ته
غږ وكړ چى راشي : " دلته يو ليونى هلك دى . سر يى ډير ګرم دى ! راځۍ چې ويى نيسو او اوبو ته يى ګذار كړو."
درى څ
ور هلكانو ادوارد ونيو او په چټلو اوبو كښې يى واچولو او ورپورى يى وخندل. شپه را
نژدى وه. ادوارد فكر وكړ. " راباندې ناوخته شو. بايد يو ځاى پيدا كړم چې شپه پكښې تيره كړم. بيا به سبا وختي قصر ته
لاړ شم. زه بايد د توم كورته لاړ شم او هلته ويده شم. چټله كوڅه . هلته اوسيږي."
ادوار په لار روان ؤ . د اسم
ان په لمن كښې سوروالى پيداشو , د سور شفق ښكلى منظره ډيره ښائيسه وه د كورونو له ګړكيو نه د څراخونو رڼا ګانې
بهر راووتلى. او بيا د د درنى شپې د تير ې تور لاس د ادوارد لاس ونيولو. "
د شپې په دې وخت كښې بهر څه
كوى ؟ توم كانتي , پلار ته ځواب نه شى وركولى ؟ څومره پيسې دى راته راوړي دي ؟ "
ادوارد غږ وكړ : " او !
يا ته يى پلار يى ؟ "
پلار يى ؟ _ خداى دى خوار كړه زه ستا پلار يم
ادوارد غږ وكږ : نه ! نه ! زه امير يم
. ستا زوى د وستمنستر په قصركښې دى , ژر شه ما هلته بوځه او خپل زوى دى كورته راوله."
كونتي دى هلك ته وكتل او
ويى ويل : ليونيه ! ليونيه ! رشتيا چې ليونى يى ! "
امير يى له څنګل نه ونيولو او په ځان پسې يى را كش كړ . هغه
يو ډير قوي سړى ؤ . ويى ويل : كه ته ليونى يى او كه نه يى , ښايي چې له ما سره كورته راشى , او ښايى چې سبا وختي له
كوره ووځې او ټوله ورڅ تيره كړى او هغه پيسې پيداكړې كومې چې دى بايد نن راته راوړې و ې . ( ادامه لري
)