دماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات (۴برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27624

دخبریدو نیټه : 2009-07-15

پوښتنه :  هغه سړی چي دکعبې دورانولونیت یې درلودڅه نومېدی ؟

ځواب : ابرهه حبشي .

پوښتنه  :  درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په وخت کي چي په مدینه منوره کي کومودووقبیلوژوند کاوی؟.

ځواب : اوس او خزرج .

پوښتنه :  مسجد اقصی په کوم ځای کي دی؟.

ځوا ب :  په فلسطین کي  چي اوس اسرائیلوغصب کړی دی .

پوښتنه : مسجد الحرام په کوم ځای کي دی؟.

ځواب : په مکه مکرمه کي .

پوښتنه : کوموسورتونوته (معوذتین ) وايي ؟.

ځواب : الفلق اوالناس ته .

پوښتنه : داوداسه فرضونه کوم دي؟.

ځواب : 

دمخ مېنځل .

ترمړوندود دواړو لاسونو مېنځل .

دسرله څلورمي برخي څخه دیوې برخې مسح کو ل .   

ددواړو پښومېنځل .

پوښتنه :  هغه کوم درې مسجدونه دی چي لیدل یې ثواب لري؟.

ځواب :

مسجدالحرام

مسجد النبي صلی الله علیه وسلم  

مسجد اقصی

پوښتنه :  دمسلمانانو لومړۍ قبله کوم ه وه؟.

ځواب : بیت المقدس .

پوښتنه : عمرفاروق رضی الله عنه چاشهيدکړ؟.

ځواب : ابو ولو ء مجوسي .

پوښتنه : مکه په کومه میاشت کي فتحه سوه؟.

ځواب : دروژې (رمضان)په میاشت کي  .

پوښتنه :  دخندق دجګړې بل نوم څه دی؟.

ځواب : احزب .

پوښتنه :  کله چي میاشت نوې کېده نورسول اکرم صلی الله علیـه وسلم  به کومه دعاکوله؟.

ځواب :  (هِلَالٌ خَیْرٌ وَّرُشْدٌاَمَنْتُ بِاللهِ الَّذِي خَلَقَنِيْ ) .

پوښتنه : هغه کوم رسول ووچــــي الله جل جلاله دپسه پـــــــه وسيله لــــــه حلالولوخلاص کړ؟.

 ځواب : اسماعیل علیه السلام  .

پوښتنه : قیامت په کومه ورځ راځي؟.

ځواب  : دجمعې په ورځ .

پوښتنه : مدینې منورې ته چي دمسلمانانوترهجرت وروسته لومـــــړی کوم ماشوم پیداسوهغه څوک وو؟.

ځواب : عبدالله بن زبیررضی الله عنهما .

پوښتنه :  په اسلام کي لومړی قاضي څوک وو؟.

ځواب : عمر بن الخطاب رضی الله عنه .

پوښتنه :  درسول اکرم صلی الله علیه وسلم دزوی ابراهیم دمــــــورنـوم څه وو؟

ځواب : ماریه قبطیه رضی الله عنها.

پوښتنه : مسلمانان په کومه میاشت کي حج کوي؟.

ځواب  : دذی الحجې په میاشت کي .

پوښتنه :  لومړی چاپه په عربي ژبه خبري وکړې؟.

ځواب : اسماعیل علیه السلام  .

پوښتنه : درسولانووارثان څوک دي؟.

ځواب : علماء .

پوښتنه  : دمسلمانانوکومه ډله به ترټولووړاندي جنت ته ځي؟.

ځواب : بې وزله کډوال (مسکینان مهاجر) .

پوښتنه : خلیل الرحمان دچالقب دی؟.

ځواب : دابراهیم علیه السلام .

پوښتنه :  هغه کال چي خدیجـــــه رضی الله عنهااوابوطالب پکي وفات سول په کوم نوم ياديږي؟.

ځواب : دعام الحزن (غم کال .)

پوښتنه : په اسلام کي لومړنۍ فدايي مېرمن څوک وه؟.

ځواب :  اسماء بنت ابي بکر.

پوښتنه : چاپه ښکاره ډول دکفاروپه مخ کي قرآن کریم تلاوت کړ؟.

ځواب : عبدا له بن مسعودرضی الله عنه .

پوښتنه : آیامسلمـــــــان کولای سي چــــــي پنځه لمنځونه په یوه اوداسه وکړي؟.

ځواب : هو کولای سي .

پوښتنه :  که یوڅوک داوداســـــه په ماتېدوکي شکمـــــــــن وي اولمونځ وکړي ایادالمونځ سيي دی که نه؟.

ځواب : هو! سيي دی .