نن سبا دا خبره ډېره ښکته او پورته کېږي
چې زمونږ ټولنه د ډول ډول بېګانه کلتورونو تر يرغل لاندې ده چې زمونږ د ټولنې او په ټوليز ډول د اسلام د سپېڅلي
دين سره هېڅ ډول سمون نلري.
د بېلګې په ډول:
زمونږ د خويندو او ورونو ډېری خبرې، کړه وړه او حتا جامې د
بېګانه ټولنو د چينې څخه اوبه څښي.
زمونږ د خوښيو، زوکړو (سالګرو) او ودونو مراسم نژدې ټول د بېګانه ټولنو د
خوښيو مراسمو لمانځلو ته ورته والی لري.
پدې اړه زمونږ ډېرو ليکوالو او پوهانو خپل غږ اوچت کړی او خپله ايم
اني دنده یی سرته رسولې چې البته کور ېې ودان او الله پاک دې دوی ټول پخپل خواږه ديدار خوشحاله کړي.
ځنې درنو
يکوالو په بشپړه مېړانې سره ددې لاملونو لکه: د تصويري او غږيزو رسنيو بې لارې کونکو پروګرامونو ته هم ګوته
نيولې چې دا ميړانه ېې هم پخپل وار ډېره د ستاينې وړ ده.
زه پدې اړه د ټولو درنو ليکوالو او پوهانو له نظر س
ه همغږی يم.
ولې يوې پوښتنې ته غواړم چې د ځواب موندلو هڅه وکړم چې د دې ټولو ستونزو اصلي ريښه چېرته ده؟
ولې
زمونږ ځوانان خپل کلتور، خپل لباس او نور ټولنيز او ديني ارزښتونه هېروي او د بېګانه ټولنو د کلتورونو تر اغېز
لاندې راځي؟
ولې د غږيزو او تصويري رسنيو د ګوتو په شمار سيريالونه زمونږ ځوانان بې لارې کوي؟
پوهان وایی چې
که چېرې يو څوک د هرچا هره خبره مني نو ددې مانا داده چې هغه پخپله په هېڅ نه پوهېږي.
سربېره پر دې د اسلام د سپېڅ
ی دين له نظره هغه سينه چې په هغې کې د اسلام د سپېڅلي دين پوهه (قران پاک) نه وي د هغې مثال د يوه کنډر (داسې يو
کور) ده چې دروازه او دېوالونه نلري.
پورتني مثال ته که ښه ځير شو نو د اسلام سپېڅلی دين يوه خورا غوره بېلګه
وړاندې کوي.
د کوم کور دروازه او دېوالونه چې نه وي هغه کور ته ډول ډول څاروي، چيچونکي ماران، لړمان، پيشو،
سپي او داسې نور بې شمېره حيوانات ننوځي.
همدارنګه په کومه کوپړۍ کې چې د اسلام د سپېڅلي دين پوهه نه وي نو
هغې کوپړۍ ته ډول ډول ضررلرونکي خيالونه راځي.
د بېګانه بې دينه کلتورونو تر اغېزې لاندې راځي.
بېګانه بې
دينه او بې لارې کوونکي کلتورونه خوښ او په ټولنه کې خپروي.
د تصويري او غږيزو رسنيو د ګوتو په شمېر بې لارې
کوونکي سيريالونه ېې بې لارې کوي............
پورتنيو مثالونو ته په کتو سره زه ددې پړه د زده کړې په سيستم
اچوم.
دا سيستم پدې نده توانېدلی چې زمونږ ځوانان د اسلام په سپېڅلي دين پوه کړي.
که چېرې يو ځوان په رښتيني
ول د اسلام په سپېڅلي دين پوه وي هغه هېڅکله د بېګانه بې دينه کلتور تر اغېزې لاندې نه راځي.
که زمونږ ځوان
ورونه د پيغمبر(ص) د سيرت، د صديق(رض)، عمر(رض)، عثمان (رض)، علي(رض) او نورو صحابه کرامو له تاريخ او کارنامو څ
خه خبر شي نو هېڅکله به د هندي بې دينه فلمونو د هلکانو د لباس او کړو وړو تر اغېزې لاندې رانشي.
که زمونږ
خويندې د بي بي خديجې(رض)، بي بي فاطمې(رض) او بي بي زينب (رض) د ژوند او کړو وړو څخه خبرې شي نو هېڅکله به د هندي ف
مونو د جينکو د کړو وړو او لباس پېښې ونکړي.
نو که خبره را لنډه کړو ددې ټولو ستونزو د حل لار د اسلام د سپېڅلي
دين زده کړه ده.
د زده کړې په نظام کې د دينې پوهې د کچې لوړول دي.
د ديني زده کړې د ارزښت لوړول دي.
شاوخوا
دېرش کاله د مخه چې زه په ښوونځۍ کې زده کوونکی وم هغه وخت په هر ټولګي کې يواځې يو ديني مضمون لوستل کېده خو ارزښت
ېې دومره لږ وه چې ناکامي پکې هېڅ نه وه يا په نورو ټکو برياليتوب پکې مفت وه.