د چل عدالت په لوړه بیه تمامیږي
س
چینه: د بشر دحقونو د څارې د نړیوال سازمان مجله
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د بشر د حقونو د څارنې
ډلي یا ( هیومن رایتس واچ) په خپل وروستې راپور کې د
( د چل عدالت په لوړه بیه تمامیږي) تر سر لیک لاندې یوه م
اله لیکلي او د پیل په کرښو کې لیکي د زیاتو شخړو په حل کې منځګړي او چارواکې د سرغړونکو مشرانو به
وړاندې د عدالت په عمل کیدو سترګې پټوي.
د راپور لیکونکی چې د بشري حقونو د څارنې په ډله کې د نړیوال عدالت د پروګرام لوړ رتبه مشاور هم دی، لیکي هغه مفکوره چې وایې د شخړو په جریان کې د عدالت تطبیق د سولې چانس کموي په ځای او سم نظر نه دی، دی وایې، په په جرمونو باندي سترګي پټول او سرغړونکو مشرانو ته د جګو دولتي څوکیو و کول په اراتلونکي کې ناوړه پایلي لري او د ثبات ټینګولو په نامه په حکومت کې د شکمنو مجرمو چارواکو شاملول د دې سبب کیږي چې په نوي رژیم باندي د خلکو اعتماد کم شي او نورو زیاتو سرغړونو ته لار خلاصیږي.
د بشري ح ونو د څارنې په راپور کې د افغانستان مثالونو ته اشاره شوي او د هغو مشرانو یادونه کړې چې په تیرو څو لسیزو کې اسونه د بیګناه انسانانو په وینو سره دي خو اوس یې لوړې دولتي څوکۍ نیولي دي.
په راپور کې ویل شوي په دې کار سره زیات شمیر افغانان د افغانستان حکومت نامشروع بولي.
د بشري حقونو د څارنې د ډلي په راپور کې له زیات شمیر نورو بیلګو وروسته دا خبره هم راغلي چې واې په ټولو مواردو کې چې د عمومي بخښنې په اساس سوله رام نځته شوې زیات دوام نه دی کړی.