د قرآن پا ك د قرائت فضيلت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26946
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-06-21

قرآن پاك د پاك خداى كلام دى. ددى كلام فضيلت لكه د خداى پاك فضيلت د هغه پر بندګانو دى. د قرآن پاك قرائت د هغه بهترين كلام قرائت دى چې د هغى دپاره د هر مسلمان ژبه په ح كت راځي.
وخت يو قيمتي سرمايه ده. په مسلمانانو كښى ډير داسى كسان شته چې خپل قيمتي وخت بيهوده او بى كټې ضايع كوي او له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي . زمونږ په هيواد او نورو ډيرو اسلامي هيوادو كښې د سريالونو او فلمونو كتل واج موندلى دى . دوي دا سريالونه ، فلمونه او د موسيقۍ پرګرامونه په ډير شوق او ذوق كوري او خپل قيمتي وخت له اسه وركوي.
زمونږ په هيواد كښې د تلفزيون ډير چينلونه خپورنې كوي ، په دى چينلونو كښې ښه مفيد پرګرامونه هم ته خو زياتره يى داسى پروګرامونه دي چې په علمي ، فرهنګي ، اجتماهي او ديني برخو كښې ډير كمزوري او څوك ترينه ګټه اخيستلاى نه شي.
هغه كسان چى خپل قيمتي وخت په بيهوده شيانو له لاسه وركوي ، كه دوي ځان ته متوجه شي او په څلورويشتو ساعتو كښې صرف يو ساعت د قرآن پك قرائت وكړي او ديني زدكړې وكړي نو دا به د دوي لپاره په ژوند كښې يو ستره لاس ته راوړنه وي او له دې سره به دوي د ذهني او فكري سكون احساس وكړي .
وخت په ډيره تيزۍ او تندۍ تيريږي او نه ودريږي .
يو شاعر څه ښه ويلي دي :
شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
د اوبو په څير تيريږي دريغه د يغه
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
هغه كسان چې د قرآن پاك قرائت نه كوي او يا د قرآن پاك قرائت ته غوږ نه ايږدي ، هغوي ته ښايي چې دى كار ته ملا وتړي او په څلورويشتو ساعتو كښې لږ تر ږه يوه سپاره قرآن ولولى ، كه دوي دا كار وكړي نو كولاى شي په مياشت كښى يو ځل د قرآن پاك ختم وكړي .
د قرآن پاك قرائت ډير فضيلتونه لري چى يو څو يى دا دي :
1- د قران پاك د قرائت اجر : حضر ت محمد (ص) فرمايي :
"من قرأ ح فاٌ من كتاب الله فله به حسنة و الحسنة بعشر امثالها "
څوك چې د خداى پاك له كتاب څخه يوحرف لولي ، د هغه لپاره يو حسنه ده او د هرى حسنې په مقابل كښې لس برابره وركول كيږي.
2- د قرآن پاك د حافظ فضيلت چى د قرآن پاك په لوست و او قرائت كښې ماهر وي : د اسلام پيغمبر محمد (ص) فرمايي :
" مثل الذي يقرأ القرآن و هو حافظ له مع السفره الكرم البرة ، و مثل الذي يقرأ القرآن و هو يتعاهد ه و هو عليه شديد فله أجران "
څوك چې قرآن لولي او د قرآن حافظ دى د هغه ځاى په جنت كښې له ملائكو سره لوړ او نيك دى ، او هغه څوك چې قرآن لولي او قرآن ته ډيره توجه كوي او په قرآن ټينګ دى د دوو اجرونو خاوند دى"
همدا شان فرمايي : د قرآن يار او همنشين ته د قيامت په ورځ ويل كيږي :
" اقرآ و ارتق و رتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرآ بها "
لوله او پورته ځه ، قرآن په قرائت سره هغسى ولوله څرنګه چې دى په دنيا كښې لوستلو ، ځكه چې ستا ځاى په جنت كښې د ورستي آيت له لوستلو سره دى .
3- د هغه چا اجر چې قرآن حفظ كوي :
" من قرآ القرآن و تعلمه و عمل به البس والداه يوم القيامة تاجاً من نور ضووه مثل ضوء الشمس ، و يكسى والداه حلتين لا يقوم لهما الدنيا ، فيقولان : بم كسينا هذه ؟ فيقال : بأخذ ولدكما القرآن "
هر څوك چې قرآن ولي او چا ته يى ور زده كوي او عمل ورباندى كوي د هغه د والدينو يعنى مور او پلار په سرونو باندى د قيامت په ورځ د نور تاج ايښودل كيږي چې نور يى لكه د لمر د نور په شان دى او هغه جامې ورته په تن كيږي چى په دنيا كښى ( د ګرانښت په خاطر ) قيمت ګذاري كيداى نه شي.او هغوي وايي : د څه لپاره مو دا جامې راته په تن كړي دي ؟ ويل كيږي : ددى لپاره چې تاسو خپل اولاد ته قرآن ښودلى او حفظ كړى ؤ.
همداشان حضرت محمد (ص) فرمايي : " الصيام و الق آن يشفعان للعبد يوم القيامة "
روژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت كوي .
د قرآن پاك د قرائت آداب :
د قرآن پاك د لوستلو او قرائت ځيني آداب په لادندې ډول دي :
* څوك چى طاهر او په اوداسه نه وي نو ښايي چى قرآن پاك لمس او قرائت نه كړي.
* د قرآن پاك له قرائت نه د مخه بايد پاكى جامى واغوستل شي يعنى جامى بايد پاكى او ستره وي.
* څوك چى د قرآن قرائت په حال كښې وي نو د كوم عاجل ضرورت يا ضرورى خبرى پرته دى قرائت نه قطع كوي.
* د قر ن قرائت كوونكى بايد د قرائت لپاره ذهني او فكري آمادكي ولري .
* قرائت كوونكى بايد د وعد او نعمت د آيتونو د لوستلو په وخت كښې توقف وكړي او خداى پاك ته دى لاسونه په دعا پورته كړي او له هغه نه دى د نعمت او وعد غوښتنه وكړي.
* قرائت كوونكى بايد د خطر د آيتونو د لوستلو په وخت كښى خداى پاك ته پناه يوسي او له هغه نه دى له هر خطر څخه د خلاصيدو دعا وكړي.
* د قرآن قرائت كوونكى دى د قرائت نه پس قرآن پاك په يو پاك لوړ ځاى كښى كيږدي او هيڅ وخت دى پر ځمكه نه پريږدي.
په يوه شپه او يوه ورځ كښې د قران پاك د قرائت اندازه : د حضرت محمد (ص) اصحابو ه ه ورځ د قرآن پاك قرائت كولو او اندازه يى تعينه كړى وه او قرآن پاك ختم يى هيڅكله له اوو ورځو نه په كم وخت كښې نه كولو.
د قرآن پاك فضيلتونه ډير دي ، خداى پاك دى مونږ ټولو مسلمانو بندګانو ته د قرا، پاك د قرائت توان ، توفيق او قوت وركړي ،خداى پاك دى ورته هدايت وكړي ، خداى پاك دى ورته په زړونو كښى د قران پاك د قرائت او لوست و شوق او مينه واچوي ، ځكه چې د قرآن د لوستلو او په قرآن د عمل كولو نه بغير هيڅ مسلمان خپل منزل مقصود ته سيدلى نه شي . د قرآن لوستل او په قرآن عمل كول د هر مسلمان لپاره په دنيا او آخرت كښې د سرفرازۍ ، نيكبختۍ او كاميابۍ هغه خوږه ميوه ده چې په بل هيڅ شى لاس ته راتلاى نه شي.
هرڅوك چې د قرآن پاك تعليمات د ژوند لارښود كڼي هغه هيڅ وخت نه بى لارى كيږي ، كوم مسلمانان چى بى لارى شوي او په غلطو لارو روان شوي دي دليل يى دا دى چې هغوي د قرآن په لار روان شوي نه دي او دا لار يى چى ښه لار ده هيره كړى او كمراه شوي دي . څوك چى د خداى او قرآن له سمى لارى نه كمراه شوي دي او په ناسمواو نا روا لارو روان شوي دي دا دهغوي غلطي ده اوايي چى خپلو غلطيو ته متوجه يچ ، خداى پاى پاك عفور او رحيم دى ، خو كه متوجه نه شي نو دوي به همداسى د كمراهۍ په كنده كې پاتې وي او د خداى پاك د عفو او رحم له فيض څخه به محروم پاتى وي.