سګرټ پلورونكى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27174
اکبربری
دخبریدو نیټه : 2009-06-29

سګرټ پلورونكى

د فلم پيل ته لا ښه وخت پاتې و، چې سګرټ پلورونكى سينما ته راورسېد. د سينما مخ زيچ له خلكو ډك و. زښته ډېر خلك: نر، ښځې، زاړه، ځوانان، لكه ټول ښار چې د فلم ليدو ته راغلي وي. ان د سينما له مخې پر لږ رادېخوا ميدان لا ډلې ډلې خلك ولاړ وو.
سګرټ پلورونكي خبرو چې فلم نوى لګول وى، ده ته دا هم ورمالومه وه، چې پر هر نوي فلم د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وي او د دې فلم خوږې سندرې خو ده خپله هم له څو مياشتو راهيسې د ښار له نژدې هر رستورانه اورېدلې وې. خو د دومره ډېرو خلكو د ورته راتلو ګومان يې بيا هم نه شو كولاى. ناباوره يې له ځان سره وويل: ".. دومره ډېر خلك؟ په دې ساړه ژمي كې؟..." او خوږې هيلې يې په زړه كې راوټوكېدې. ده فكر وكړ چې په دومره ډېرو خلكو كې به ضرور ښه ډېر سګرټ وپلورلاى شي. له خپل فكره يې خوند واخيست. خوشاله يې د سينما دواړو غاړو ته د ټكټ پلورلو غرفو ته وروكتل. دلته خو بيا بېخي بد حال جوړ و، خلك د مچيو د ځالې غوندې يو د بل پر اوږو ورختل او په نه درېدونكي شورماشور او ټېل ماټېل كې يې همدا هڅه كوله، چې كوم ټكټ ترلاسه كړي. د سينما مخې ته پر لږ رادېخوا ميدان هم ټكټونه خرڅېدل. خو هغه د تور بازار په بيه وو، چې د اصلي بيې څلور پنځه چنده پيسې پرې اخيستل كېدې او دا بيه پرې كول د هر چا د وسې كار نه و. سره له دې د ټكټونو تور بازار هم خداى شته ښه تود و.
سګرټ پلورونكى دغسې پر خپل ځاى ولاړ و، څو شېبې يې په تعجب او خوشاله زړه د سينما مخې ته ګڼه ګوڼه وڅارله. بيا يې خپل واړه خيرن لاسونه خولې ته ونيول، څو ځله يې ساه پرې وروكښه، چې نرۍ ګوتې يې لږ سره تودې غوندې شوې، د زړې كورتۍ جېب ته يې لاس ننويست. يو د سګرټو تيار خلاص كړى ډبلى يې ترې راوايست. د ډبلي خوله يې پرانيستله، يو دوه سګرټه يې نيمايي په ډبلي كې نيمايي دباندې ترې راوايستل او بيا نو مخامخ د خلكو په ګڼه ګوڼه ورګډ شو.
هرځاى چې د خلكو ډله په مخه ورتله، ورته وبه درېد، سګرټ به يې مخې ته ورته ونيول، په نري ماشومانه ږغ به يې وويل:
_ سګرټ، سګرټ... دغه دى تازه سګرټ، پيلتر (فلتر) داره سګرټ، مزه دار سګرټ.
كه به يې كومه دانه سګرټ وپلورل، خوشاله به يې پيسې له سګرټ پېرونكي څخه واخيستې، د كورتۍ په بغل جېب كې به يې واچولې، بېرته به وخوځېد، د خلكو بلې ډلې ته به ترې ورغى، بيا به يې نارې كړې:
_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ، مزه داره سګرېټ... واخلئ سګرېټ...
سګرټ پلو ونكى همداسې د ولاړو خلكو له يوې ډلې څه بلې ته ورته، هرځاى يې د سګرټو د خرڅلاو هڅه كوله او چې فلم پيلېده، نو اټكل يې رښتيا هم سم ختلى و. ښايسته ډېر سګرټ يې پلورلي وو. هاغه لومړى خلاص ډبلى ټول خرڅ شوى و. د دويم ډبلي سګ ټ يې هم تر نيمايي زيات پلورلي وو. سګرټ پلورونكي له دې امله خوشاله و، خو يوڅه ستړى شوى هم و او لنډه نرۍ پزه يې سړو تكه سره وراړولې وه. چې خلك سينما ته ننوتل، دى هم د سينما دالان ته ورغى. زړه يې و چې هلته لومړى ځان يوڅه تود كړي. بيا به د ورپاتې سګرټو د پلورلو فكر هم وكړي. د سينما دالان ښه تود و. اوس دومره خلك نه وو پكې. فلم څو ېبې مخكې پيل شوى و. ږغ يې دلته هم ښه هوسا اورېدل كېده.
سګرټ پلورونكى د دالان په يوه ګوښه ګوټ كې ودرېد. دواړه لاسونه يې په تخرګونو كې ونيول، چې له سړو كرختې ګوتې يې تودې شي. د دالان تودوخې يې نور بدن هم ورو ورو غوړاوه. اوس يې ژامه دومره نه رېږدېدله. ده له دې تودوخې خوند اخيست. خوشاله يې لږ بړوتې راوتلې سترګې د سينما په دالان كې وغړولې. دالان ټول د پخوانيو او نويو راتلونكو فلمونو له پوسترونو ډك و. راز راز لوى اواړه پوسترونه. په هر يوه كې د يوه بېل فلم كيسه. په هر يوه كې د يوې بېلې صحنې انځور.
دلته چا يوه ښايسته نجلۍ په غېږ كې نيولې وه، په مينه وړو سترګو يې يو بل ته سره كتل. هلته د چا غښتلي ځوان ماشينګڼ په لاس كې مخامخ يې پر ورته ولاړو كسانو بريد ورووړ او تر دغو ورهورې بيا د فلم يو "هلك" په زنځيرونو تړلى څو نيزه لرونكو كسانو خدازده كومې خوا ته كشاوه. سګرټ پلو ونكى همداسې له يوه پوستره بل ته وركتل. هر يوه ته به لنډه شېبه ځير شو، بيا به يې آبل پوستر ته سترګې ترې واړولې. خو په يوه پوستر كې يې سترګې ښخې پاتې شوې، په دې پوستر كې هم ژمى و. مځكه تكو سپينو واورو پوښلې وه. ان د ونو پر څ انګو لا دومره واوره پنډ وه، چې ځينې يې لاندې راكږې كړې وې او د پوستر په منځ كې د فلم "هلك" او "نجلۍ" يو بل د واورو په غونډارو سره ويشتل. دواړه خوشاله وو. د دواړو خولې په خندا خلاصې وې او دواړو ښه تاوده كالي اغوستي وو. هم د فلم هلك، هم د فلم نجلۍ ښه پنډ بالاپوښونه په ځان او نوي نزي موزې يې په پښو وې. د فلم نجلۍ خو آن يو ښكلى مفلر لا له غاړې راتاو كړى و، د هغوى دې تودو جامو ته د سګرټ پلورونكي زړه هوس وكړ. ځان ته يې وويل چې كاشكې ده هم داسې پنډ بالاپوښ او تودې موزې درلوداى. بيا خو به يې نه سړو داسې هډونه وركرختول او نه د ژمي خټې چيكړې، د زړو بوټونو له سوريو پښو ته ورتلې، بيا خو به يې ضرور ښه ډېر سګرټ پلورلاى شواى او ښې ډېرې پيسې به يې ګټلې. دومره ډېرې چې ان خپلې م ور او كشر ورور ته به يې لا بالاپوښونه او موزې پرې اخيستي واى.
له دې سره يې خپله كورنۍ سترګو ته ودرېده. څه باندې يو كال مخكې يې پلار مړ شوى و. له هغې ورځې راهيسې د كور ټول بار د ده د مور او ده پر اوږو لوېدلى و. خو دوى همت نه و بايللى، چې د پلار له ښخولو او ماتمه راخلاص شول، لستوڼي يې رابډوهل، په كلكه يې د ژوند بار ته اوږه وركړه. مور يې د خلكو كالي مينځل پيل كړل او ده څو اونۍ وروسته همدا سګرټ پلورل، دى هره ورځ ښار ته راته. هلته يې پر دوى له يوه مهربان دوكانداره د سګرټو څو ډبليه اخيستل، هغه يې په دانه يي ډول پر خلكو پلورل. په دانه يي ډول د سګ ټو د خرڅلاو او پر يوه ځاى د بشپړ ډبلي د خرڅولو د بيې ترمنځ يو څه توپير و او همدا د بيو د توپير چې څه پيسې كېدې هغه د سګرټ پلورونكي ګټه خته.
سګرټ پلورونكى به له همدې امله هره ورځ تر مازديګره د ښار ګوټ- ګوټ د سگګرټ پ ورلو په هيله تر پښو لاندې كړ. مازديګر چې به كور ته د تلو وخت شو، سګرټ پلورونكى به لومړى دوكاندار ته ورغى. هغه ته به يې ورپاتې سګرټ او د پلورل شويو سګرټو پيسې وركړې او چې كومې پيسې به ده ته پاتې شوې، هغه به يې مخامخ كور ته ورسره يووړې. په دا بله ورځ به همدا وضعيت بېرته له سره پيل شو.
دا، د كور په خرڅ كې د ده ونډه وه. كه څه هم اكثره وخت دومره لويه ونډه نه وه، په تېره بيا په هغو ورځو كې چې مور يې هم كار كاوه. خو اوس چې يې مور له يوې اونۍ اهيسې په كور كې ناروغه ورته پرته وه، د ټول كور خرڅ بايد له همدې پيسو پوره شوي واى. اوس يې هم د مور، هم د كشر ورور سترګې يوازې ده ته وراوښتې او دې كار د ده پر اوږو بار لاوردرناوه. همدغه نن سهار ورياد شو. مور يې سخته ټوخېده، ورور يې ښار ته له تلو مخكې ورته ويلي وو:
_ چې بازال ته لالې، لږ خو زى هم دل سله لاوله. (چې بازار ته اړې، لږ خوږې هم درسره راوړه).
پر ده د هغه دا خبره دومره ښه نه وه لګېدلې. مور يې خدازده ولې ورور داسې په خوږو ورته اموخته كړى و، چې اوس يې له ده څخه هم خوږې غوښتې. سره له دې يې منت نه و ورباندې كړى. مازې يې ورته "ښه" كړې وه. بې له دې چې خپله يې هم د خپلې ژمنې پوره كېدل زړه ته لوېدلي وي. خو اوس چې يې د خپلې نن ورځې سودا ته كتل. دا هيله وركې راولټېده چې ښايي نن د خپل ورور غوښتنه هم ترسره كړاى شي. نن يې كار و بار ښه و، تر اوسه لا مازديګر ته ښايسته وخت پاتې و او ده، دا و ښه ډېر سګرټ پلورلي وو، دې فكر د رضايت او غرور خوندور احساس وركې وځغلاوه. سګرټ پلورونكى په همدې چورتونو كې ډوب و، چې يوه بړزن ږغ يې د فكرونو لړۍ وشلوله:
_دلته چې شى (څه شى) كيې (كوې)؟
سګرټ پلورونكي وارخطا د سينما كاركوونكي ته وكتل، چې ناببره يې مخې ته شين شوى و. تلولى يې ورغبرګه كړه:
_ هېڅ.
او چې د هغه سترګې يې بيا هم دغسې نېغې وركتونكې وليدې، پرې ورزياته يې كړه:
_مازې لږ ځان تودوم، بېرته ځم... دباندې ډېر ساده دي.
د سينما كاركوونكي په ملنډو وويل:
_ځان تودوې؟... دا څه حمام دى، چې ځان پكې تودوې؟ ځه ووزه!... لنډه غ ه.
سګرټ پلورونكي ته د كاركوونكي وروستى لوز خوند ورنه كړ. خو څه يې ونه ويل، د سر په خوځولو يې ورته "ښه" كړه. دغسې غلى د سينما له دالانه ووت.
دباندې هوا هماغسې سړه وه. خو سګرټ پلورونكى اوس ښايسته ډېر تود شوى و. له ځان سره يې فكر وكړ، چې د فلم د تفرېح تر وخته په ښار كې څه سګرټ وپلوري. بيا چې د فلم د تفرېح وخت شي، بېرته سينما ته را ي. په همدې نيت مخامخ د سينما اړخ ته پر دوكانونو وررهي شو. هلته يې هم هرځاى چې پر خلكو ورپېښېده، د سګرټو ډبلى مخې ته ورته نيوه، هماغه هر وختنۍ خبر يې ورته تكراروله:
_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ... مزه داره سګرېټ... واخلئ تازه سګرېټ....
سګرټ پلورونكى ښايسته ډېر په ښكار كې وګرځېده، چې د فلم د تفرېح وخت يې را سېدونكى وګاڼه، راتاو شو، بېرته يې د سينما لار په مخ كې واچوله، هغه اوس لا خوشاله و. بخت يې رښتيا هم نن ياري ورسره وكړې وه. د سګرټو دويم ډبلى يې غونډ پلورلى و. له درېيم ډبلي څخه يې لا څو دانې پلورلي وو، د دې ډبلي ټولې پيسې د ده برخه كېدې. دې فكر يې نرۍ موسكا پر شونډو وغوړوله. ځان ته يې وويل د فلم د تفرېح پر وخت به دغه پاتې سګرټ هم په منډه وپلوري، بيا به نو كاله ته له خيره ځي. يو ځل خو يې خدازده ولې زړه ته دا هم ورتېره شوه، چې كاشكې يې نن لږ څه ډېر سګرټ ورسره رااخيستي واى. په داسې ښه ورځ يې ښايي هغه هم پلورلي واى. خو بېرته يې ځان په دې قانغ كړ، چې همدا پيسې يې هم تر تېرو ورځو ښې دي. دى اوس ډاډه و چې ښايي نن ورور ته څه خوږې وپېرلاى شي. ګامونه يې لا پسې چابك كړل. په ار كې يې په احتياط ګامونه اخيستل. هرځاى چې څه خټې چيكړې په مخه ورتلې لار يې ترې چپوله. سره له دې يې پښې بيا هم ندې شوې وې، خو ده اوس دومره رى نه په كې واهه.
دغسې د سګرټو ډبلى په لاس كې ګړندى او راضي وړاندې ته. چې د سينما مخې ته تېرېدونكي سړك ته ورتاو شو، غاړه يې لږ اوږده كړه، په ځير يې مخامخ وكتل. هلته ليرې يې سينما تر سترګو شوه. تر اوسه لا د خلكو ګڼه ګوڼه نه پرې مالومېده. خوشاله يې ځان ته وويل: "ځه شكر، لكه چې ښه وخت ورته راورسېدم" او پرې وررهي شو. په همدې وخت كې يې له څنګ ته خامه سړكه يوه موټر ته پام شو چې د ده پر لوري پاخه سړك ته رادرومي. موټر نور هم وړاندې راغى. سګرټ پلورونكى د سړك څنډې ته پر خپل ځاى ودرېد. فكر يې وكړ هسې نه چې موټر يې څنګ ته د تېرېدو پر وخت د سړك اوبلنې چيكړې جامو ته وروشيندې ځكه يې ښه وګڼله چې لومړى موټر پاخه سړك ته ورننوتو ته پرېږدي، بيا به د سړك ابلې غاړې ته ورواوړي. خو موټر لا پاخه سړك ته نه و رارسېدلى، چې هلته پنځه شپږ ګامه وړاندې پر هماغه خامه سړك ورته ودرېد. سګرټ پلورونكى لږ حيران غوندې شو. ګونځې ټنډه يې په ځير موټر ته وروكتل. ښايستوكى تك سور موټر و. د مخ په سيټ كې دوه همدا شل پنځه ويشت كلن ځوانان ناست وو. د شا سيټ يې هم ډك مالومېده. سګرټ پلورونكي همداسې دوى ته وركتل، چې موټرچلوونكي د لاس په اشاره ځان ته وروغوښت. سګرټ پلورونكي شا و خوا وكتل، هسې نه چې بل چا ته يې ا اره كړې وي. خو چې موټرچلوونكي بيا لاس ورته وښوراوه، دى هم نور ماتل نه شو. په بيړه د موټر خوا ته ورغى، د موټ چلوونكي كړكۍ ته ودرېد. موټر چلوونكي كړكۍ خلاصه كړه. ده دننه موټر ته وروكتل. د شا په سيټ كې هم درې تنه ناست وو. ټول همدا د موټرچلوونكي په منګ. ټولو سرې ځلنده سترګې دغسې جينګه خوله ده ته وركتل.
موټر چلوونكي وپوښتل:
_ نوم دې چگي شى دى؟
ده وويل:
_ سيپودين (سيف الدين).
موټر چلوونكي تكرار كړه:
_ سيپودين؟
او له دې سره ټولو په كړس وخندل. سګرټ پلورونكى د دوى د خندا په مطلب پوه نه شو. په تعجب يې زړه ته ورتېره شوه چې په دې كې نو د خندا څه خبره ده، خو څه يي گونه ويل. دغسې پر خپل ځاى ولاړ يې دوى ته وركتل. موټرچلوونكي بيا ده ته مخ ورواړاوه. سر تر پايه يې له نظره تېر كړ، پسې وې پوښتل:
_ څو كلن يې؟
_ لس كلن.
موټرچلوونكي بيا تكرار كړه:
_ لس كلن؟
او بې ه دې چې د ده ځواب ته ماتل شي، پرې ورزياته يې كړه:
_ بيا خو نو غټ سړى يې... واده دې كړى؟
دا وخت بيا د ټولو خندا كړس وهل. داسې په تاو يې ورباندې وخندل چې له زوره يې د يو دوو تنو په سترګو كې اوښكې راټولې شوې. سګرټ پلورونكى پوه شو چې دا خلك خوشې ملنډې ورباندې وهي. نور يې دلته خپل پاتې كېدل بې ګټې وګڼل. د بېرته ترې تلو تابيا يې وكړه. خو دى لا نه و ترې خوځېدلى، چې موټرچلوونكي يې د سګرټو ډبلي ته وكتل:
_په دې سګريټو څه كيې؟
_خرڅوم يې.
د موټر د شا له سيټه يوه ټنډمخي ځوان په ماناداره لهجه ورغبرګه كړه:
_ښه؟... ماسكه ويلي خپله يې څكوې.
او له ورسره ناست ځوان سره يې په كټكي ورباندې وخندل. سګرټ پلورونكى تريو هغوى ته وروكتل. د هغوى دا هر واري خندلو خلق ورتنګ كړى و. له ځان سره يې بې اختياره وويل چې په دې خلكو خدازده څه شوي، چې هسې په خوښې او بېځايه خبرو خاندي. په همدې وخت كې يې م وټرچلوونكي د فكرونو لړۍ پرې كړه:
_نو بيا ولې داسې نېغ راته ولاړ يې. راكه يو كوتى (قوطي) سګرټ چې ورځ مو همدلته تېره شوه.
سګرټ پلورونكي هغه ته مخ ورواړاوه، حيران يې وويل:
_ يو كوتى؟
چې هغه وويل:
_ هو كنه.
سرګ دانه يې پرې ورزياته كړه:
_ يو پوره كوتى خو نه لرم.
دې ځواب موټر چلوونكي ته خوند ورنه كړ. بې حوصلې يې ووي :
_نو څومره سګرېټ لرې؟
ده د سګرټو خلاص ډبلى ورته ونيو:
_مازې دغه.
موټر چلوونكي ناراضه سترګې سره تاو اتاو كړې. بيا يې قارجن غوندې ده ته وروكتل، ويې ويل:
_راكه همدغه.
سګرټ پلورونكى وروړاندې شو. د سګرټو ډبلى يې لومړى د موټر چلوونكي بيا د آنورو مخې ته ونيو. له دې سره يې د هغوى له خولو څخه د سركې غوندې يو تېز بوى هم تر سوږمو شو. پر سګرټ پلورونكي دا بوى ښه ونه لګېد، چې هغوى هر يوه يو يو دانه سګرټ ترې واخيست، ده هم تريو تندى ځان ژر بېرته د دوى له خولو څخه راليرې كړ. ټولو سګرټونه ولګول. موټرچلوونكي ښه غټ كش له سګرټو وكړ، په څنګ يې ده ته وروكتل. په داسې حال كې چې د دود لوخړه يې پرمخ ورپو كوله، وې ويل:
څه داسې رډ رډ راګورې؟
سګرټ پلورونكي ووي :
_پيسې!
او چې موټرچلوونكي وپوښتل:
_د څه شي پيسې؟
د سګرټ پلورونكي زړه "شړق" ورته ولوېد. حيران يې له ځان سره يې وويل څنګه د څه شي پيسې، وارخطا يې لاړې تېرې كړې ورغبرګه يې كړه:
_د سګرېټو پيسې.
موټرچلوونكي په كش داره لهجه تكرار كړه:
_د سيګ... رى... ټو.. پيسې؟!
او ماناداره يې خپلو انډيوالانو ته وكتل. هغوى هم ماناداره موسكا په شونډو يو بل ته سره وكتل. څنګ ته ناست ځوان يې وويل:
_رښتيا وايې كنه.. وركه پيسې.
ده په نرمه هغه ته "ښه" كړه، ده ته يې وويل:
_راشه!
سګرټ پلورونكي د پيسو په تمه وروړاندې شو. خو موټرچلوونكي ناببره له جاغور اونيو، په زوره يې ځان ته راكش كړ. بيا يې په داسې حال كې چې تېرې سترګې د هغه ډارېدلو سترګو ته نيولې وې، ووي :
_واخله!
او په تاو يې بېرته له ځانه پورې واهه. سګرټ پلورونكى شا په تخته د سړك په خټو كې ولوېد. يوه سوي درد يې په ملا كې څړيكه كړه. په خټو لوند خيشت پړنګ په ژړا شو. د هغه د ژړا سوى ږغ د دوى د خندا له كړس سره په سړه هوا كې خپور شو. خو په شدت د موټر د خوځېدلو غرهار دا دواړه ږغونه په ځان كې ومروړل.