دماشومانو اوتنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات (۱برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27587

دخبریدو نیټه : 2009-07-12

 

پوښتنه  :  په قرآن کریم کي ژمی او دوبی څو ځله ذکرسوی دی ؟

ځواب  : یو ځل .

پوښتنه  : په کوم سورت کي ؟

ځواب : دقریش په سورت کي .

پوښتنه :  ( عَبَسَ وَتَوَلّیٰ) دکوم صحابي رضی الله عنه په هکله دی ؟

ځواب : دعبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه په اړه  .

پوښتنه :  هغه کومه شپه ده چي عبادت يې له زرومياشتوســـــــره برابر دی؟

ځواب : دقدر په .  

پوښتنه :  د قرآن کریم دتلاوت پرمهال زموږ وظیفه څه ده ؟

ځواب :  استماع او سکوت   ( غوږ نیول او چوپ کښېنستل ) .

پوښتنه : ام القری دکوم ښار لقب دی؟.

ځوا ب: دمکې مکرمې .

پوښتنه :  دمحمدصلی الله علیه وسلم ترټولوستره معجزه څه ده؟

ځواب : قرآن کريم .

پوښتنه :  دقرآن کريم دوروستي سورت نوم څه دی؟

ځواب : (الناس) .

پوښتنه :  لومړی کوم آیت نازل سو؟

ځواب : (اقراُ باسم ربک الذی خلق )( دعلق سوره )

پوښتنه :  د(تبارک الذی) لومړنی سورت په څه نوم یادیږي؟

ځواب : الملک .

پوښتنه : د(تبارک الذی) وروستی سورت په څه نوم یادیږ ي؟

ځواب : د(المرسلات) په نوم .

پوښتنه : دقران کریم ترټول لوی سورت کوم یودی؟

ځواب : دبقرې سورت  .

پوښتنه : دقران کریم ترټولوکوچنی سورت کوم یودی؟

ځواب : دکوثر سورت .

پوښتنه : هغه سورت چي ددومېووپه نوم پیلیږي کوم دی؟

ځواب : دتین سوره (چي دانځر او زیتون په نامه پيلیږي .)

پوښتنه : کوم سورت ددووپیغمبرانو په نومونوپای ته رسيږي؟

ځواب: داعلی سورت ( چي ابراهیم اوموسی علیهماالسلام په نومونوپای ته رسيږي .)

پوښتنه : ( یة الکرسی ) په کومه سورت کي ده؟.

ځواب : په سورة البقره کي .

پوښتنه : دقرآن کریم دوروستۍ پارې لومړی سورت څه نوميږي؟.

ځواب : النباء .

پوښتنه : قرآن کريم څوټوټې (پارې) دی؟.

ځواب : دېرش (۳۰) ټوکه (پارې ) .

پوښتنه: هغه ســــورت چي فضيلت یې دقرآن کریم له  څلورمې (ربعې ) سره برابردی څه نومیږي؟.

ځواب: الکافرون  .

پوښتنه: هغه سورت څه نومیږي چي فضیلت یې د قرآن کریم له درېيمي سره برابردی؟.

ځواب : اخلاص ( قل هو الله ) .

پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.

ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .

پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.

ځواب : اته (۸) دروازې .

پوښتنه :  هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.

ځواب :

۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟

۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟

۳:-  مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟

۴:-  د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .

 

تېمورشاه یوسفزی - هرات