ګارډین:بریټانوي سرتیري له زیات خطر سره مخ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26709

دخبریدو نیټه : 2009-06-13

ګارډین:بریټانوي سرتیري له زیات  خطر سره مخ دي

سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

د ب یټانیې ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنوب کې د بریټانوي سرتیرو د ماموریت خطرناکتوب او پیچلوالي ته اشاره کړي او په دې اړه یې یو مطلب  خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې بریټانوي سرتیري په افغانستان کې د نورو ټولو میشتو بهرنیو سرتیرو په پرتله له زیاتو ګواښونو او خطراتو سره مخ دي او په دې جګړه کې د هغوي په اوږو دروند بار ایښودل شوی دی.
ګارډین ورځپاڼه په افغانستان کې د میشتو امریکايي قوماندانانو له وله لیکي چې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د وسله والو بریدونو په کچه کې اویا سلنه زیات والی راغلی او ښایې جګړه نوره هم شدیده شي.
ګارډين  لیکي چې په متوسط ډول په هلمند کې د بریټانوي سرتیرو پر وړاندي هره ورځ یولس حملې کیږي چې د حملو دغه کچه په هلمند کې د افغانستان د نورو سیمو په پرته بي ساري لوړه ده.
ګارډين په هلم ند کې د میشتو بریټانوي قوماندانانو څخه په حواله لیکي چې د افغانستان جنوب او په خاصه توګه هلمند ته به د نویو امریکايی سرتیرو په راتګ سره د دغو بریدونو کچه کمه شي او د بریټانوی سرتیرو پر اوږو ایښودل شوی بار به هم سپک کړای شي.
هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې د طالبانو د فعالیتونو تر څنګ د نشه یې دا وګانو قاچاقبر هم ډیر فعال دي.
ګارډین لیکي چې په هلمند کې میشتې د طالبانو یو شمیر کړۍ غواړي چې له دولت سره یو ځای شي او که چیرته دغه کار په ریښتیا هم صورت ومومي نو تر  ډیره حده پوري به په هلمند کې د بغاوتونو کچه ا ټیټه شي او حالات به د کنترول تر پولي ورسیږي.