واشنګټن ټایمز: عربستان د ایران پر ضد د اسرایلو پلوي کوي
سرچینه: واشنګټن ټایمز ورځپاڼه
د واشنګټن ټایمز معتبرې
امریکايی ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې د ایران پر وړاندي د اسرایلو او سعودي عربستان د ملګرتیا په اړه یوه مقاله
خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان منلي چې اسرایلو ته به اجازه ورکړي چې د دغه هیواد له خاوري څ خه په ایران کې د هغه هیواد په اتومي تاسیساتو برید وکړي.
سعودي عربستان اوس په سیمه کې د ایران له مخ پر زیاتیدونکي نفوظ څخه ویره لري او اوس دې ته اړ دی چې له اسرایلو سره چې عادي عربیان ترینه کرکه کوي، ملګ تیا وکړي او د خپل دغه ګډ دښمن پر وړاندي واحد نظر غوره کړي.
واشنګټن ټایمز لیکي چې تیره اونۍ د امریکې م
ستیال ولسمشر جوبایډن په خپله یوه وینا کې د ایران د اتومي پروګرام څخه یو ځل بیا خپله شدیده اندیښنه څ
ګنده کړه او د هغي پوښتني په ځواب کې چې که چیرته اسرایل په ایران برید وکړي د امریکې موقف به څه وي؟
وویل:
(( امریکا به د اسرایلو د دغه برید ننګه وکړي دا ځکه چې ایران ته په وار وار ویل شوي چې خپل اتومي پروګرام بند
کړي)).
واشنګټن ټایمز لیکي چې د جوبایډن دغه څرګندوني په داسي حال کې راځي چې ولسمشر اوبهاما غواړي له ای
ان سره د امریکې د اړیکو نوی فصل پرانیزي خو اوس داسي بریښي چې د ایران پر وړاندي د اوبهاما په ستراتیژۍ کې لږ
ږ بدولن رامنځ ته شوی او اوبهاما یو ځل بیا د ایران پر وړاندي د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش
په پلونو
پل ږدي.
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی چې ښایې ایران د روان کال تر پای پوري اتومي وسله تر لاسه کړي.
واشنګټن ټایمز لیکي چې سعودي عربستان او اسرایل اوس ایران یوازي دوي ته د یوه ګواښ په تګه نه بلکه ټولي سیمې ته د یوه سرخوږي په توګه پیژني او دغه دوه هیواده یو د بل له مرستې پرته د ایران پر وړاندي هیڅ نه شي کولای .
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د دغې مقالې لیکوال د خپلې لیکنې په پای کې
وایې چې امریکا له اتومي وسلې څخه د ایران د لاس په سرکیدو په برخه کې ډیري دیپلوماتيکي هڅي وکړې خو اوس
داسي ښکاري چې دغو هڅو هیڅ فایده نه ده کړي.