د ښاغلي اشرف غني مرکه (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26696

دخبریدو نیټه : 2009-06-13

د ښاغلي اشرف غني مرکه

د واشنگټن ټايمز ورځپاڼي د جون پر ١١ د افغانستان د جمهوري رياست کانديد ښاغلي اشرف غني سره په کابل کي مرکه کړې ده. د مرکې عنوان جالب د ، خو په پښتو کي د بيانولو لپاره يې مناسبه کلمه او عبارت نسته، او يا تر اوسه زه نه يم پر پېښ سوى.  د انگريزي عبارت يې "ډارک هورس" يا " خيره او توربخونه اس" دى.  د امريکا په سياسي قاموس کي  خيره اس هغه کانديد ته وايي چي د انتخاباتو په لمړىو شپو او روځو کي څارونکو جدي نه وي نيولى، خو بالاخره انتخاباتي کمپېن وگټي.  په متحده ايالاتو کي،  عموما د جمهوري رياست  انتخاباتو په بهير کي  همدا عبارت  هغه کانديد ته کارول کېږي چي د عامه توقع پر خلاف خپل ټول سياسي رقيبان مات کړى او انتخاباتي ميدان وگټي.  لکه په متحده ايالاتو کي د ٢٠٠٨ د جمهوري رياست انتخابات چي په لمړيو ورځو کي د گوټو په شمار مبصرينو د ښاغلي اوباما د برى خبري کولې، خو بالاخره يې انتخابات وگټل.  لدې سريزي را وروسته، محترمو لوستونکو ته د رپوټ بشپړه ژباړه  وړاندي کوم.

 د جمهوري رياست لپاره مخکښ کانديد اشرف غني وايي  ډېري ښې مفکورې لري، خو دکمپېن لپاره په کافي اندازه منابع او پيسې نلري.  اشرف غني د حامد کرزي يوازنى جدي رقيب دى.  هغه وايي افغانستان د امنيت تر څنگ " يو روښانه خيال او نظر، او سالم مديريت" ته هم اړتيا لري.  د ماليې پخوانى وزير وايي هغه همدا خلا ډکولاى سي.  

هغه زياتوي: اوسنى حکومت " تل نوري او ډېري پيسې غواړي، خو د سم مصرف ظرفيت او قابليت يې نلري."  هغه وايي:  له ٢٠٠١ راهيسي متحده ايالاتو ٦٠ بيلونه ډالره مرسته کړې ده.  هغه وايي کېداى سي چي همدا مالي مرستي د اقتصادي زير بنا په جوړولو، د سړکانو، پلونو، برق، او اوبو د گولو پر پروژو او د نويو کارونو پر خلقولو باندي په موثره توگه ولگول سي، څو په نتيجه کي هم پر خارجي او بين المللي چاندو باندي د  افغانستان دايمي تړاو  راکم سي، او هم بين الملي ټولنه د افغانستان له پرابلوم څ خه خلاصه سي.

 ښاغلى اشرف غني وايي: د کرزي حکومت هر کال ٧٠ فيصده ملي عايدات حيف ميل کوي.  اداري فساد او د کرزي بد مديريت د افغانستان د ملي عايداتو د خورد برد لپاره ايډال او مناسب شرايط برابر کړي دي.

واشنگټن ټايمز اخبار زياتوي په افغانستان کي د جمهوري رياست انتخابات په داسي وخت کي کېږي چي ښاغلي اوباما هغه هېواد ته نور عسکر استوي. 

ډاکټر غني وايي هغه غواړي چي نظامي عمليات او اقتصادي وده او پراختيا سره جوړه کړي.  هغه د  زراعتي صادراتو زياتول، د کانونو را ايستل، او د برق او اوبو د نويو بندونو جوړول غواړي.  هغه ټينگار کوي چي د اوبو او برق د بندونو جوړول به افغانستان په سيمه کي  د انژرۍ د صادرونکو هېوادونو په کتار کي ودروي، نه د نن ورځي په شان چي حتى برېښنا هم له بهره را واردېږي.  هغه گومان کوي چي همدا به افغانستان د چين او په سيمه کي د نورو هغو هېوادونو سره ونښولوي چي د خامو منابعو او انژرۍ لپاره سوځنده تنده او زياتېدونکې اړتيا لري. 

اشرف غني وايي په هغو سيمو کي بايد اقتصادي انکشافي پروژې پياوړي او گړندۍ سي چي همدا اوس پکي نسبي امنيت ټينگ دي. هغه وايي د شمال   اته باثباته ولاياتو ته بايد لمړيتوب و کړه سي ځکه هلته به اقتصادي وده او پراختيا پر نورو ولاياتو باندي هم ښه اغېزه وکي، او د ټول ملک لپاره به م ثال وگرځي.  ورو ورو به له امنو ځايونو څخه هغو سيمو ته د اقتصادي انکشاف لمن وغزول سي چي دمگړى پکي ناکراري او جنگونه  دي، په تېره بيا جنوبي او مشرقي ولايات. 

ډاکټر غني د ټيلفون او ټله کميونېکشن دوې کمپنۍ يادوي چي په لمړى سر کي يې د اجازې او لايسنس د اخستلو لپاره د ٥ ميلونو ډالرو لگښټ ته زړه نه ښه کاوه.  هغه وايي همدا دوې کمپنۍ اوس څه د پاسه ٦٠٠ ميلونه ډالره ارزي، او څه د پاسه يو ميلون مشتريان لري.   په مارکېټ کي اوس درې نوري کمپنۍ را پيدا سوي دي، او قريب يو بيلون خصوصي پانگه يې ور جلبه کړېده.  خو بيا هم، افغانستان نن سبا په نړۍ کي تر ټولو ملکونو وروسته پاتي هېواد دى، او حکومت يې په بډو او  ادارې فساد کي تر غوږو پوري کي ډوب دى.  د افغانستان اقتصادي ستونزي بېشماره دي. د مخدره موادو کر او قاچاق اقتصاد او اداره فساده کړې ده.  همدا بد شرايط د طالبانو د رشد او پرمختگ لپاره شيدې او غوړي دي. 

د واشنگټن ټايمز اخبار ليکي: ځيني غربي دپلوماتان او مبصرين گومان کوي چي د اشرف غني د ښو مفکورو او هلو ځلو  سره سره به انتخابات حامد ک زى وگټي، ځکه هغه پدې وروستيو مياشتو کي د خپلو مخالفانو سره انواع و اقسام معاملې کړي دي.  خو اشرف غني د هغوى اټکل په کلکه ردوي او وايي،" همدا غربي مبصرين او دپلوماتان په خپلو سفارتونو کي راايسار او کلا بند دي."   هغه زياتوي، " نن ورځ هيڅکوک لدې څخه انکار نسي کولاى چي اصلي پرابلومونه کوم دي.  هغه وايي، زه ح امد کرزي ته د مادي منابعو په زور او مټ چلنج نه سم ورکولاى، بلکي هغه ته د مفکورو او کار او خدمت په ساحه کي چ نج ورکوم."  هغه وايي: د بهرنيو چارو د پخواني وزير ډاکټر عبدالله سره د يوه سياسي شراکت د مفکورې مخالف ند . 

د ماليې د وزارت په ترڅ کي، ښاغلى غنى اصلاحات را وستل او انکشافي پروژې يې تشويق کړې.  هغه نوي پيسې چاپ کړې، او د گمرکاتو عايدات يې د مرکزي دولت تر کنټرول لاندي راوستل.  اشرف غني  دغه راز پخپل وزارت کي حساب وکتاب او شفافيت راوست.  يو وخت يې حتى پرته له معاش څخه کار کاوه. له وزارت را وروسته، د کابل پوهنتون ريس وو.  په ٢٠٠٦ کي، د ملگرو ملتونو د سرمنشي د مقام لپاره ونومول سو.  هغه په بين المللي ټولنه کي يوه پېژندل سوې څېره ده.  ښاغلى غني  په علمي او سياسي مرکزونو کي څېړني کوي، کتاب ، مقالې، او په اخبا ونو کي تبصرې ليکي.

په امنيتي ساحه کي، اشرف غني د ولسمشر اوباما پاليسي او مفکوره غوره گڼي.   هغه وايي د امريکا اوسنى حکومت د جنگ او سولي لپاره روښانه او منظمه پاليسي لري.   د اوباما ادارې پر افغانستان او پاکستان  باندي فوکس کړى دى، او هم يې د اولسي خلکو سره د روغي جوړي سمه فيصله کړېده.  هغه ټينگار کوي چي بمبارۍ او د ملکي خلکو وژل ماتي حتمي کوي.  هغه زياتوي، " يوه اشتباه کولاى سي چي د ياغيانو پر خلاف د مياشتو مياشتو خوارۍ عبث او بې اثره کړي."

 هغه وايي که انتخابات وگټي، د طالبانو له استازو سره به خبرو ته کښېني."  اشرف غني زياتوي: کېداى سي چي اکثره طالبان او ياغيان د يوه کار په ورکولو راضي سي.  م گر د هغو سرټمبه جنگياليو سره  چي د دولت ړنگولو ته يې ملاوي تړلي دي، د هغوى سره بايد د قوت له دريځه معامله وسي." 

ورځپاڼه زياتوى: که څه هم هيڅوک د اشرف غني د فکري قوت څخه انکار نه کوي، خو هغوى دېته حيران پاته دي چي هغه به دونه زور او واک له کومه کړي چي هم د طالبانو چاره وکي، او هم د امريکا په پيسو مست او شتمن جنگسالاران پر گونډو کي.  دغه راز، په کليوالي سيمو کي د هغه د اثررسوخ په اړه هم اندېښنې موجودي دي. 

که څه هم اشرف غني په امريکا کي ډېر وخت تېر کړى دى، خو اوس پخپل کور کي په افغاني جامو کي ناست، او د دې وطن بچى ښکاري.  د هغه د ناستي په کوټه کي د افغاني دود او رواج سره سم، دواړو خواوو ته توپکان ځړېږي.  د ورسۍ اته هلته د غولي د ونو تر سيوري لاندي يو سپى شا و خوا گرځي. 

اشرف غني ادعا کوي چي افغانان باخبره خلک دي. که څه هم بې سوادي  ډېره جگه ده، خو سياسي شعور هم جگ دى ځکه پدې ديرشو کلونو کي سياسي ثبات او کراري چا په سترگو نده لېدلې.  هغه وايي، " عادي افغانان هره ورځ څلورو راډيوگانو ته غوږ نيسي.  موږ افغانان نه بېخبره يو، او نه هم احمق."