دماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات (۳برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27623
تېمورشاه یوسفزی - هرات ولایت
دخبریدو نیټه : 2009-07-15

پوښتنه :  د سول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن څوک وه؟

ځواب : خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.

پوښتنه : حمزه رضی الله عنه په کومه غزاکي هیدسو؟

 ځواب : داحد په غزاکي .

پوښتنه : دبدن زکات څه شی دی؟

ځواب : روژه .

پوښتنه :  د فجر په سورت کي د(لیال عشر) هدف څه دی؟.

ځواب : دذی الحجې لومړۍ لس شپې .

پوښتنه : په قرآن کریم کوم درې نفسونه ذکرسوي دي؟.  

ځواب :

                                                ۱:- نفس اماره

                                                ۲:- نفس لوامه

                                                ۳:- نفس مطمئنه

پوښتنه : د (الله ) لفظ  په قران شریف کي څوځله راغلی دی؟.

ځواب : ۹۸۰ ځله .

پوښتنه :  کوم رسول دالله جل جلاله په امر بې پلاره له مورڅخه وزېږېد؟.

ځواب :- عیسی بن مریم  علیه السلام .

پوښتنه :  کوم رسول دالله جل جلاله په ام بې پلاره او موره وزېږېد؟

ځواب : آدم علیه السلام .

پوښتنه :  دانبیاؤاورسولانوتعدادڅودی؟

ځواب : ۱۲۴۰۰۰ زره چي ۳۱۵ پکي رسولان دي .

پوښتنه : دم حمدصلی الله علیه وسلم دآسونونومونه کوم دي؟

ځواب : السکب،ملاح،المرتجز،اللحیف،الظرب،العزاز اوالورد .

پوښتنه :  دمعراج پـــــه شپــــــه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرکوم حیوان سپور سو؟

ځواب : پربراق .

پوښتنه :  هغه صحابي چي عم ریې ترټولولږوواودبدرپه غزاکي شهید سوڅه نومېدی؟

ځواب : عمربن ابی وقاص چي (۱۶) کلن وو.

پوښتنه : په شپه اوورځ کي پرمسلمانانوټول څولمنځونه فرض دي؟.

ځواب : پنځه لمونځونه  .

پوښتنه : دسهارفرض لمونځ څورکعته دي؟.

ځواب : دوه رکعته .

پوښتنه : کعبه مبارکه څومتره لوړه ده؟.

ځواب : ۱۵ متره .

پوښتنه :  تشناب ته دننوتلودعاء کومه ده؟.

ځواب : بسم الله ، اَلَّلهُمَّ اِنِّيْ اَعُوْ ُبِکَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ .

پوښتنه : له تشناب څخه دوتلودعاء کومه ده؟.

ځواب :  غُفْرَانَکَ اَلْحَمْدُلِلهِ الَّذِيْ اَذْهَبَ عَنِّیَ الَاَذَاوَعَافَانِيْ .

پوښتنه : دکومي عمرې ثواب له حج سره برابر دی؟.

ځواب :  هغه عمره چي دروژې په مبارکه میاشت کي اداسي .

پوښتنه :  کوم مسجددوې قبلې لري؟.

ځواب :   دمدینې منورې مسجد .

پوښتنه : ددوزخ دربان  څه نومیږي؟

ځواب : مالک .

پوښتنه :  دجنت دخزانه دارنوم څه دی؟

ځواب : رضوان .

پوښتنه :  هغه دوې ک يمې چي پرژبه سپکي اوپه تله کي درنې دي کومي دي؟

ځواب : سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ .

پوښتنه : چاته به دقیامت په ورځ داورکیزه وراچول سوې وي؟

ځواب : هغه چاته چي خپل علم یې پټ ساتلی وي .

پوښتنه :  نوح علیه السلام څوکاله خپــــل قوم دالله جـــــل جلاله خواته دعوت کړ .

ځواب : ۹۵۰ کاله .

پوښتنه :   د آفریقا په لویه وچه کي ترټولولوی مسجد په کوم ځای کي دی؟.

ځواب : په کوناکري کي .

پوښتنه :  د څلورویشتوساعتونو (دیوې شپې او ورځي په جریان کي ) ټول څورکعته لمونځ فرض دی؟.

ځواب :  اوولس رکعته  .

پوښتنه : په قرآن کریم کي دکوم رسول ډېره یادونه سوې ده؟.

ځواب : دموسی علیه السلام  .

پوښتنه :  پر منافقینوکوم لمونځ ډېردروندوو؟.

ځواب :  د سهاراوماخوستن لمنځونه .

پوښتنه  :  د مسلمانانودلښکر مشر (اسامه بن زید ) څ وکلن وو؟.

ځواب :   ۱۷ کلن .

پوښتنه  : آدم ع یه السلام په کومه ورځ جنت ته ننووت ؟.

ځواب : دجمعې په ورځ .

پوښتنه : که کومه ستونزه امنځ ته سي کومه دعابه وایو؟.

ځواب : اَلَّلهُمَّ لَاسَهْلَ اِلَّامَاجَعَلْتَهُ سَهْلاًوَّاَنْتَ اِذَاشِئْتَ جَعَلْتَ الْحُزْنَ سَهْلاً .

پوښتنه : درسول اکرم صلــــی الله علیه وسلم په وخت کـــــي دمدینې اوسېدوونکي په څه نوم یادېدل؟.

ځواب : دانصاروپه نوم .

پوښتنه :  خلفاء راشدین څوک دي؟.

ځواب : 

                                                ۱:- ابوبکر صـــدیق (رضی الله عنه) .

                                                ۲:- عـــ ــمر فــــاروق (رضی الله عنه) .

                                                ۳:- عـــــثمـــان غني (رضی الله عنه) .

                                                ۴:- علي المرتضی ( رضی الله عنه ) .