جنت ته لار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27837
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-07-22

لارې ډيرې دي ، ښه لار ، خرابه لار  ، هر لاره چې وي سړى پر ې ځي ، جنت ته كومه لار ده ؟ جنت ته د رسيدلو ډيرې لارې دي ،چې يو څو يى دا دي :
1-  "  څوك چې د خداى په وحدانيت  ايمان ري ، هغه جنت ته ځي ".
( البخاري )
2-  " چا چې په خداى  او رسول ايمان راوړى وي  ، لمونځ كوي ، روژه نيسي ، خداى پاك يى جنت ته بوځي."  ( البخاري )
3-  " څوك چې جومات جوړي ، هغه ته خداى پاك په جنت كښې هغه شان  جومات جوړوي ."  ( البخاري )
4- "  څوك چې د زړه له تل نه هغه څه وايي چې موذن يى وايي ، هغه  جنت ته ننوځي . " ( ابو داود)
څوك چې وايي : " رضيت بالله رباً ، و بالإسلام ديناً ، و بمحمد صلى الله عليه وسلم نبياً و رسولاً ، هغه جنتي دى . (ابو داود )
5-  " د هغه چا چې  وروستى خبره  يعنى وروستى كلام يى    لا إلله إلا ا له وي ، هغه جنت ته ځي."  ( ابو داود)
6-  " څوك   چې سبحان الله العظيم و بحمده ووايي ، دهغه لپاره په جنت كښې يوه  دخرما ونه كينول كيږي."  ( الترميزي )