لوفیګارو: د احمدي نژاد پر وړاندي د سیاستوالو اتحاد
سرچینه: لوفیګارو فرانسوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلا
زی
د لوفیګارو ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې تر دې عنوان لاندي چې د ایران دولت ډیری سیاست وال د
اوسني ولسمشر محموداحمدي نژاد پر وړاندي یو والي ته نژدې کیږي لیکي، په داسي حال کې چې د ایران ولسمشریزي
ټاکني را رواني دي د محمود احمدي نژاد ډیری مخالف سیاست وال د هغه پر وړاندي د پخواني لومړي وزیر موسوي په
څنګ کې دریږي.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو پوښښ ته استول شوی د دغې ورځپاڼي خبریال دلفین "مینوبي" چې د ایران
حالات په دقت سره څاري وایې، د محمدخاطمي له خوا د سازمان شوي ایتلاف په جوړیدو سره اوس د محمود احمدي نژاد
پر وړاندي د مخالفو سیاست والو هغه هڅي ګړندۍ او غښتلي شوي چې له مخې یې د ایران ولسمشرۍ څوکۍ ته د هغه
مخه پري ونیول شي.
محمود احمدي نژاد د هغه د سیاسي مخالفینو له خوا د ایران د اقتصادي نظام په ټوکټوکول، د
هالوکسات له واقعې په انکار او په ایراني ولس باندي د غرب د فشارونو د زیاتیدو اصلي لامل بلل کیږي.
ورځپاڼه
یکي د ایران د بیلا بیلو ښارونو دیوالونه په داسي انځورونو پوښل شوي چې پکې یو مهم مفهوم پروت دی.
د ورځپاڼي
په باور چې د احمدي نژاد سیاسي مخالفین هڅه کوي په هره بیه چې وي د هغه له بیا ټاکل کیدو مخ نیوی وکړي هغه احمدي
نژاد چې د ایراني ملت له خوا د دغه ملت په منزوي کولو او په هیواد کې د لوړ پولي تورم په رامنځ ته کولو
هم ګرم بلل کیږي.
د لوفیګارو خبریال کاږي دا ډیره جالبه ده چې د لومړي ځل لپاره د ایران په تاریخ کې د
یوه کاندید پر وړاندي د مختلفو تګ لارو یعني اصلاح طلب او بنسټ پالو سیاست والو له خوا یوه ګډ ایتلاف جوړیږ
ي.
لوفیګارو په ایران کې د سیاسي علوم له یوه ښونکي جواد اطاعت څه په نکل کاږي:"دا مهمه نه ده چې څوک به
انتخابات وګټي، مهمه خبره دا ده چې ایرانی ولس له محمود احمدي نژات څخه خلاص شي"
لوفیګارو ورځپاڼه په خپل
دغه مطلب کې وړاندي زیاتوي، که چیرته یو کس د شپې پر مهال د ایران په واټونو کې وګرځي نو په هر دیوال به د م
وسوي لګیدلي مفشن پوسترونه او شعارونه وویني او په سیاسي غونډو کې د هغه د پلویانو ویناوي او همدا راز د هغه
پاره دکمپاینونو په لړ کې د رپ موسیقي غږول د موسوي ټاکنیزو کمپاینونو ته غربي بڼه ورکړي ده، هغه بڼه چې د ای
ان ورته په ښه سترګه نه ګوري.
د ایران په پلازمینه تهران کې د لوفیګارو ورځپاڼې خبریال په دې اند دی چې د
محمود احمدي نژاد پر وړاندي د جوړ شوي مخالف ایتلاف په دننه کې هم ستونزي شته.
د بینوا ویب پاڼي د
نو او محترمو لوستونکو د لوفیګارو فرانسوۍ ورځپانه د بیلګې په توګه د محمدخاطمي او هاشمي رفسنجاني دښمنیو
ته اشاره کوي او وایې چې رفسنجاني د موسوي په ناتوانه کولو او خرابولو سره د هغه له نژدې ملاتړ کونکي محمدخاطمي
څخه د خپل غچ د اخیستو په لټه کې دی..
د ایران د ۲۰۰۵ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال دغه مات شوی کاندید اوس
غواړي د موسوي په ټکولو سره د هغه له نژدې ملګري محمد خاطمي څخه چې ورسره له ډیرو کلونو را پدې خوا بد دی، خپل
کسات واخلي.
د محمود احمدي نژاد پر وړاندي د سیاسي ایتلافونو تبلیغاتي کمپاینونه په داسي حال کې زور اخ
ي چې د هغه یو بل رقیب او د ایران د اسلامي شورا ریس علي لاریجاني هم په تازګۍ له احمدي نژاد څخه د خپل
کسات د اخیستلو لپاره دغه ایتلاف ته وردانګلي دي.
علي لاریجاني به د محمود احمدي نژاد هغه پریکړه هیڅ
کله هم له یاد څخه و نه باسي چې دی یې په ډیره ناځوانۍ سره د ایران د ملي امنیت له شورا څه وشړل.
لوفیګارو لیکي
چې علي لاریجاني هغه کس وو چې د ټاکنیزو کمپاینونو څو ورځي دمخه یې د محمود احمدي نژاد له خوا د تصویب شوي
هغې بودجې لایحه رد کړه چې د احمدي نژاد له خوا ټولینزو چارو ته ځانګړي شوي وه او لاریجاني په خپل دغه کار سره
وکړای شوای چې د احمدي نژاد یو لوی پلان شنډ کړي.
لوفیګارو فرانسوۍ ورځپاڼه وړاندي لیکي چې اوس اصلاح طلب
وحاني مهدي کروبي او د سپاه پاسداران انقلابي ځواک پخوانی مشر محسن رضایې هم له یوه سنګر څخه د محمود احمدي
نژاد پر وړاندي مبارزه کوي.
لوفیګارو د ایران له یو شمیر اوسیدونکو او هاشمي رفسنجاني ته له ور نژدې سرچینو
او د هغه له خپلو خپلوانو په نکل کاږي چې نوموړي له خپلې شخصي بودجې څخه دوه ملیونه امریکايي ډالره د دې لپاره
ګولي چې د ټاکنو پر مهال پرې د درغلۍ مخه ونیسي .
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دمخه که چیرته د ایران اوسنیو
حلاتو ته وکتل شي نو داسي ښکاري چې هاشمي رفسنجاني د محمود احمدي نژاد او محمد خاطمي د موسوي ملاتړ کوي
او دغه دوه رقیبان په اصل کې احمدي نژاد او موسوي د خپل لاس د آلې په توګه کاروي.
رفسنجاني ته نژدې سرچینو
وفیګارو ورځپاڼې ته دا هم ویلي چې رفسنجاني ویلي: زما اصلي لوبه له موسوي سره نه بلکه له محمدخاطمي سره ده
او احمدي نژاد په دغه لوبه کې د شطرنج د لوبې په څیر د پياده رول لوبوي. ژباړه او ترتیب: میرویس جلا
زی