نیویارک ټابمز: رابرت ګیټس د افغانستان راتلونکي ته خوشبینه دی
سرچینه : د امریکې نیویارک ټایمزورځپاڼه
ژباړه او ت
تیب: میرویس جلالزی
د امریکې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګنه کې د
افغانستان د حالاتو په اړه د امریکې د جنرالانو خوشبیني ته اشاره کړي او په دې باب یې یوه مقاله خپره
کړي ده.
ورځپاڼي د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیټس هغه خبري را اخیستي چې وایې په سیمه کې روانو حالاتو ته په
کتو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه د تیر کال په پرتله زیات خوشبینه دی.
نیویارک ټایمز له جن
ال ګیټس څخه په حواله کاږي چې د افغانستان حالات د تیر پر خلاف اوس مخ په ښه کیدو روان دي او د دې بدلون اصلي
امل په پاکستان کې د بنسټ پالو پر وړاندي د پاکستاني دولت د مبارزې په شدت کې نغښتی دی.
رابرت ګیټس دغه
څرګندوني د امریکې د سنا کميټې په تخصیصیه غونډه کې وکړي.
نیویارک ټایمز وړاندي لیکي چې تر دې دمخه یعني په
تیر ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې ډیری امریکايي قوماندانان له خپل ماموریت څخه شاکي ول خو اوس داسي ښکاري
چې قوماندانان د خپلې نوي ادارې له کړنو او ستراتیژۍ خوښ ښکاري او د افغانستان د حالاتو د مثبت بدلون څرک و
ته لګیږي
نیویارک ټایمز له رابرت ګيټس څخه په حواله لیکي: په سرحد ایالت کې د طالبانو پر وړاندي د
پاکستاني پوځیانو مقاومت د دغه پرمختګ بیلګه ده، پاکستاني دولت تر دې دمخه په سرحد ایالت کې د بنسټ پالو ډ
و پر وړاندي له زغم څخه کار اخیست خو دا ځل د پوځ او یو شمیر سیمو د اوسیدونکو غبرګون طالبان دې ته اړ کړل چې
له سیمې وتښتي او یا هم مړه او ژوبل کړای شي.
رابرت ګیټس ویلي چې د پاکستان دغه تازه هڅي په افغان،
ناټو او امریکايي ځواکونو ته دا وړتیا ورکړي چې د سیمې پر حالاتو خپل کنټرول پراخ کړي او د طالبانو د
ځپلو روان عملیات غښتلي کړي.
نیویارک ټایمز د پاکستان په صوات سیمه کې د طالبانو پر وړاندي د سیم
یزو خلکو هغه پاڅون ته هم اشاره کړي چې پکې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو قبایلي سړو برخه لرله.
ورځپاڼه لیکي چې د
پاکستان د توپ لرونکو چورلکو په ملاتړ دغه ولسي پاڅون طالبانو ته دا جوته کړه چې نور نو د دغې سیم
ې خلګ د هغوي د مستبدانه قوانینو د زغملو توان نه لري او نور نه غواړي چې د طالبانو تر سپين بیرغ لاندي
ژوند وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې اوس په کلیو او بانډو کې ډیری خلګ د طالبانو پر ضد د حکومت پلوي کوي او دغه
کار په سیمه کې د امنیت را وستلو ته نوره سا هم ورکړي ده.