اميراوفقير۱۱

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26755
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-14


آرتر  هندن
مايلز او ادوارد شپه په  هوټل كښې تيره كړه او بله ورځ   سهار وختي روان شول.
 ما څپښين ؤ چې  دوي د يوې غونډۍ سر ته وختل ، مايلز ودريد.  يو لوى كو ته يى اشاره وكړه چې د ونو په مينځ كښې ؤ او ويى ويل : " هلته ! هغه كور ! داسى لوى كور دى كله مخكښې چيرته ليدلى دى ؟ هلته پنځوس خوني دي او له مونږ سره شل تنه خادمان وو.اى هلكه سوچ وكړه . شل خادمان !"
له غونډۍ نه را ښكته شول : " وكوره ، هلته كنيسه ده چى مونږ به  هره يكشنبه هلته تللو. هلته يو هوټل هم شته . هيڅ شى بدل شوى نه د ."
دواړه مايلز او ادوارد د يوى لويى دروازى له مخې تير شول : " دا د هندن هال دى . څومره خوشحاله يم چى بيا د ته راغلى يم ! څومره به زما په ليدو خوشحاله شي !"
مايلز له خپل آس څخه   ټوپ واچولو او له ادوارد سره ي   مرسته وكړه چى  هغه هم ښكته شي .بيا يى د كور په خوا منډه واخيستله.
هلته يو ځوان د ميز خوا ته ناست ؤ .
مايلز غږ وكړ :" آرتر ! ووايه چې زما په ليدو خوښ شوى . ښه پلار مې چيرته دى ؟"
دغه ځوان پا س وكتل او ويى ويل : " ته څوك يى ؟"
" زه مايلز يم او ته زما ورور آرتر يى . زه جنګ ته  تللى وم او اوس پس له اوو كالو بيرته راغلى يم ."
" زما ورور مايلز درى كاله د مخه په جكړه كښى مړ شوى دى . له فرانسى نه راته يو ليك راغلى ؤ او دا پكښې يكل شوي وو چى ورور دى  مړ شوى دى ."
" دا خبره سمه نه ده! پلار مى راوغواړه ، ښاغلى روبرت ! پلار مى چيرته دى ؟ هغه به ما وپيژني ."
" ښاغلى روبرت مړ شوى دى ."
"  نوكران راوغواړه - اوه كاله د مخه هغوي  دلته وو. هغوي به مى وپيژني."
" نوكران ټول نوي شوي دي . هغه پخواني نوكران اوس دلته نشته ."
" تا ټول ايستلي دي ! اوس پوه شوى ! تا زما د راتلو سمه آمادكي نيولى وه . هيڅ چا ته حاجت نشته چې ما وپيژني ! هيڅ  چا ته حاجت نشته چې څ ه  ووايي : دا مايلز هندن دى . ليكن د   آغلې اديت به په ياد يم ."
آرتر وويل : " آغلې اديت پوهيږي چې ماي ز هندن مړ شوى دى . هغى هم هغه ليك لوستى او ليدلى دى ، هغه به ډير ژر زما ميرمن وي ."
" داسى ښكاري چې دا ليك تا پخپله ليكلى دى ! او هغه دى خبر كړې چې زه مړ شوى يم ."
مايلز په خونه كښې د خپل ورور په طرف منډه واخيستله . " تا زما كور اخيستى  دى ، تا زما ځمكه اخيستى ده ؛ او اوس غواړې چې آغلى اديت چى بايد زما ښځه وى هم واخلى !"
ارت   يى ټيله كړ او پر  ځمكه يى ګذار كړ.
آرتر غږ وكړ : " مرسته ! مرسته ! نوكرانو د آرتر چيغى واوريدې او په م نډه منډه خونى ته راغلل ، مايلز او آرتر يى بندي خانې ته بوتلل.  ( ادامه لري )