لاسنجلس ټایمز: طالبان د هوايي بریدونو توان نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26907

دخبریدو نیټه : 2009-06-20

لاسنجلس ټایمز: طالبان د هوايي بریدونو توان نه لري

سرچینه: لاسنجلیس ټایمزورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د طا بانو پر وړاندي د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات هغه مسله ده چې لاسنجلیس ټایمز امریکايۍ ورځپاڼي په خپله و وستۍ ګڼه کې په دې اړه یوه لیکنه  خپره کړي ده.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم افغان او بهرني قوماندانان د بهرنیو سرتیرو  د عملیاتو  پر مهال د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي د را ټیټیدو د لارو چارو دموندلو په لټه کې دي، لا هم هره ورځ یو شمیر ولسي افغانان په هوایي بریدونو کې وژل کیږي او دغې مسلې د خلکو غصه را پارولي ده.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله د ترهګرۍ پر وړاندي په روانې  جګړې بدې اغیزې شیندي او د اوبهاما اداره غواړي په خپله نوي  ستراتیژي کې مسله  هواره کړي.

که څه هم له یوه اړخه د اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې د افغانستان لپاره د نور پوځي ځواک د استولو په اړه ویل شوي خو له بل پلوه د سرتیرو استول د عم یاتو د شدت مفهوم لري او بلاخره  د عملیاتو په شدت کې خامخا ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

لاسنجلس ټایمز لیکي چې له بارک اوبهاما څخه نیولي بیا تر  جنرال کرستل پوري ټول امریکايي مقامات د امریکې په نوي ستراتیژۍ کې د ملکي تلفاتو مسله په خپلو لومړي توبونو کې بولي خو هیڅ یو جنرال هم  د دغو تلفاتو را کمولو ته کومه اغیزمنه عملي لار په لاس کې نه لري.
ورځپاڼه وړاندي کاږي چې که چیرته اوس عملیات زیات شي نو خامخا به د م لکي افغانانو د  تلفاتو شمیر هم زیاتیږي.
لاسنجلس ټایمز دې مسلې ته هم اشاره کوي چې طالبان هم د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو د زغملو توان نه لري او د داسي لارو چارو د موندلو په لټه کې دي چې پرې د دغو عملیاتو م خه ډب کړي.
هغوي غواړي اوس له ولسي افغانانو څخه د جګړې په کرښو کې د ډال په توګه کار واخلي او د هغوي له مرګ ژوبلي څخه د ځان په لوري ګټه پورته کړي .

لاسنجلس ټایمز لیکي چې طالبان  د بهرنیو سرتیرو د عملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو له مرګ ژوبلي د بهرنیانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي چې خپلې دغې موخې ته د رسیدو لپاره یې تر اوسه اغیزمن ګامونه پورته کړي هم دي.

ورځپاڼه وړاندي کاږي چې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي مس ه هغه څه ده چې د افغانانو غږ جګولای شي او دغه شکایتونه بیا په بهرنیو سرتیرو سخت فشارونه راولي.

لاسنج س ټایمز لیکي چې که څه هم امریکايي او نور بهرني سرتیري په افغانستان کې د ملکې تلفاتو د شمیر د ټیټولو لپاره ژمن دي خو په عمل کې به دغه کار اسانه نه وي.