سرچینه: د امریکې سي، ان، ان ټ
ویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکې سي، ان، ان ټلویزیوني چینل رپوټ ورکړی چې د پاکستان د اردو یوه لوړ رتبه چارواکی وایې: نه یوازي دا چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملاعمر سره د پاکستان حکومت تماس لري بلکې کولای شي چې د ملامحمدعمر او د طالبانو یو شمیر نورو مهم قوماندانان د امریکا د متحده ایالاتو سره د خبرو لپاره د یوه میز تر شا را ټول کړي.
سي ان ان کاږي، په داسي حال کې چې طالبان له پاکستان نه د
خپلو پټو مرکزونو نه اوس هم په افغانستان کې په امریکايي عسکرو باندي حملو ته دوام ورکوي، د پاکستان ح
کومت دا ډول اعتراف د پاکستان د یو لړ هغو تازه دیپلوماتیکو کوښښونو یوه برخه ده چې غواړي د اوباما د حکومت س
ه وښیې تر څو د افغانستان د څو کلونو زړې شخړې د هوارو لپاره یوه مناسبه لاره پیدا شي.
د سي ان ان ټ
ویزیون سره په خپله اختصاصي مرکه کې د پاکستاني پوح ویاند تورن جنرال اطهر عباس وویل چې د منځګړیتوب کوم
نقش او رول چې پاکستان یې پدې ارتباط لوبوي، نو په مقابل کې یې پاکستان د اوباما د حکومت نه دا هیله لري چې د ام
تیاز په ډول به امریکا د اسلام اباد هغه تشویش رفع کوي چې د خپل زاړه رقیب یعني هند په اړه یې لري.
د
سي این ټلویزیون په خپل دغه رپوټ کې د یو شمیر لوړ رتبه امریکايی مقامااتو له قوله وایې چې د اوباما حکومت
غواړي چې د طالبانو د مهمو مشانو سره خبري وکړي او هم دې ته تیار دی چې د هند به ارتباط د پاکستان د تشویشونو
د رفع کولو په هکله مرسته وکړي.
د ناټو قوماندانان اوس دا خبره مني چې د طالبانو په مهمو سیمو کې جنګ په اصط
اح د تعطیل په حالت کې دی یعني په ټپه ولاړ دی او کوم تازه دمه امریکايي عسکر چې افغانستان ته سوق شوي دي دا
هیله کیږي چې دغه تعطیل به ختم کړي.
او په سیمه کې د امریکې د پوځ لوړ رتبه قوماندانان په دې باور
دي چې د افغانستان اوسنۍ شخړه سیاسي او اقتصادي بڼه لري او یوازي یوه ځانګړي عسکري مسله نه ده.
هغوي
وایې چې د طالبانو سره د لانجې حل د خبرو اترو اړتیا ایجابوي او د دې کار د عملي کولو لپاره د پاکستان،
هند، ایران او غالباً د سعودي عربستان، ناټو او امریکې مشارکت او یو د بل سره همکاري زیاته اړینه
ده.
د سي ان ټلویزیون خبریال کاږي چې اوس د پاکستان پوځ او عسکري استخبارات په ښکاره ډول دا وعده کوی چې د طا
بانو او د متحده ایالتونو تر مینځ د جنګ د ختمولو لپاره منځګړیتوب ته تیار دي، نو دا به لومړی وقع وي چې د دوه
زره یو کال یعني په افغانستان باندي د امریکا د پوځي برید نه وروسته د افغانستان د جنګ د پیل کیدو په تعقیب
متحده ایالتونو ته په لاس ورځي چې دغه جګړه ختمه شي او د حل یوه مناسبه لاره پیدا شي.