اميراوفقير۱۳

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26841
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-18

د حقيقي پادشاه تاج په سرول
كله چې مايلز او ادوارد لندن ته ورسيدل نو ويى ليدل چې هلته په سړكونو د خلكو ډيره ګڼه كوڼه ده . په كورنو باندى بيرغونه ځوړند وو.
دوي دواړه هوټل ته ننوتل  چې څه وخوري . كله چې له خوړلو خلاص شول . ادوارد وويل : " يو قلم او كاغذ راته راوړه . غواړم يو ليك و يكم. "

مايلز په خندا وويل : " چاته خط ليكى ؟ پادشاه ته ؟ هغه نن ليكونه نه لولي !نن د هغه د تاج پوشۍ مراسم تر سره كيږي ."
ادوارد كيناستلو ، قلم او كاغذ يى مخې ته پراته  د فكر په عالم كښې ډوب شو . " څه وليكم تر څو دا لوى او ستر مشران زما په  خبره باور وكړي ؟  په څه چى زه پوهيږم او توم نه شي كولاى په هغه پوه شي ؟ يو ى چى په دنيا كښې ورباندې   څوك نه پوهيږي ؟ هو ! هلته يو شى دى !

 يو څو كلمې يى وليكلى او ويى ويل : " راځه چې د ويسمنستر قصر ته لاړ شو."
مايلز او ادوارد د ويسمنستر د قصر دروازې ته ورسيدل .د هيواد ټول ستر  خصيتونه او ميرمنې  د وستمنستر په رهبانګاه كښى سره راټول شوي وو -  دا د ويستمنستر په قصر كښې هغه ځاى دى چى  د ټولو  پادشاهانو او ملكو د تاج پوشۍ مراسم پكښې تر سره كيږي.
توم د خپلو نويو جامو د اغوستلو دپاره تيار ؤ ، دى په دى جامو كښى د وستمنستر قصر ته د تاج پوشۍ د پاره تللو . له ده سره هورتفورد ، لورد سومرست او او د هيواد نورحاكمان  ملګرى وو . ښاغلى همفري مارلو له دروازى سره نژدى ودريد چې  هغو عسكرو ته اوامر وركړي چى له امير سره  به   رهبانګا( كنيسى ) ته بدرګه    راتلل.
هلته له  دروازى  سره نژدى شور ماشور ؤ . چيغې سورې او د جكړو آوازونه  وو . ښاغلي همفري په خپلو سړو كښى يو تن ته مخ راواړولو : " لاړ شه او ځان پوه كړه چې څه پيښ شوي دي ."
دا سړى  لاړو او په منډه بيرته راغى . " هلته يو سړى دى _ او ورسره يو هلك دى. دغه سړى وايي چى دى مايلز هندن دى ؛ او هغه هلك وايي چى ورسره د پادشاه د پاره يو ليك دى . فكر كوم ليونى دى . وايي چې دى پادشاه دى ."
ښاغلي همفري وويل : " مايلز هندن ! هغه ډير زړه ور سړى  او يو ښه عسكر دى. هغه  هلته د قصر ه دروازى سره په جكړه كښې څه كوي ؟"

توم وړاندې شو : " تا وويل چى يو هلك دى ؟ _ له هغه سره كوم ليك شته؟"
" هو ! صاحبه ."
" ماته يى راوله ."
ښاغلي همفري وويل : "  ليكن ، صاحبه _ "
" زه امر كوم ! دننه يى راوله ."
م ايلز او ادوارد هغى خونى ته راوستل شول چى توم او ستر شخصيتونه هلته ناست وو.

كله چى ادوارد خونى ته ننوتلو، توم منډه كړه او بيا په كونډو شو.
ويى ويل : " ښاغليه ! والله چې په مناسب وخت كښې راورسيدى !"
لورد ه تفورد وويل : " لكه چې د ليونتوب  دوره ورباندى بيا راغله، څه كوى ؟ "
ادوارد ولكيد او توم يى اوچت كړ ، دواړه څنګ په څنګ ودريدل .
ښاغلي همفري وويل : " دا هلك راونيسۍ !" د ادوارد خوا ته يى اشاره وكړه . بيا يى مايلز ته مخ راواړو .

" مايلز ، دلته څه كوى ؟"
لورد هرتفورد وويل : " ودريږه !د دواړو څيرو ته ځير شه . دواړه څي ې يو شان ښكاري ، زه هيڅ باور كولاى نه شم..... نه پوهيږم چې څنګه فكر وكړم . كيداى شي دا امير چى دلته دى ليونى به نه وي . كيداى شي دى به اصلي امير نه وي ."
لورد سومرست وويل : " آيا داسى كوم سوال شته چې له دى هلك څخه يى وكړو ، چى د حقيقت په پيدا كيدو كښې  راسره مرسته وكړي ؟"
لورد هرتفورد  د ادوارد لور ته مخ راواړو اوله ده نه يى   د هنري پادشاه ، د قصر او د هغو كسانو په باره كښى چى په قصر كښى يى كار كولو   يو په بل پسى څو پوښتنى وكړى 

لورد سومرست وويل : " كيدى شي دى به په دى ټولو شيانو پوهيږي، خو  دى  به اصلي امير نه وي .
توم وويل : " په هغه ليك كښې څه ليكل شوي دي ؟"
لورد هرتفورد هغه پاڼه واخيستله او ويى لوستله :
                                ;                               &n bsp;  هغه ستر مهر چيرته دى ؟
توم ته يى مخ را واړو : " صاحبه له  څو ورځو راهيسى درنه دا  پوښتنه كوم او ته ځواب نه راكوى ."
توم وويل : " زه نه پوهيږم  چې دا دا ستر  مهر څه شى دى . او زه په دى هم نه پوهيږم چى دا مهر چيرته دى "
ادوارد وويل : " هلته زما په كوټه كښى د زره دارى دريشۍ د كرتۍ په جيب كښې يى ولټوۍ   ، تاسى به يى هلته پيدا كړۍ ."

توم غږ وكړ : " آه  هغه ! هغه كرد  دروند شى ! _ "
لورد هرتفورد غږ وكړ : " په هغه مهر دى څه وكړل ؟ راته ووايه ."   
" هغه مى د بادامو  د ماتولو د پاره استعمالولو ."
" د بادامو د م اتولو د پاره دى استعمالولو !" ټولو سترو شخصيتونو او حاكمانو اوږدى خنداګانې وكړى .                         
 ( ادامه لري )