واشنگټن پوست: د ایراني اصلاح غوښتونکو خوابدون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26775

دخبریدو نیټه : 2009-06-15

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه


واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی، د ایران پخواني جمهور ریس محمود احمدی نژاد د شنبی په ورځ دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې بریالی اعلان شو، مگر په هغه وخت کې چې په ملی تلویزیون کې ئې خبری کولی دتهران په یوشمیر سیمو کې مظاهری روانی وی. هغه دا بری د ایران لپاره یو نوی پیل اعلان کړ.

دمیرحسین موسوی چې په دغو انتخاباتو کې ئې ماتی خوړلی ده، پلویانو تیږی گوزارولی، دپولیسانو سره ئې نښتی کولی او ټائرونوته ئې اورونه اچول چې دا په ډیرو کلونو کې په تهران کې ډیره بده بلوا وه.

دواشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی چې دایران دکورینوچا و وزارت چې احمدی نژاد ئې کنټرولوی، اعلان کړه چې هغه په دوه شپیتو اعشاریه شپږفیصده رایو سره په لومړی پړاو کې بریالی اعلان کړ.

دهغه سیالی مهم سیال مسوی څې کم څه څلوردیرش فیصده رایه گټلی دی. شپږڅلویښت عشاریه دوه میلون کسان درایه ورکولو مستحق ووچې له دی جملی نه شپږاتیا فیصدو ئې رایه ورکړیده چې دا په انتخاباتو کې بی سا ی گډون و.

واشنگټن پوست ورځپاڼه وائې، دانتخاباتو دنتیجو داعلانولوسره احتجاجونه پیل شول چې ټول ورځ وان وو. دسعادت اباد په سیمه کې چې دمنځنی طبقی خلک پکی اوسیږی، کورنی په لارو کوڅو کې کتارکتار ولاړی وی مظاه ه کوونکو ته ئې چکچکی کولی او دا شعارونه ئې ورکول چې مرگ دی وی په ډیکټاټور.

ورځپاڼه لیکی چې داحمدی نژاد بیا انتخابیدل به امریکا دنوو ستونزو سره مخامخ کړی. امریکا په ایران باندی فشارراوستی دی چې خپل اتمی پروگ ام وځنډوی چې انتقاد کوونکی وائې، کیدای شی چې په اتمی وسلو کې ورنه کارواخلی مگر ایران وائې، اتمی پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدولپاره دی. احمدی نژاد په خارجې روابطوکې جنجالی دریځ هم غوره کړی دی.

واشنگټن پوست و ځپاڼه لیکی چې احمدی نژاد په قدرت کې وی، دایران او امریکا ترمنځ دخبرواحتمال لاتراوسه شته. هغه څوځلی دا خبره کړیده چې دارنگه خبری غواړی. توقع نه کیږی چې په اسرائیلو باندی دهغه په لفظی حملو کې بدلون راشی.

 
م یر حسین موسوی
 
دنیتجو داعلانولو نه وروسته داوباما حکومت وویل، په انتخاباتو کې دټگی برگی په تو ونوباندی غور کوی. دبهرنیو چارو وزیری هیلری رادم کلنټن وویل، موږ په ایران کې حالت څاروو مگر موږ ددرستی نړۍ په شان انتظار اوباسو او څارنه کوو چې دایران خلک څه پریکړه کوی.

سپینی ماڼۍ یوه لنډه غوندی اعلامیه خپ ه کړه چې په هغې کې هغه قوی بحث اواحساسات په خاصه توگه ځوانانوپه دغه انتخاباتو کې څرگند کړل، ستائل شویدی مگر دهغو رپوټونو په باره کې اندیښنه څرگنده شویده چې دټگی برگی په باب ورکړل شویدی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه یکی چې په تهران کې دښاغلی موسوی ځای ځای گی ندی معلوم. دامنیتی چارو مامورانو هغو خبریالانوته اجازه ورنکړه چې دپخوانی کاندید مطبوعاتی کنفرانس ته روان وو. دوی وویل، غونډه فسخ شوه . یوشمیر خبریالان ډوبول شوی هم دی.

احمدی نژاد په هغې وینا کې چې دجمهوری ریاست له ماڼۍ نه ئې وکړه چې دکارگری طبقی دیوقهرمان په حیث ئې مبا زه کړیده، هغه کسان وستائل چې په دغو انتخاباتو کې ئې په گڼ شمیر سره برخه اخیستی وه. هغه دغه انتخابات آزاد او عادلانه وبلل.