تير وتنه او غلطي له هر چا نه كيږي ، په دنيا كښې داسې څوك نشته چه په
يو كار كښې تيروتنه او غلطي ونه كړي . له انبيا الكرام څخه پرته د خداى نور بندګان له ګناه څخه م
عصوم نه دي . خداى پاك چې انسان يى خلق كړ نو په دى پوهيده چې انسان به غلطي كوي نو ځكه يى د
ازل له ورځې نه د انسان لپاره د توبې دروازه پرانيستى ده ، د بخښنې د پاره يى خپل بنده هڅولى يعنى خپل
بنده ته يى دا ويلي چى بخښنه وغواړي او توبه وكړي ، ګناه به يى د خداى له خوا معاف شي ځكه چې خداى
پاك غفور او رحيم دى ، همدا شان خداى پاك له خپلو ګنهګكارو بنده ګانوسره د معافۍ او بخښنې وعده هم كړى
ده.
خداى پاك بى نياز خالق دى ، د هغه شان ډير لوى دى ، د هغه دربار ډير لوى دى ، خداى پاك خپلو بندګانو ته
وايي او دا سپارښتنه كوي چى " تاسو توبه وكړي ، زه به بخښنه وكړم." رښتيا چې خداى پاك د
ګناهونو بخښونكى دى ، كه خداى پاك د خپلو بندكانو د ګناهونو بخښونكى نه وى نو له خپلو بندګانو نه به يى د توبې
كولو سوال نه كولو . خداى پاك خپلو بندګانو ته سوال كوي چى " اى زما بندګانو، توبه وكړى ، زه به ستاسو توبه
قبوله كړم "
خداى پاك خپل بنده ته سوال كوي چې توبه وكړي ، خو داسې مسلمانان شته چې د خداى پاك له دغې قيمتي تح
فې څخه پخپله ځانونه محروموي .
خداى پاك د خپل مسلمان بنده توبه قبلوي ، خو د توبى د قبلولو مانا دا
نه ده چې دغه بنده به د توبى نه پس بيا بيا غلط كارونه سرته رسوي ، خداى پاك د بنده زړه ته كوري ، خداى پاك د
بنده د زړه په حال پوهيږي ، او توبه كوونكى پيژني ، كه توبه كوونكى د زړه له تل نه په اخلاص سره توبه كوي نو
د داسې بنده توبه قبليږي او غلطي يى معاف كيږي ، مكر هغه بنده چې يو بد كار كوي او توبه كوي او بيا بد كارونه
كوي نو د داسى بنده له زړه نه هم خداى پاك خبر دى او خداى پاك پخپله پوهيږي چى له داسى يو بنده سره څ
ه وكړي.
كه يو څوك غلا وكړي او بيا ځانته متوجه شي او احساس وكړي چې غلط كار يى كړى دى ، نوكه د غلط
كار د بخښنې لپاره دعا وكړي او خداى پاك ته رجوع وكړي ، خداى پاك خپل دغه بنده ته كوري او توبه يى قبولوي م
كر كه دى د توبى نه پس بيا په غلا كولو لاس پورې كړي او غلا كول يى عادت وګرځي نو ددى خبرى مانا داده
چې ده د زړه له كومې توبه نه ده كړى نو دداسې بنده دعاد خداى په دربار كښې نه قبليږي . داسې بنده ته
خداى د ښې لارى هدايت هم نه كوي .
زمونږ دمقدس جهاد رهبران د خداى په كور كښې توبې وكړې ، په پاك قر
ن يى لاسونه كيښودل او قسم يى وخوړ چې نور به په خپلو كښې جنګ جګړى نه كوي ، خو كله چې د خداى له كور نه كابل
ته ستانه شول نو قسم يى مات كړ او جګړى يى پيل كړې ، خداى پاك هيڅكله دداسې خلكو توبه نه قبلوي ځكه چې دوي د
توبو نه پس خپلى توبې ماتې كړې دوي د قسمونو د خوړلو نه پس خپل قسمونه مات كړل ، خداى پاك
به څنګه معافي وكړي
. خداى پاك خو عادل پادشاه دى ،د قيامت په ورځ د خداى په عدالت كښې واسطې او رشوت نه
چليږي ، هغه عدالت رښتيانى عدالت دى ، هلته له غريب او دولت مند ، هلته له ضعيف او قوي سره يو شان
معامله كيږي . هلته دولت مند نه شي كولاى د خپلو پيسو په زور د غريب حق وخوري ، هلته قوي ټوپك سالار نه شي
كولاى د ضعيف سړي سره له زور زياتي څخه كار واخلي . دا ځكه چې هلته له دولت مند سره
پيسې نشته ، هلته له ټوپك سالار سره ټوپك نشته. پيسې او ټوپك ورنه په دى دنيا كښې پاتې كيږي ، هلته د قيامت په ورځ
تش لاس او بى وسه او بى پيسو د خداى پاك په حضور كښې د خپلو اعمالواو كړ حساب وركوي ، هلته
بيا توبه نه قبليږي ، هلته له دولت مند څخه د غريب حق غوښتل كيږي هلته د زوروراو قوي نه د ضعيف حق
غوښتل كيږي .
متل دى چې وايي : " ماهي چې هر وخت له اوبو نه ونيسې نو تازه وي."
هغه خلك چې بد اعمال
سرته رسوي ، غلا كوي ، زنا كوي ، د خلكو په حق خيټه اچوي ، دروغ وايي ، په هر كار كښې له بى ايمانۍ نه كار اخلي ،
رښتيا او صداقت ته اهميت نه وركوي ، خلك آزاروي ، غريب آذاري كوي ، وطن فروشي كوي ، له وطن او خلكو سره
خيانت كوي او همداشان نور ناروا كارونه كوي ، دوي ته ښايي چې خپلو اعمالو ته متوجه شي ، خداى پاك د توبې
دروازه پرانيستې پرې ايښې ده ، دا دروازه د هيڅ مسلمان پر مخ تړلې نه ده ، دوي ته ښايي چې د توبې له فضيلت نه په
استفاده له بدو اعمالو نه لاس واخلي .
هر مسلمان ته ښايي چې د شپې له خوا مخکښې له ويده كيدو ، فكر
وكړي او له ځان سره محاسبه وكړي چې په ټوله ورځ كښې يى څه څه كارونه كړي دي . كه يى ښه كارونه سرته رسولي
وي نو هرمرو به د خوشحالۍ احساس كوي او كه بدكارونه يى كړي وي نو ښايي چې د غلطۍ احساس كوي ،كله چې د غلطۍ
احساس وكړي نو بايد توبه وكړي او بله ورځ غلط كارونه ونه كړي ، خداى پاك غفور او رحيم دى ، خداى پاك د
توبى مننونكى او د غلطيو بخښونكى دى. دا د توبلى فضيلت دى ، هيله ده چې هر مسلمان به د توبى له فضيلت څخه د
ځان په ګټه مستفيد شي .