پاد شاه مړ شو ، ژوندى دى وي پادشاه
په ښار كښى ټول مالدار او
ستر شخصيتونه په غليد هال كښى لوى ميز ته كيناستل , او كله چى توم صالون ته راورسيد ټول خلك ودريدل. توم د ميز
اول سر ته خپل ځاى ونيو: بيا ټول ولاړ كسان كيناستل! ميلمستيا پيل شوه, نوكرانو ډيره معتبراو اعلى درجه خواړه
راوړل او په ميزونو يې په ښكلي ډول سره كيښودل . سندرغاړي هم راغلل او سندرى يى وويلى ، د كډاكوونكو ډلى هم
سازونو ته کډاګانې وكړې. په پاى كښى ادوارد غليد هال ته ورسيد. عسكران له دروازى سره ولاړ وو , ده غږ وكړ : " زه
اميرادوارد يم ! دروازه بيرته كړۍ او ما پريږدۍ چى دننه تير شم !" عسكرانو ورپورې وخندل. ادوارد غږ وكړ : " ما تاسې
ته امر وكړ چى دروازه بيرته كړۍ ، هغسى وكړۍ څرنګه چې زه امركوم ! همدا اوس !" يو عسكر ورته وويل : " مه احمق كيږه .
بيرته ځه ! " ادوارد په عساكرو باندې خپلو چيغو ته ادامه وركړه . كوم خلك چې هلته وو هغوي په غصه او قهر سره وويل :
" دا هلك له دى ځايه لر كړۍ . دا ليونى دى. مونږ غواړو چى د ميلمستيا په پاى كښې د امير مخ ووينو. اى هلكه لاړه شه !
لاړ شه خپل كورته !" " زه نه ځم! زه تاسى ته وايم چى زه امير ادوارد يم. زه ملګري يا كوم څوك نه لرم چى له ماسره م
سته وكړي. مكر څه چى زه وايم هغه سم او رښتيا دي." د خلكو جمعيت او ګڼه ګونه خطر ناكه وه، مكر ادوارد له ځايه نه
خوځيده. بيا څه شيبه پس يو سړى راووت او لهادوارد ته نژدى ودريد. " زه نه پوهيږم چې ته امير يى , يا نه يى ‘ زه
ددى خبرى پروا هم نه كوم. ليونى يى او كه نه يى ؛ ليكن ته يو زړه ور هلك يى او زه به درسره كمك وكړم." ددى سړ ي
نوم مايلز هندن ؤ . دى د جنګ له صحنى نه راغلى ؤ او خپل كورته چې په كلي كښى روان ؤ. د خلكو ډله نوره هم نژدې شوه .
په هغو ورځو كښې ، د لندن د خلكو ګڼه ګونه خطر ناكه وه. مايلز غږ وكړ: " بيرته شه ! خلك اوس ډير په قهر او غصه شوي
دي . مايلز خپله توره راوويستله او د تورى په څنډه يى يو سړى وواهه . " مړه يى كړۍ !" د خلكو له شانه يو غږ را پو
ته شو. تيګې را وار شوې. يوه تيګه د ادوار د په ځان ولكيده . ادوارد پر ځمكه پريوت. مايلز دده سر ته ودريد او د خ
كو د ګڼه ګونى نه يى ده د ځان د ژغورلو د پاره په جکړه لاس پورى كړ. خو اميد ډير لږ ؤ ، څكه چى خلك ډير وو او ماي
ز يواځې ؤ . مايلز د جکړى په مهال په خندا شو." چا دا خيال كولو چى زه به اوه كاله له فرانسى سره په جكړه كښې ژوندى
پاتى كيږم او اوس به ددغه جمعيت له خوا وژل كيږم." هلته د أس سوارانو آوازونه وو ، يو غږ راغى : " لاره ! لومړي
پادشاه لورد ته لاره پرانيزۍ ! أس سواران غليد هال ته ور ننوتل. لورد هوتفورد هغه ځاى ته لاړ چيرته چى توم ناست
ؤ . بيا په كونډو شو. صاحبه ، ستا پلارپادشاه مړ شو . بيا ودريد او خلكو ته يى وويل : " هنري پادشاه مړ شو . امير
ادوارد دى ژوندى وي ، له دى سره په صالون كښى ټولو خلكو غږ وكږ : ژوندى دى وي پادشاه " مايلز انتظار ونه كړ ؛
ادوارد يى يو لرى ځاى ته په تياره كښى ورساوه . ( ادامه لري )