که سړی د کوم کار اراده وکړی او دهغه په شروع کې د
ک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده
چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .
په حديث شريف کې ددی ډير
ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او
استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي
ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .
همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله
هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم
نه اړ کيږي .
د استخاری د لمانځه طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخ
اص او ښه نيت دا دعا ووائي .
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَ
َسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ
الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ
َمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ
َنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَ
جِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم
او ابن ماجه ).
کله چه په مخکني دعا کې هَذَا الأَمْرَ ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری هغه
به په زړه کې را وګرځوي .
بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .
ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه که په
خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه
ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .
دحاجت لمونځ :
که سړی له داسې کار س
ه مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږي يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړی
دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې
ووائي :
لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ ا
عَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلام
َةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً
هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".
د تسبيح لمونځ :
ددی لمونځ کول لوی
فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور م
عاف کوي دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرم
ايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی
کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او
خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دی د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی
وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل
کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړی تر ثنآء
يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او
سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې
لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ
کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي
ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په
پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږ
ي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.
د تهجد لمونځ :
دفرضي لمانځه وروســــــــــــــته ترټولو غوره لمونځ دشپې [ دتهجد] لمونځ
ده .
په حديث شريف کې راغلی دی دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او
تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی .
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى
الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو
وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی سبا (صبح صادق ) پوری کيږي خو غوره وخت يې د شپی
خره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دی .
--------------------------------------------------------------------
له هالنډ څخه ممتاز عمرزی
د استخاری ، تهجد،حاجت او
تسبيح لمونځ په باره کې معلومات ورکړی او دا هم ذکر کړئ چه دغه لمونځونه څه وخت اداکيږ
ي
مننه
bia ham Mumtaz "Omarzai" le Holland sakha
de Estekhara , tahajud , hajat
,salatultasbih pe bara ke malumat warkry aw da ham zeker kry che pe kom waqt da lmanzona ada keday she
manena
&
nbsp; &nbs
p;
 
; &n
bsp;