لاسنجلس ټایمز:د صوات پښتانه بلوا ته نژدې شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26602

دخبریدو نیټه : 2009-06-09

لاسنجلس ټایمز:د صوات پښتانه بلوا ته نژدې  شوي


سرچینه: لاسنجلس  ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی

د ام یکې  لاسنجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ  ګڼه کې اشغالي صوات د  وروستیو جنګ  جګړو له امله د بي ځایه شویو پښتنو د ژوند حال په یوه مقاله کې انځور کړی دی.

لاسنجلس ټایمز لیکي چې د صوات له سیمې څخه اوخوا دوه ملیونه کسان  چې  یوازي د ګوتو په شمیر  یې  پنجابیان او سکان دي کډه شوي او دمګړۍ په نژدې پرتو هغو کمپونو کې ژوند  تیروي چې په خورا بد حالت کې  دي او سوځنده  ګرمۍ  د  دغو کډوالو ژوند ته جدي ستونزي پیښې کړي دي.
ورځپاڼه لیکي چې یوازي د مردان ښار د شیخ یاسین په پنډغالې کې  ۷۰ زره کسان ځای پر ځای شوي په داسي حال کې  چې په دغه پنډغالې کې د څو زرو کسانو لپاره د ژوندانه اپتدایې  امکان شته او بس.
اسنجلس ټایمز لیکي چې د صوات له درې څخه د بي ځایه شویو دغو کسانو شمیره د نړۍ په کچه د کورنیو بي ځایه شویو کسانو تر ټولو غټه شمیره ده.
د ورځپاڼي په باور چې اوس د قبایلو د ځینو سیمو اوسیدونکي په دې  پوهیږي چې د طالبانو شتون د دوي راتلونکي ته ګواښ جوړوي او باید له دولت سره په دې برخه کې خپله همکاري زیاته کړي.
لاسنج س ټایمز د صوات د بردیر ښارګوټي د یو شمیر سیمو د اوسیدونکو وروستۍ غبرګون راخلي چې په  طالبانو یې بریدونه کړي او هغوي ته یې دروند سر او مال  ځیان رسولی دی.
لاسنجلیس ټایمز وایې چې قومي لښکري اوس له پوځ څخه وسلې تر لاسه کوي او د طالبانو پر وړاندې  جګړه کوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې دمګړۍ په سیمه کې د جګړې د پای علایم نه ښکاري او بي ځایه شوي خلک  په سخته ګرمۍ کې  په خیمو کې ژوند کوي او د هرې ورځي په تیریدو یې  حوصله مخ پر خطمیدو ده.
لاسنجلس  ټایمز  د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو څخه په نکل لیکي چې که چیرته مرکزي دولت له بي ځایه شویو کورنیو سره مرسته و نه کړي هغوي به ډیر ژر په بلواوو او مظاهرو لاس پوري کړي.
شیرپاو وایې  چې ډیری زیانمن شوي صواتیان پښتانه دي او دروند تاون هم همدغو پښتنو ته اوښتی دی.
پاکستان: په بره دیر کې قومي لشکر په طالبانو بریدونه کړي
میرویس جلالزی
د پاکستان د صوات په بره دیر  کې تیره شپه قومي لشکرو د طالبانو په هغو  پټن ځایونو بریدونه کړي چې د بره دیر په نږدې  پرتو کلیو کې  تون لري.
ځايي خلکو وروسته تر هغه په طالبانو دسپکو او درندو وسلو ګزارونه پیل  کړل چې د  جمې په ورځ هم دغلته د طالب پلویانو په یوه ځانرمګي برید کې په لسګونوکسان مړه او ژوبل شول.
چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې  شوي وه.
عیني شاهدانو د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې تیره شپه طالبانو او قومي لښکرو یو په بل د درندو او سپکو وسلو بریدونه کړي او داسي ویل کیږي چې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي.
د دې  خبر تر خپریدو پوري جګړه روانه وه.