واشنګټن پوست: د قواوو غښتلتیا او م کي هلي ځلي
سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپانه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې په افغانستان کې د امریکې د ولسمشر بارک اوبهام
ا او د هغه د نوي قوماندان جنرال مک کریستال د ستراتیژیو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.
واشنګټن پوست لیکي چې دغه دوه امریکايي چارواکي اوس په افغانستان کې د جګړې د ستراتیژۍ په بدلون ټینګار کوي او ددمګړۍ د امریکا هلي ځلي د ملکي افغانانو د اقتصادي پرمختګ او د جګړې پر مهال د هغوي د سر د امنیت په ساتلو متمرکزي دي.
په افغانستان کې د امریکايی او ناټو سرتیرو عمومي قوماندان جنرال کریسټال وایې چې اوس سرتیرو ته د خ کو ساتنه تر بل هر څه مهمه ده، حتی که چیرته طالبان په تیښته هم بریالي کیږي خو دا چې ولسي افغانانو ته د سر ځیان ونه رسیږي باید طالبانو ته د تيښتې لاره خلاصه پریښودل شي.
واشنګټن پوست لیکي چې جنرال کرستال په روانو حالاتو کې د افغانستان لپاره نوی فورمول لري.
هغه وایې چې په افغانستان کې د امریکې بری د طالبانو په وژلو نه سنجول کیږي بلکه د خلکو د زړونو په تر لاسه کولو او د هغوي د ژوندانه په ښه کولو باید وسنجول شي.
واشنګټن پوست لیکي چې امریکا باید په افغانستان کې د بري د تر لاسه کولو لپاره د دغه هیواد ا تصادي پراختیا لپاره هلي ځلي وکړي تر څو خلکو ته کاروبار پیدا شي او جګړه پریږدي.
واشنګټن پوست لیکي چې ډیری افغانان له طالبانو سره خواخوږي نه لري او نه هم له هغوي سره په جګړو کې ولاړ دي، خو اصلي خبره دا ده چې ملکي افغانان د طالبانو او وسله والو بهرنیانو په جګړه کې را ګیر دي او همدا یې لامل دی چې وخت ناوخت د هغوي د مرګ ژوبلي کچه د جګړې د ښکیلو غاړو په پرتله لوړه ده.