كابل
راويښه شوه...
شاوخوايې خلك را ټول وو د ځينو پر مخونو پري اني خوره وه، ځينې بې واره وو او ځينو ژړل.
كله چې ډاكټر خپل سر د (نه) په معنى وښوراوه، نو پريشاني او بې واري هم د ژړا ملتيا وكړه، د ټولو له سترګو اوښكې روانې شوې.
ډاکټرد هغه پر زړه لاسونه کېښودل او زړه ته يې د لاسونو په فشار سره، مصنوعي ساه وکړه.
کله چې يې سترګې وغړولې، پوهېږې څه وشول؟
هغه چې د ده په
زړه کې اوسېده، په ډېر ناز راويښه شوه .