ټایمز: په افغانستان کې بریالي توب ناشونی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27380

دخبریدو نیټه : 2009-07-05

سرچینه: د بریټانیې ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د بریټانیې ټایمز ورځپاڼې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره ویلي چې په افغانستان کې د امریکایی او بريټانوي سرتیرو بری ناشونی ښکاري

ورځپاڼه لیکي، تر هغه چې په افغانستان کې امریکايي سرتیري شتون ولري تر هغه په دغه ملک کې سوله نه شي راتلای.

د ټایمز په مقاله کې دا هم راغلي چې افغانستان ته د امریکايي سرتیرو د لوموړۍ ورځي راتګ یوه تیر وتنه  وه چې  پایلې به یې د هرې ورځي په تیریدو بدي وي

په داسي حال کې چې د امریکې او بریټانيی ځواکونو د افغانستان په هلمند ولایت کې د یو شمیر سیمو د بی ته تصرف عملیات پیل کړي خو ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې به تر هغه امن را نه شي، تر څو ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي.

ټایمز د امریکې د نوي ادارې هغه څرګندوني راخلي چې وایې په افغانستان کې به د بهرنیو سرتیرو شمیر شاوخوا  اتیا زرو ته ورسیږي خو د ورځپآڼي په باور که چیرته امریکايي او نور بهرني سرتیري یو شمیر سیمي له طالبانو تشې هم کړي خو بیا داسي مقتدر حکومت نه شته چې دغه سیمې وساتي او پکې  قانون نافظ کړي او همدا یې دلیل دی چې د امریکايي سرتیرو مبارزه بي ګټي او پوچه ده .

ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال کرستال ماموریت خطرناک او سرنوشت ساز ارزولی دی او لیکلي یې دي چې د افغانستان حالات ه کنټرول څخه د وتو په حال کې دي دا ځکه چې بهرني سرتیري له یوه لوري په خپلو هیوادونو کې او له بل لوري د جګړې په ډګر کې تر فشار لاندي دي او دغه دوه اړخیز فشار د دې لامل ګرځي چې هغوي له جګړې زړه توري کړي.