واشنګټن پوست :افغانستان ته نورځواکونه نه لیږو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27368
ژباړه اوترتیب : شاهد غزنیوال
دخبریدو نیټه : 2009-07-04

دامریکې دملي امنیت سلاکار جم یزجونز 
سرچینه : واشنګټن پوست  امریکایي و ځپاڼه                               ;                           

واشنګټن پوست ورځپاڼې  دجولای دمیاشتې په لومړۍ  ګڼه کې تر دې عنوان لاندې  

  Obama aide says no more troops to Afghanistanیو خبر خپر کړې چې په هغه کې یې دامریکې دملي امنیت سلاکار جمیزجونز  دوینا په حواله داسې کښلي:
باراک اوباما خپلو پوځې افسرانوته ویلي چې نوربه افغانستان ته دپوځې ځواکونودلیږلوپرځای په هغه هیوادکې  په اقتصادي توسعې اودبیارغونې په لاروچاروباندې زورواچول شي.
ورځپاڼه لیکې : باراک اوباماوروسته لهغه داخبرداری ورکړ چې کله ورته دامریکې دملی امنیت سلاکار جمیز جونز له خواکوم چې یوه اونۍ مخکې افغانستان ته تللی وه داپیغام و کړ شول چې په افغانستان کې  میشت امریکایي افسران چې دهغوئ په ډله کې دامریکې دبحري ځواکونوقومندان نیکلسون هم شامل دی ؛ لاهم په افغانستان کې دنوروامریکایی ځواکونو زیاتول غواړي.

واشنګټن پوست دجمیز جونزپه ح واله زیاتوي : تیروشپږوکلونومونږته داپه اثبات ورسوله چې یواځې له پوځي لارې په افغانستان کې د جګړې ګټل دام یکایانولپاره له امکانه وتلې خبرده .

واشنګټن پوست لیکي : باراک اوبامادخپلې نویې استراتیژي له مخې  افغانسان ته دشاواخوا۱۷۰۰۰اضافي  امریکایي سرتیرودلیږلوامرکړی  چې دهغوئ دلیږلوپروسه به په عملي توګه  دروانې میاشتې (جولای)ترپنځلسم پوري پای ته ورسیږي اودپاتې نوروڅلورزرو امریکايي پوځیانودلیږلوبهی    کوم  چې به  دافغاني ځواکونودټریننګ اوپوځي زده کړې  مسؤلیت پرغاړه ولري تر راتلونکي  اګست  پورې  بشپړ شي.

ددغواضافي عسکروپه لیږلوسره به دروان کال ترپایه په افغانستان کې دمیشتوام یکايي سرتیروشمیره ۶۸ زره تنوته لوړه شي  .

 واشنګټن پوست  په اخیرکې  دجنرال جمیز جونز   په حواله  لیکي:
په افغانستان کې یوه نوې مرحله پیل کیدونکې ده؛ځکه  داوسني ولسمشر اوباما اداره نه  غواړي چې دپخواني ولسمشر بوش په څیرپه افغانستان کې دمیشتوامریکايي پوځي افسرانوټولې غوښتنې چې په هغو کې دځواکونودلازیاتولوغوښتنه هم ده   ومني .

http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2009/07/01/AR2009070100744.html

دامریکادملي امنیت سلاکاردا خبره چې :
"تیرې شپږکلنې تجربې داپه اثبات ورسوله چې په افغانستان کې له پوځې لارې مونږته دجګړې ګټل ناممکن دی " سړي ته  د مدرسودطالبانوهغه فکاهي وریاده کړي  ؛ وای چې ایساغوجي می وویله نوپه دې پوه شوم چې ډوډۍ  په خوړلو تمامیږي.(۱)

شپاږکاله څه  ؛ چې اته کاله  امریکایانو په افغانستان کې دې خبرې ته س ټمبه کړی چې  مونږ دخپلو پرمختللیووسلوپه زورطالبان  اوالقاعده له افغانستانه ورکوواوافغانستان دافغانانولپاره ګل ګلزارجوړه وه.
خوله بده مرغه چې په دغه ټوله اوږده موده کې نه امریکایان دخپلومخالفینو په ورکولو وتوانیدل  اونه هم دافغانستان  په  ګلزارولو.

بلکې په  افغانستان کې دعیني وا عیتونوله مخې د امریکایانو د دغې ادعا برخلاف دهرکال ،هرې میاشتې او هرې ورځې په تیریدوسره  طالبان اوال اعده  لا ځواکمن اوددوئ په ضد یې دمقاومت ساحه پراخیږي ؛ چې داکارپه خپل وارسره  دافغانستان  دګل ګ زارکولو امکانات  نورهم  ناشوني کوي.

دهیواد ناوړو امنیتي حالاتو اودلته  عیني واقعیتونوته په اشارې سره  تیره  ورځ په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوترټولو غښتلي پوځي قومندان  جنرال مک کرستا   له ازادۍ راډیوسره په  خپله مرکه  کې هم  په دې  اعتراف وکړ چې په افغانستان کې  جنګي شرائط ډی سخت  اوپیچلي دي.

همداراز تر دې له مخې په منځني ختیځ کې دامریکایي ځواکونوعمومي قومندان  جنرال پت وس    په یوه ورته  وضاحت کې اعتراف کړی وه چې  په افغانستان کې له پوځي لارې  بریالیتوب  له ام کانه وتلی  یوناشونی کاردی.

اوس سړی نه پوهیږي چې دسپینې ماڼۍ تورواکمن به  کله دخپلوپوځي قوم ندانانوله مکررو اعترافونو، دافغانستان له تاریخي سوابقو اوهمداراز؛  زمونږ د هیواد له نننیو عیني وا عیتونوڅخه  عبرت اخلي.

دایوه مهمه پوښتنه ده چې  دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي یې  دخپل پوځي غرور له مخې له ځوابولوڅخه تجاهل کوي ؛  مګر دهغې ځواب  دافغانستان د تیروتاریخي تجربو اومعاصروعیني واقعیتونو په هینداره کې  ټولوته  ښه څرګند دی. 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ـ ایساغوجي دمنطق علم  اړوند یوکتاب دی چې یواځې له کلیات خمسه (منطقي  اصطلاحاتو)څخه بحث کوي  اوتر اقتصادیاتو یانورومعیشتي مسائ وپوري هیڅ تړاو نه لري.