په تو حيد سره انسان خپل حقيقي معبود پيژني او د باطل معبود له غ
امۍ څخه ژغورل كيږي ، له هر ډول پريشانۍ څخه خلاصون مومي ، د ژوند په اصلي مقصد پوهيږي ، د جنت حقدار ګرځي او په
دنيا كښې ورته كامراني او كاميابي په لارس ورځي.
څوك چې د خداى پاك په وحدانيت ايمان لري او د خداى په لا
كښې جهاد كوي او له خپل شيرين ځان څخه تيريږي ، هغه بنده خپل خداى ته ډير نژدې دى ، خداى پاك يى ګناوى
معاف كوي او په جنت فردوس كښې ورته ځاى او كور وركوي ، داد يو مسلمان لپاره ستره كاميابي او لاس ته راوړنه
ده.
له حضرت انس (رض) څخه روايت دى چې رسول اكرم (ص) فرمايلي دي چې " د ايمان خوږوالى د هغه چا په برخه كيږي چى په
هغه كښې دا درى لاندني صفات وي :
1- صرف د الله او رسول سره بى انتها مينه او محبت ولري.
2- صرف د الله په
خاطر له خلكو سره دوستي او ملګرتوپ وكړي.
3- له كفر څخه نفرت ولري.
1- د خداى او رسول سره مينه :
كه يو مسلمان له خداى او رسول سره مينه او محبت ولري ، هغه مسلمان هيڅكله داسى يو كار ته لاس نه اچوي چى د
خداى او رسول د نار ضايتۍ سبب شي. كه يو مسلمان له قرآني آياتو او نبوي احاديثو له رڼا څخه استفاده وكړي
نو هغه هيڅكله نه بى لارى كيږي . دا رڼا هغه رڼا ده چې هر مسلمان ته د انسانيت ، بشر دوستۍ ، اخلاقو ، شرافت ،
رښتيا او صداقت ، ايماندارۍ او ورورۍ لار روښانه كوي . دا د ژوند رڼا ده ، هر مسلمان په ژوند كښې دى رڼا ته ضرورت
لري ، كه دا رڼا نه وي نو بيا به په تورتم كښې وي اوښكاره خبره ده چې په تورتم كښې څوك لار نه شي موندلى .
2- صرف د خداى لپاره دوستي او آشنايي :
هغه دوستي چې د مطلب لپاره نه وي او صرف د خداى د رضا لپاره وي ، هغه
دوستي دوام كوي او د تل لپاره وي .
نن سبا ليدل كيږي چې دوستي او آشنايي د مطلب لپاره كيږي رحمان بابا
يو صوفي شاعر ؤ ، هغه خلك ليدلي وو او خلك يى پيژندلي وو ، هغه دنيا ليدلى وه او ددنيا خلك يى پيژندلي وو نو
داسى يى ويلي وو:
هر سړى تر خپل مطلبه پورى يار دى
ما د خداى لپاره يار ليدلى نه دى
د مطلب دوستان او
شنايان ډير پيدا كيږي ، كه يو څوك په حكومت كښې يوه لوړه څوكۍ او مقام حاصل كړي نو لباسي دوستان او ياران يى
پيداشي ، خوا او شا ورنه چاپير شي او په غوړه مالۍ لاس پورى كړي او د خپل مطلب لپاره ورڅخه لكه پتنګان راتاويږ
ي خو كله چې له مقام او څوكۍ نه لر شي نو دا لباسي او موقتي چاپلوس دوستان ورڅخه مسافه واخلي .
د مط
بي آشنايانو او دوستانو آشنايي او دوستي په كار نه ده ، ځكه چى دوي سړى په نيمه لار كښې پريږدي .
اصلي او وا
عي دوستان او آشنايان هغه دي چې په سخت وخت كښې په كار راشي او د ضرورت په وخت كښې د مرستې او همكارۍ لارس و
كړي
هغه مسلمان چې د دوستۍ او آشنايۍ په قدر نه پوهيږي او د مطب لپاره آشنايي او دوستي كوي ، هغه د ايم
ان په خوږو نه پوهيږي او نه يى احساس كولاى شي.
د ايمان خواږه دهغه چا په برخه كيداى شي چې د دوستۍ او آشنايۍ
په مطلب پوه وي او د خداى په خاطر له خلكو سره دوستي او آشنايي كوي .
3- له كفر څخه نفرت :
واقعي مسلمان هغه څ
وك دى چې له كفر څخه نفرت ولري او هغه څه ونه كړي چې ايمان يى ورباندې خرابيږي.
هغه څوك چې د خداى په وحدانيت
ايمان لري ، هغه مسلمان دى او له كفر څخه نفرت كوي . هغه بيا داسې كارونه نه كوي چى د اسلام د مبين دين له اصولو
او اساساتو خلاف وي .
شراب څښل ، زنا كول ، منافقت كول ، دروغ ويل ، غلا كول او داسى نور منكره اعمال چې د اس
ام مبين دين منع كړي دي، كه يو مسلمان له دغو اعمالو څخه نفرت او ډډه كوي نو دى په حقيقت كښې له كفر څخه نفرت كوي
. خداى پاك هغه چاته چې كافردى هدايت نه كوي .
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :
كيف يهدي الله قوماُ كف
وا بعد ايمانهم و شهدوا أن الرسول حق و جاءهم البينت . والله لا يهدي القوم الظلمين . ( صدق الله ا
عظيم )
دا قرآني خبر ده او څومره د پند خبره دي چې :
د كافر ځاى په اور كښې دى اود مسلمان ځاى په جنت كښې
دى .د كافر توبه نه قبليږي خو د مسلمان توبه قبليږي. كافر ته خداى پاك د ښې لارى هدايت نه كوي ځكه چې
هغه په خداى عقيده او ايمان نه لري ، خداى هغه چاته هدايت كوي چې مسلمان وي .
څوك چې د خداى په وحدانيت
ايمان لري هغه مسلمان دى ، د هغه ځاى په جنت كښې ، هغه د خداى دوست دى ، په هغه باندې د خداى د رحمت باران وريږي.
دا وو د خداى په وحدانيت د ايمان د لرلو څو فضيلتونه . ( نو ر بيا ) څ