شپیګل: د ګوانتانامو بندیان لا هم شکنجه کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27766

دخبریدو نیټه : 2009-07-20

شپیګل: د ګوانتانامو بندیان لا هم کنجه کیږي

سرچینه: د آلمان شپیګل ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د آلمان شپیګل ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې د امریکې د ګوانتانامو د زندان په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکې د نوي ولسمشر بارک اوباما د څرګندونو سره سره لا هم د ګوانتانامو په زندان کې هغه بندیان  شکنجه کیږي چې له ترهګرو سره د تړاو په تور له کلونو کلونو را پدې خوا له روښانه برخلیک پرته بندیان دي.

شپیګل یکي چې که څه هم اوبهاما د ګوانتانامو په زندان کې د هر راز شکنجې سره مخالفت دی خو په دې ورستیو کې داسي شواهد بیا تر لاسه شوي چې یو شمیر زندانیان لا هم د زندان ساتونکو له خوا شکنجه کیږي.

د بوسنیا ارزګوینا یو وګړی چې په خټه الجزایری  دی او له څو کلونو بند وروسته په  دې ورستیو کې د امریکې یوې محکمې تبرعه کړی وایې چې تر تیرو دوو میاشتو پوري په زندان کې د زندان ساتونکو له خوا وهل شوی او نار ساتل شوی وو.

دغه الجزایری لاخدربومدین نومیږي چې د ۴۳ کاله دی او په افغانستان کې نیول شوی وو.

د بومدین مدافع وکیل روبیرت ګیرش چې یو امریکایی نامتو وکیل دی، شپیګل ورځپاڼي ته په مرکه  کې ویلي چې دغه الجزایری  د ګوانتانامو په زندان کې په داسي یوه پنجره کې ساتل کیده چې کله نا کله به  یې د حرارت درجه د صفر څخه ټیټه وه.

شپیګل لیکي چې د اوبهاما له خوا د ګوانتانامو د زندان د حالاتو د څیړلو لپاره یو ټیم چې دغه زندان ته ورغلی وو دا تایدوي چې دغ ته د اوبهاما له واک ته رسیدو وروسته هم زندانیان شکنجه شوي دي.