اميراوفقير ۱۲

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26762
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-14

       
 په بندي خانه كښې     (12)
ادوارد او مايلز  په بندي  خاني كښې بنديان شول.
ادوارد پوښتنه وكړه : " څومره موده به دلته پاتې كيږ و.؟"
" دلته به د قاضي تر راتلو پاتې يو . قاضي  به د آرتر خبرى واوري او بيا به قاضي حكم صادر كړي."
ادوارد پوښتنه وكړه : " د څه شي حكم ؟"
"  كيداى شي فكر وكړي چې  ته او زه دواړه  ليونيان يو  نو زمونږ د وهلو امر به وكړي  او بيا به مو له وهلو نه پس خوشى كړي."
ادوارد وويل : "  ما به وهي  ؟ پادشاه ؟"
دوي دواړو  دروازى ته نژدى يو غږ واروريد. دروازه بيرته شوه او يو سړى ننوتلو . يو څه خواړه يى راوړل او د ميز د پاسه يى كيښودل . بيا ، كله چى يى مخ واړاوه چى بيرته لاړ شي ، د مايلز مخ ته يى نظر واچولو ، او ودريد.
مايلز غږ وكړ : " باسيل ! باسيل ! باسيل ! كله چى زما پلار ژوندى ؤ نو تا به زمونږ  په باغ كښى كار كولو ."
" طبعا ، ب ى ! دا ښاغلى مايلز دى . نه : ممكنه نه ده . ښاغلى مايلز خو په جنګ كښى مړ شوى دى ."
" مړ شوى نه دى  . زما ورور رتر له ځانه يو ليك ليكلى ؤ چى زه مړ شوى يم ځكه چې هغه غوښتل زما ځمكه ، جايدات ځانته واخلي او زماله  محبوبى آغلې اديت ځانته واده كړي  . اوس زه بيرته كورته راستون شوى يم ."
" ښاغليه مايلز ، زه خوشحاله يم چى بيا له تا سره وينم . ستا ورور آرتر ډير خراب سړى دى . هغه ټول پخواني  نوكران رخصت كړي دي. زه به ټول خبر كړم چى ته بيرته راغلى يى ."
مايلز وويل : " نه ! نه ! هيڅ چاته به نه وايى چې زه بيرته راغلى يم.. كه ورور مى شك وكړي چى د ته چا پيژندلى يم ، نوكله چې له بندي خانى نه ووځم هغه به  خپل سړي  راوليږي او ما به ووژني ."
سيل وويل : " هو! هغه دا كار كوي ."
مايلز وويل : " كله چې له بندي خانى نه آزاد شم ، لندن ته به لاړ شم ، هلته مى ملګري دي . ښاغلى همفري مارلو چى د وستمنستر په قصر كښى  د عسكرو مشر يعنى قوماندان دى ، او هغه په فرانسه كښى ؤ . هغه خبر دى چې زه په جنګ كښې مړ شوى نه يم . او هلته نور كسان هم شته . هغوي ته به لاړ شم، هغوي به پادشاه ته لاړ شي او زما كور او ځمكه به بيرته راكړي. زما تر بيرته راتلو  پورى هيڅ چا ته څه مه وايه ."
ادوارد وخندل او ويى ويل : " پادشاه ! پوښتنه ترى وكړه چى اوس پا دشاه څوك دى ."
باسيل وويل : " هنري پادشاه مړ شوى دى . خلك وايى چى امير ادوارد تر اوسه پورى تاج پوشي نه ده كړې خو نژدى ورځو كښې به د تاج پوشۍ مراسم تر سره شي ، او دى به پادشاه شي.
ادوارد غږ وكړ : " له دى بندي خانى نه بايد و تښتو ! زه بايد لندن ته د تاج پوشۍ لپاره لاړ شم ."
قاضي د آرتر خبرى واوريدى .
ويى پوښتل : " دا سړى څوك دى ؟"
آرتر وويل : " نه پوهيږم ، څنګه كيداى شي چې پوه شم ؟ امكان لري چى دى غل يا سوالګر وي ، او هغه ليونى دى . فكر كوي چې د مايلز ورور دى  چى درى كاله د مخه په جكړه كښى وژل شوى ؤ . او ماته ويل شوي دي چى  دا بل هلك چې ورسره دى د هغه په شان ليونى دى ، فكر كوي چى پادشاه دى ."
" " دا سړ   په  ډنډه ووهى چې پوه شي اوځانته  بهتره ملګري  غوره كړي ."
مايلز غږ وكړ : " نه ! صاحبه . دا هلك ډير وړوكى او كمزورى دى : هغه بيمار دى . دده پر ځاى ما ووهۍ !"
قاضي وويل : " همداسي به وي څرنګه چې  ته غواړې ."
م ايلز يى وواهه : او هغه يى په ډنډه وواهه . خلك راغلل چى دا صحنه وكوري ، دوي ځينى شيان دده خواته  ګذار كړ   . ادوارد مخكښې ودريد او غږ يى وكړ : " شا ته شۍ ! دا زما دوست دى . زه تاسى ته امر كوم چې شاته شى او مخكښې مه اځۍ !
خلكو وخندل او داسى يى وويل : دا خو ډير زړه ور هلك دى ، او خپل دوست ورباندې ګران دى ." 
خلكو بيا ځيني شيان په مايلز واچول -  خرابې هګۍ او ورستې ميوې - خو ډيرى نه .
په دى شان مايلز ټوله ورځ په تكليف او عذاب كښې تيره كړه. د شپې له خوا باسيل راغى او دوي ته يى خواړه راوړل ، بيا مايلز له بندي خانى نه خوشى شو .
مايلز او ادوار د لندن ته د تللو د پاره تياري ونيوله . ( ادامه لري )