ګارډين: د بګرام زندانن نوی ګوانتانام
و
سرچینه: د بریټانیې ګارډين ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی
د ګارډين بریټانوۍ و
ځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې د (( د بګرام امریکایی زندان، نوی ګوانتانامو)) تر عنوان لاندي یو مطلب خپور کړی
دی.
دغه مقاله وروسته تر هغه خپریږي چې په دې ورستیو کې یو شمیر رسنیو د بګرام په زندان کې له بندیانو سره د ام
ریکايی ساتندویانو د ناوړه او غیر انساني سلوک په اړه رپوټونه خپاره کړل.
ګارډين لیکي چې له یوه
۲۷ کلن را خلاص شوي بندي سره یې تر خبرو اترو وروسته موندلي چې په دغه زندان کې له بندیانو سره ناوړه سلوک
کیږي او دغه ناوړه چلند د افغانستان په دننه کې د هغو امریکايی زندانانو له بندیانو سره د ناوړه سلوک یوه ښه
بیلګه ده چې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته جوړ کړای شوي دي.
ګارډین لیکي چې د امریکې دولت اوس
غواړي په پینځوس ملیونه امریکايی ډالرو په بګرام کې اوسنی زندان پراخ او عصري کړي چې پکې به د هغو ۶۰۰
بندیانو تر څنګ چې اوس د بګرام په پخواني زندان کې ساتل کیږي په زرګونو نور زندانیان هم وساتل شي.
په بګ
ام کې د امریکايی سرتیرود وینا له مخې هغه کسان ساتل کیږي چې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په
تور نیول شوي دي.
ګارډين لیکي چې د بګرام په زندان کې یوازي هغه بندیان نه ساتل کیږي چې په افغانستان کې نیول
وي بلکې هغه کسان هم پکې ساتل کیږي چې د امریکایي سرتیرو له خوا د نړۍ په نورو سیمو لکه پاکستان او سعودي ع
بستان کې نیول شوي دي.
ګارډين وړاندي کاږي چې د بګرام زندان اوس د ګوانتانامو یوه کوچني انځور ته ورته
ښکاري چیرته چې هیڅ ډول نړیوال معیارونه نه پلي کیږي .
ورځپاڼه په بای کې د بریټانیې په لومړي وزیر ګورډن ب
اون غږ کوي چې د بګرام د زندان په اړه به د هغه دریځ څه وي په داسي حال کې چې پخواني لومړي وزیر توني بلیر د
بګرام زندان په دننه کې له بندیانو سره د امریکايي سرتیرو په سلوک څو څو ځلي نیوکي کړي وې.