د ماما دوکان
م. ظريف عنايت
له څه مودې اهيسې ما د برکلي د تورجان په دوکان کې کار کاوه هغه چې د کلي خلکو توری ماما باله د ډيرې نيستۍ له کبله له کوم يرې ځايه دې سيمې ته راغلی و. توری ماما په خټه پښتون هم نه و خدازده چې په قوم او ټبر پورې تړلی و له څه مودې اهيسې يې بر کلي ته کډه راوړې وه او همدلته يو کس پرې زړه وخوږيده او خپله لور يې ورکړه که څه هم چې نالوستی وخو يرزيارکښ اوچالاک سړی و هغه لومړی د خپل خسرپه مرسته يو کوچنی دوکان پيل کړخوپه څوکلونوکې دغه دوکان لوي و.
په دوکان کې ورسره د هغه خوريې هم کارکاوه کرارکراريې ژوندښه شواو دشتو اوکورخاوندشو،خوله هم
اغه لومړيو ډيرد بدې خولې خاوند و سمه خبره يې چا نه وه اوريدلې تل به يې تريوتندی نيولی و په لاره به چې روان و
ه ډيره کبره به يې اسمان ته کتل د چا لږه ترخه خبره يې په سپکو سپورو ورغبرګوله د هغه هرډول غبرګون ترخه اوبده
خبره وه که به څوک ورسره په ښه توګه هم غږيدل ده په تونده ځواب ورکاوه ،که څه هم د کلي خلکوښه نه ايشيده خو
يوازې له دې امله چې دلته پرديس و ټولوښه چلندورسره کاوه که څه هم توری ماما دښولايق نه و، کليوالو دهغه د خو
يې په خوله ماماورته ويل او په توري ماما مشهور شوی و. د هغه دوکان په څوکلونو کې دومره لوي شو چې هرڅه اوهرډول
شيان پکې موندل کيدل ، دوولسو کسانوپکې کار کاوه ، په دغو دوولسو کسانو کې درې څلور بيا د توري ماما خاص غوړه م
الان و چې غوړه مالي او پر يوه او بل تورونه لګول د دوي ورځنۍ دنده وه ، دوي به هره شيبه هغه ته ديوه اوبل په اړه
غيبتونه کول ،ډيرکارما او يو څو نورو اخلاصمنو کاوه دوي هم دژوندانه ستونزو دې ته اړکړي و چې له داسې يوه
ناوړه انسان سره کاروکړي . شپې ورځې يو په بل پسې تيريدې او د توري ماما شتمني هم د وخت په تيريدو سره زياتيدله
اوس هغه تورجان نه و چې يو وخت يې ټؤله شتمني يوازې يوه ډنګره خره وه ، اوس يې موټر تر پښو لاندې و د کور او ارګاه
بارګاه خاوند و. توري مامايوازې دوه لوڼې لرلې اوخداي د ده کنجوسۍ اوکبرته کتلي و اوزوي يې نه وپرې لورولي که څه
هم د مسلمان لپاره بايد د زوي او لورکوم توپير نه وي خو د هغو ځينو خلکولپاره چې تل د ښو ميړو خبره ورته مطرح وي
اوبيا خداي زوي نه وي پرې لورولاي نو ډيره ورته ګرانه وي اوپرنوروچې زامن لري ددغه رازکسانونيت بد وي اوخداي
يې په دې توګه کړوي ،شپې ورځې اوکلونه يوپربل پسې تيريدل ، ماچې کله هم غوړه مالي اوغيبت نه و کړی او تل مې هرچي
ته په خاصه ايماندارۍ او اخلاص کارکړی و د همدې زيارله امله په خپل کارکې بريالی هم وم خودلته بيا حالات بل
ول وهغه څوک مخکې وچې ښه غوړه مالي اوپريوه اوبل تورلګولوکې يې ښه وړتيالرله ،ځکه له دوو دريوکسانوپرته نو
داسې کسان سره راټول شوي وچې هره شيبه به يې ديوه اوبل په اړه سپکې سپورې ويلې اوچې دوه به سره يوځاي شول دهغه د
يم کس غيبتونه اوپه هغه پسې به يې بدويل خوزه د دوي له دې چارچلنده ډيرکړيدم په لومړيووختونوکې به مې کله ناکله
ورته نصيحت وکړچې داداسلام اوانسانيت پرخلاف کارونه مه کوئ ،داسې کارونه دانسان شخصيت ته زيان رسوي خوکله چې
په دې پوه شوم چې ددغوکسانوزړونه له پليتيوډک شوي نورنومې يوازې خپل کارکاوه اوله يوه سره مې هم له سنت سلام پ
ته بله خبره نه کوله، کرارکراردتوري ماما او د هغه د نورو غوړه مالانو چارچلندراسره بدليده هغوي به ټوله ورځ
توري ماما ته غيبتونه کول خو له دې امله چې ډيرکارماکاوه اوپه ښه توګه مې خپله دنده ترسره کوله ددوي حسادت او
کينه راسره زياتيده. توري مامادومره زماپه اړه ددوي خبره نه اوريده خودوخت په تيريدوسره دوي توری ماماهم زم
اسره مخالفت ته اړ کړ. لنده داچې خبره دې ته ورسيده چې يوه ورځ يې غوړه مالانو راته وويل : توری ماما درته په غوسه
دی او له دوکانه دې وباسي ما د هغوي په ځواب کې همدا يوه خبره وکړه چې روزي خداي سړي ته ورکوي ترکومه وخته مې چې
دلته نصيب وي وم به او که نه وي پروا يې نلرم اوزه نه غواړم چې تاسوغوندې په بې غيرتۍ کې دلته کاروکړم اوهره بې
عزتي اوسپکې سپورې وزغمم زه صادق مسلمان يم په همدې سره له دوکانه ووتم زمادغه خبره دتوري مامادغوړه مالانوپ
سرلوي ګوذار وله ډيرې غوسې اوقهره يې رنګونه تک سره شول . زه پوه شوم چې سبابه هرومروداسې يوکاروکړي چې توری م
اما راته په غوسه کړي ، خوبيابه مې هم له ځان سره وويل هغه خوهم بايدپه ريښتيا ځان پوه کړي بيا داچې يوبل کس هم
په دې دوکان کې زماپه شان په صداقت اواخلاص کارنه ورسره کوي . خوزمادغه اټکل سم ونه خوت سبا چې کله دوکان ته د
نوروورځو په شان ورغلم توري ماما د سنت سلام ځواب رانه کړزه پوه شوم چې غوړه مالانويې بيا ډډ کړی، په تونده بڼه
يې راته وويل : نوردلته کارنشي کولاي ورځه زه ستاپرځاي بل کس نيسم . ماچې هرڅومره ورته وويل چې يوځل خوزماخبره
واوره خوهغه يې دومره هغه دچاخبره چارچ کړی وچې زه يې خبرې کولوته پرې نه ښودم ، او له دوکانه راووتم . دغبرګولي
اا مه دماښام اوه بجې اولس دقيقې