سي بي اس: حکومتي چارواکي له طالبانو سره مرسته کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26873

دخبریدو نیټه : 2009-06-18

سي بي اس: حکومتي چارواکي له طا بانو سره مرسته کوي

سرچینه: د امریکې سي بي اس ټلویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکې سي بي اس ټلویزیوني چینل ویب پاڼي د افغانستان په اړه د خپلو مطالبو په خاصه برخه کې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه د کورنیو چارو د وزیر محمدحنیف اتمر وروستۍ څرګندوني خپرې کړي دي.
ښاغلي اتمر په یو شمیر  افغان چا واکو تور لګولی چې له دولت ضد وسله والو سره مرستې  کوي.
ښاغلي اتمر وروسته تر هغه دغه شکایت را پورته کړ چې تیره اونۍ په ټول افغانستان کې په ۱۲۶ پیښو کې د ۷۸ پولیسو او ولسي وګړي ووژل شول او د پولیسو او ملکي افغانانو په ګډون ۱۷۲ نور ژوبل شول.
سي بي اس له ښاغلي اتمر څخه په حواله لیکي چې په ډیرو نا امنیو کې کارول وي عناصر له بهر  څخه ملاتړ تر لاسه کوي او د کور دننه هم یو شمیر افغان دولتي چارواکي له ترهګرو او دولت ضد ډلو سره همکاري کوي.
ښاغلي اتمر په دقیقه توګه د هغو افغان حکومتي چارواکو نومونه په ګوتو نه کړل چې په دغو نا امنیو کې له طالبانو سره همکاري کوي.
سي بي اس لیکي  چې ښایې ښاغلی اتمر د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په څير هیڅ کله هم په دې قادر نه شي چې د دغو عناصرو نومونه رسنیو ته وسپاري.
علي احمد جلالي هم ادعا کړي ده چې د مخدره توکو په قاچاق کې د ښکیلو افغان چارواکو نومونه ورسره په یو لیست کې موجود دي خو د څو کلونو په تیریدو لا هم ښاغلي جلالي د دغو نومونو څخه یو هم رسنیو ته و نه سپارل.
سي بي اس وړاندي ه ښاغلي اتمر څخه په نکل لیکي چې د افغانستان په ۲۵  ولایتونو کې او اوس په یو شمیر شمالي هغو کې هم د نا ام نیو موج دوام لري او دوي هم په تیره اونۍ کې ۱۷۶ دولت ضد وسله وال وژلي او ۳۶ نور یې  ټپیان کړي دي.
ښاغلي اتمر د هوا بدلون او د مخدره توکو حاصلات هم هغه دوه عمده لاملونه وبلل چې د دولت ضد مخالفینو د بریدونو په شم یر کې د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کیږي.
سي بي اس په خپل دغه راپور کې وړاندي کاږي چې طالبان خپلې اویا سلنه مالي سرچیني له بهر څخه تر لاسه کوي او دغه مرستي د ترهګرو سازمانونو او یا د ترهګرو له ملاتړ کونکو سازم انونو څخه دوي ته ورځي.
اتمر  ویلي چې د ترهګرو د تمویل ټولي سرچینې   په اسلامي هیوادونو کې  شتون ري.
خو د طالبانو د  ډلي یوه نطاق ذبیح الله مجاهد د سي بي اس ټلویزیون ته ویلي چې د دوي د بریدونو په شمیر کې ځکه زیاتوالی راغلی چې ولسي ملاتړ یې زیات شوی او د نوموړي پر  وینا چې افغانان د امریکې او ناټو د لاس پوڅي فاسد افغان حکومت له ظلمونو تر ستونې راغلي دي.
مجاهد سي بي اس ته ویلي چې په ریښتیا هم طالبان له مسلمانانو م رستي تر لاسه کوي خو نه له مشخصو کسانو او نه هم له  مشخصو سازمانونو بلکه طالبان له افغانانو او اسلامي هیوادونو څخه مرستي تر  لاسه کوي.