دناټوپوځي سازمان اودروسيې ترمنځ داړيکو خړپړتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26920
ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل
دخبریدو نیټه : 2009-06-20

  :
  دانټرنیټ دفارسی س چینوڅځه
کوم وخت چې د قفقازپه سیمه کښې لانجی اوشخړی رامنځته سولی  دغه لانجی اوشخړی د دې سبب وګرځېدل ، ترڅ و د ناټو او روسيې تر منځ اړيکي ويجاړی  سي او ددواړولوروترمنځ  د اړيکو د خړپړتیانخښي نښانې وليدل سوي .

ددی شخړو راورسته سمدلاسه د ناټو- روسيې دمرستی شورا خپل کاریې تر هغه وخته پوری وځنډه ول  ترڅو د وسيې هیواد خپل   ځواکونه يې دقفقاز دخاوري څخه را ونه ایستل اوپرشا نه کړل . اود بلې خوانه  روسيې هم دعکس العمل په ښودلوسره په  ناټوکې  خپل استازی راکوزین یې بېرته راوغوښتل،اوپه همدی ډول سره د (۲۰۰۸) زیږدیز کال دپاره پلان سوي ټوله هغه ګډ پوځي ازموینی ،مانوری اوتمرینات چې دروسیې اوناټودځواکونودخوا په ګډه ترسره کیدل هغه   هم وځنډه ول  سول، چي دغه ازموینه بايد په ټاکلی نیټی باندی د روسيې او ناټو لخواپه ګډه تر سره سوي وای  .

همدارنګه د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښي دقفقاز په باب د پرېکړي پر سر د لړ یدونو اختلافونه هم رامنځته سول ،اوبل مهمه مسئله په پولېنډ کښې د امريکااو پولينډ تر منځ د توغوندیوضد دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کېدو تړون وو،چې روسيه هغه ته د يوه خطر په ټوګه ګوري، اوکولای سوچې ووایودغه ټولی مسئلی د اړیکو دویجاړیدواوخړپړتیا نخښی نښانی بلل کیدی سي .

د روسيې او لویدیزو هيوادونو د اړيکو دویجاړیدواوخړپړتیا مسئله د یوشميرونوروهیوادونو دخواهم ملاتړوسولواولاهم دغه بهیرپرخپل ځای پاته دی  . په زياته بيا دپولېنډدهیواد اود یوشمیرنوروختیځۍ  اروپایی هيوادونودخوا، چې  دغه هیوادونه  همدااوس هم دروسيې فیدراتیف هیوادديویرغلګر امپريالسټي زبرځواک په توګه ګڼی .او هغه په دی  مانا سره چي روسيه  اوس مهال داهسی یودریځ یې ځانته غوره لکه داچې ددی تیاری لـــري چې دشـــوروي پر پخوانيوغــــړیو هــ يوادونواودختیځـــۍ اروپا پرپخوانیو سوسيالسټي هيوادونوباندي د بريد کولو په درشل کي وي  .

داخبره رښتیا ده چې د روسيې دځواکونو دخوا په قفقازکې دګرجستان پر خاوره د سویلي  اوسيتيااواپخازیا په  سيمو باندی هوايي بریدونه ترسره سول اوپه پایله کې دګرجستان دخاوری دغه برخی یې ترخپل واک لاندی راوست، چې دا کړنه هیڅکله هم د منلو وړ نه ده، اودا یوښکاره کړنه  اوتیری دی چې د روسيې  دهیواد تېری پر خپل ګاونډی هیوادباندی څرګنده کوي . دا خبره هم پر ځای ده چې امريکا او د اروپايي ټولني غړي هيوادونه د روسيې څخه د خپل عمل د بيرته سمولو غوښتنه کوي . خو دابه غلطه وي که لویدیځ هيوادونه هم د روسيې په ډول غېر منطقي او تر اندازې ډي عکس العمل وښهي . ځکه دا خو لاد پخوا څخه څرګنده وه چې روسيه يوه ستونزمنه ملګرې هیواد دی ، او په راتلونکی  کې به هم همدغه شانته وي . د لمړی  سره څخه لیدل کیدل چې دروسيې دولت د سویلي اوسيتيا او اپخازيا پر سریې  خپل لاس ايښی  وو. د ساکاشويلي دغه هڅه چې د زوردلاری  اود پوځي ځواکونو په مرسته به سویلي اوسېتيا بېرته د ځان کړی، دا هم يوه خطرناکه پرېکړه وه . او دا خبره ښايي هم څرګنده وه چې دهغه دغه پرېکړه به په يوې سياسي او انساني فاجعې سره پای ته رسيږي  .
اوس مهال د روسيې په  وړاندی  ويوې حقيقي اودقیق سياسي تګلاري ته اړتيا سته دی . ځکه نورنو روسيې ته بايد اجازه ورنه کول سې، چې دقفقاز په سیمه کې خپل سري وکړی . د قفقازدسیمی خپ واکي اومځکنۍ بشپړتيا په اروپا کې دامن او ثبات دپاره يوه اړینه  خبره ده   .
د بلې خوا څخه  وروسيې ته د يوه خطرناکه هيواد په سترګه کتل او په سياسي لحاظ هم د هغه منزوي کول يو بې مانا کار دی . ځکه چي د روسيې سره ګډ کار کول  دلویدیځو هیوادونو په ګټه هم ده . دروسیې هیواد دانرژي د يوې مهمي سرچینی په  توګه  او د اې ان د اټومي اوهسټوی پروګرام په مسايلواوپوښتنو کې د روسيې سره ګډ کار ډېر مهم دی . همدارنګه د افغانستان په بيا جوړولواوبیا روغاونی کې ، د منځني ختيځ په شخړو او دشمالي کوريا په لانجه کې هم د روسيې ملګرتيا اړینه  خبره ده .   
د قفقاز لانجه بايد د روسيې او دلوېديځو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د له منځه وړلو سبب ونه ګرځي . په دی ډول  دا په دې مانا نه دی چې د قفقاز په شخړه کښې و روسيې سياست اوپالیسوته ته سرکښته سي . بلکي د ريا یسټیک اودقیق  سياست د لاري د ستونزي هواری به د اروپا د خپلو ګټو د سياست کولو مانا ولري . ځکه روسيه يوازي د  حقيقي اوکلک سياست په ژبه پوهيږي اوبس   .

دشمالی اتلانتیک دپوځۍ سازمان ناټومشر، د روسيې سره د اړيکو د لاټينګښت غوښتنه وکړه :

د ناټو سرمنشي اعلان کړی ووچې دغه ټولنه د روسيې سره د خپلو اړيکو د غزيدو په هڅه کې ده.
پاپ دي هوپ شیفر همدا راز ويلی وو، د ګرجستان او اوکراين سره د ناټو مرستې ، روسيې ته د من و وړنه دي.               
نوموړي په هغه ليکنه کې چې د ايزوستيا په و ځپاڼه کې نشراوخپور سو، يادونه کړې وو: «ددغو دواړو هېوادونو (ګرجستان او اوکراين) دخوا د ناټو سره د مرستی  غوښتنه، د روسيې او ددغو هېوادونو پر اړيکو باندی ناوړې اغيزې نه سي ښندلای »            .
ددې پر عکس، شیفر په دې انددی چې ناټو غواړي ددغو هېوادونو (روسيې، اوکرائين او ګرجستان) ترمنځ د اړيکو په غزېدو کې مرسته وکړي  . 
اوکرائين او ګرجستان د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو څخه دي او اوسمهال غواړي چې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي او دا غوښتنه د روسيې د خواشينۍ لامل ګرځیدلې دی .
اوروسيې د دغو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د ناټو سره د روسيې په څېر مرسته وکړي.
دشمالی اتلانتیک دپوځۍ سازمان ناټو مشر هوپ شیفر همدا راز زياتوي : «ناټو په دې باندی ټينګارنه کوي چې په سيمه کې به امنيتي ستونزې په ېواځې توګه حل کړای سي».

د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د وزيرانو دشورا په شپاړسمه ( ۶ مه)غونډه کې پرکومومسائلوباندی خبراتری وسول؟ !
         د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د وزيرانو شوراپه شپاړسمه ( ۱۶مه )غونډه کې چې د (۲۰۰۸) زیږدیزكال د ډسمبر د مياشتي پر( ۴ او ۵ ) څلرمه اوپینځمه نيټه باندی دغړو هيوادونو د وزيرانو او سلاكارانو په ګډون ترسره سوه .
په كومو كلونو كي چې داروپا د امنيت او مرستی د تشكيلاتو اود دولت او حكومت د مشرانو عالي غونډي جوړي نه سي نو نوموړي ټولنه د كارونو د سمبال په موخه يو كال وروسته د وزيرانو د شورا غونډه ترسره كوي . 
د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكي اتو د سازمان د تاسيس اصلي موخه يا سبب د سړي جګړي په وخت كې د دوو پوځۍ بلاكونو ترمنځ  د ستونزو د اوارۍ دپا ه يوی لاری موندل وو ، نوموړي سازمان په پيل کې د ستونزو د حل دپاره سياسي او پوځۍ تدابير نيول .
نوموړي سازم ان نن ورځ د ورځنيو امنيتي ستونزو د اوارۍ دپاره هم په سياسي او هم په پوځۍ برخو كي او سربيره پردي په اقتصادي او د چاپيريال دمسائلو په څير په موضوعګانو باندی هم كار كوي .
د ډسمبر د مياشتي د ۴ او۵ نيټي په ترسره شوي غونډه كې د ارمنستان ، اذربايجان ، ګرجستان ، روسيي ، انګلستان ، المان ، فرانسي او يونان په څير هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون كړي وو .
د نوموړي ترسره شوي غونډي په چوكاټ كي د ناګوره نا كره باغ ، ترانسنيست يا ، سویلي اوسيتيا اواپخازيا د مسائلو سربيره د ګرجستان د نښتو نه وروسته د تركيي لخوا وړاندي سوي ووچې د فقاز په سیمه کې دسولی   او مرستی  د پلان دلومړني( ۵ ) پينځه اړخيزه تخنيكي غونډي پر پرنيسپونو او دم وخو په اړه خبراتری  ترسره سول .
په نوموړي غونډه كې د يادو سوو مسائلو سربيره د ترهګري سره د مبارزي ، دچاپيريال او د مدنيتونو د یو والی  د مسائلو په څير پر یوشمیرنوروموضوعګانو باندی هم خبري وسوي .
د ام يكي ، روسيي او فرانسي څخه د تخنيكي استازو او د اذربايجان او ارمنستان د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون په يوي غونډي کې د روسيې ، فرانسي ، اذربايجان او ارمنستان څخه د بهرنيو چارو د وزيرانو او د امريكا د متحده ايا تو نو د بهرنيو چارو د وزير مرستيال په کچه د مينسك د دوو جلا غونډو په ترسره كولو او په بل عبارت سره د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د شورا د غونډي په چوكاټ كې سره راغونډيدل د يو ښه راتلونكي په توګه ګڼل كيږي .
درسنیوپه حواله د غونډي په ترڅ كې يو بل مهم پرمختګ دا وو چې د قفقاز دپاره د سولي او مرستی  د پلان په چوكاټ كې د بهرنيو چارو د وزيرانو د مرستيالانو په کچه د روسيي ، ګرجستان ، ارمنستان ، اذربايجان او تركيي د هيوادونو ترمينځ ليدنه هم ترسره سوه .
د نوموړو ليدونو په ترڅ كې د قفقازدسیمی  دپاره د سولي او مرستی د پ ان په اړه د چارو د چټكتيا او د لړلیدونو د يووالي په اړه مهم بحثونه اوخبراتری ترسره سول .
د اذربايجان او ارمنستان او يا د تركيي او ارمنستان ترمينځ د ستونزو د اوارۍ دپاره هلي ځلي هم رامنځته سوي .
د نوموړي غونډي بنسټیزی موخی د تركيي او ارمنستان او يا داذربايجان او ارمنستان ترمينځ د اړيكو نورماله کيدل او وروسته بيا په سيمه كې د ثبات ټينګيدلوباندی بحث اوخبری وسولی . اود ستونزو د اواري په لاره كې دتركيي دهیواد  رول د ت سره سوي نوښتونو د امله د ځانګري اهميت وړ وبلل سوي .
دتركيي هیوادچې په سيمه كې د ټولو ستونزو د اوارۍ دپاره مثبت ګامونه پورته كړي دي د ارمنستان دخوا د اذربايجان د خاوري په يوی برخي باندي د يرغل د امله ډيره حساسه ده . تركيه په دي باندی ښه پوهيږي چي د تركيي او ارمنستان او يا داذربايجان او ارمنستان ترمينځ د ستونزو اوارۍ به د قفقاز د سيمي د سولی اوثبات په لاره كي يو مهم ګام وي .
د همدي امله په سيمه كې د سولي او ثبات دراوستلو دپاره دري واړه هيوادونو ته اړتیا  ده چي د موجودو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته كړي او د سوله ايزو خبراترو اومذکراتو د لاري د یوميز ترشا كيښني