ولور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26788
جلالزي
دخبریدو نیټه : 2009-06-16

ولور

د ميرويس جلالزي ليکنه


زمونږ په کلې کې  خو ځکه ډیر ځوانان بي ګوژدی لنډغر لنډغر ګرځیدل چې لاسونه یې تش ول، ولورونه   پورته او د جنکیو پلرونه  هم ظالم ان.
ستونزمنه  وه چې یو ځوان په تشو لاسو د خپل ژوند شریکه را په کور کړي او دا زمونږ د کلیوالو  په مینځ کې اوس یو دود وو چې ځوانان به یې د ولور ګټلو لپاره بهر ته  تلل غربي هیوادونو ته نه، ځکه  چې خرچه یې ډیره وه او د کلیوالو له وسه وتلی خو قطر، عمان، ، دوبۍ، پاکستان او د خلیچ یو شمیر  نورو هیوادونو ته به تل .
دیرش څلویښت زره افغانۍ به لګیدي، دومره پیسې  به په  کلي  کې په  ګروۍ او یا پور مور هم تر لاسه کیدلای شوای پیروګی د ملامیرامد اکا زوی وو.

میرامد اکا هم ځواني ټوله په دربدریو کې  تیره  کړي وه، له مریړزانو سره یې خاصه مینه وه خو اوس  یې د پخواني روزګار غمونه   لا هم د ګونځي ګونځي مخ په  تاخچو کې له لري ښکاریدل
پیروګی د دیرشو کلونو وو بدبختي ېې په نصیب وه ښځه یې نه وه.

له خپلو کریبانو  سره ت   ډیرو  خوږو اوترخو  وروسته  په دې قانع  شو چې ریښتیا یې هم عمر تیر دی، همځولي ځوانان  یې  ټول ودونه او غټ غټ ماشومان  لري خو دی تر اوسه هم بي  ناموس بي ناموس ګرځي دغو خبرو  دی اړ ایستل  چې بهر  ته  ولاړ شي او د خپلې  کوژې  پیسې  وګټي، د پلار جب خو یې لا له کلونو کلونو را پډې خوا د موږ کانو د زغاستي په ډګر بدل شوی وو.


د دوشنبې یو روڼ سهار وو، مور یې  تر قرانشریف ویوست، کلیوال ورس ه  تر پورته هدیرې ډله  ولاړل، خدای په اماني یې  ورسره وکړه او بیا د ښار  په لور او له هغه ځای څخه د  پاکستان  کویټې ښار ته  ورسید.
هغه قاچاقبر یې وموند چې دی یې د ایران له لاري دوبۍ ته رساوه.

دوه ورځي یې له هغه  سره په کویټه کې  تیرې کړي او بیا یې یو ماښام د هغه  سمندر څنډي ته  ورساوه چې ترینه د لانچونو (کوچنیو بیړیو) په  مټ قاچاقبر خلګ د خلیج ملکونو ته استوي.
لانچ ودرید  او پیروګی له خپلو څو نورو هیوادوالو سره چې د دوي د سیمې او ژبې سره بلد نه وو، ښایې د افغانستان د  شمالي ولایتونو به ول، لانچ ته ور وخيژول شول.

قاچاقبر  ټولو ته وویل چې توکل په خدای  کړي او دری  ساعته پس به د دوبۍ څ نډو ته ورسیږي او بیا به یوه غرنۍ سیمه کې تر دوه ساعته  مزل وروسته  خپلې  موخې  یعني د  دوبۍ مرکز ته ور واوړي.

د کوچني لانچ ماشین  چالان  شو، یو پنډ تور رنګی او د غوټو پیړو بریتونو  خاوند  د لانچ جلو ته ناست وو
د سګرټ لوخړو یې د لانچ په یوازنۍ کوچنۍ  کوټه کې د چا نفس وچاوه.
لکه  د وریځو په ان ، شین دود وو، آکسیجن په ډیر ندرت پیدا کیده.
پیروګی په چرت کې  ناست وو، لانچ په چټکۍ اوبو څیرلې دوه نیم  ساعته پس  لانچ په ریښتیا هم هغې غرنۍ  سیمې  ته  ور ورسید چې په اړه یې  قاچاقبر په ایران کې  پیروګي دوي ته ویلي وو لانچ ودرید او قاچاقبر پیروګي او شپږو نورو کسانو ته چې په لانچ  کې یو ځای له ایران څخه راغلي ول وویل، ځوانانو دغه غرنۍ  سیمه  به  په  منډو منډو شا ته پریږدۍ پیروګی او ورس ه  شپاږ نور کسان په منډه  منډه د غره د هغې څوکې په لور ور روان ول چې  قاچاقبر ورته په نښه کړی وو هغوي لا  موخې ته نه وو رسیدلي چې د پولیسو په یوه ګزمه ور برابر شول پولیس ښه پوهیدل چې دوي ناقانونه دي لاسونه یې ور ځولانه کړل
او د جیل په لور یې  وخوځول پولیسو ویل چې دوي د ایران پوله ساتونکي دي  پیروګی او ورسره د سفر  ملګري یې  د ایران په خاوره کې  نیول شوي ول .

قاچاقبرو هغوي په سمندر کې دوه نیم  ساعته  ګرځولي وو او وروسته  یې بیرته د ایران  د سمندر په یوه څنډه  کې پلي کړي ول له هغې ورځي تر اوسه د پیروګي احوال بیا  کلي ته را نه غی ,مور او پلار یې تر اوسه هم د هغه د راتلو په تمه  دي.