ايا اوباما هم د بوش او چيني د وژنو پروګرام ته ادامه ورکوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27840
ژباړه: پتمل
دخبریدو نیټه : 2009-07-22


سرچینه: ICH
کانګرس په دې په خښم دۍ چه چيني د CIA يو پروګرام پټ کړي چه هغه د القاعده مشرانو وژل وه لاکن کانګرس بايد ددې پلټنه هم وکړې چه ولي اوباما دغه وژنو ته لاپراختيا او دوام ورکوي.

د روان زيږديز کال د جون به مياشت کي د CIA مشر يون پانيټا په مشکوک ډول د پارلمان داستخباراتي جرګه ګۍ غړي د بوش د هغه پټ پروګرام څخه خبر کړل چه د 11-9 څو و ځي وروسته عملي سوي وه او تر تيري مياشتي پوري د قانون پوهانو څخه پټ ساتل سوي وه د پانيټا په وينا د پلان پټونه د مرستيال ولسمشر ډيک چيني په امرتر سره سوې ده.

د نيويارک ټايمز د راپور پر اساس چه دغه پټ پلان د قانون پوهانو څخه پټ ساتل سوي وه د چيني د پلان د مخي نوموړي کوچني دلګۍ دهيواد د باندي لیږلې ترڅو د القاعده وړ پوړې تروريستان په ووژني.  وال سټريټ ژورنال کوم چه په اصلي بنه ئي د پلان په اړه داسي راپور ورکړې چه دغه غيرقانوني فوځي ټيمونو دنده درلوده چه د 2001 کال د ولسمشرۍ قانوني رسمي اعلان خپور کړي ددي څخه په ګټه اخيستني CIA ته دا واک ورکړل سو چه په داسي کوښښونوپسي وګرځي.

دغه پلان لکه څنګه چه ئي ټايمز راپور ورکړې هيڅکله هم مخته يو نه وړل سو ځکه هغه مامورين چه د کلونو را په دي خوا ئي د جاسوسۍ په دغه اداره کي کارکوي د ډي و لوجيستيکي، قانوني او ډيپلوماتيکو خنډونو سره مخ وه په عوض کي د بوش ادارې د مشکوک تروريستانو د وژولو دپاره د يو بل ورته بديل څرک موندلې وه چه هغه د هوا دلاري په ميزائيلو سره ددوي ويشتل وه او يا ئي هم په بهر کي نيول او د CIA په مخفي زندانونو کي ئي د ځانه سره ساتل.

د راپور د مخي د پارلمان استخباراتي جرګه ګۍ ددغه پ وګرام په اړه يو څيړنه چمتو کوي او سنا مجلس به هم دهغه تائيد کوي. موږ د موضوع څخه ناخبره ساتل سوي وه دا داسي يو څه دي چه بايد هيڅکله په اينده کي ددوهم ځل دپاره پيښ نه سي، " د سنا د استخباراتي جرګه کۍ مشر ډايني فينسټين.

د کانګرس څخه ددغه معلوماتو پټول يو لوي مشکل دي ځکه چه قانون واضح دې.
ددغه افسانې سره اړوند څو نور مهم موضوعات هم راپورته کړل سوه لمړۍ لکه څرنګه چه ټايمز ادعا کوي چه پروګرام په مطلق ډول نه دي عملي سوې دغه پروګرام د هغه څه سره سر خوري کوم چه د پوليتزر دجایزې ګتونکي ژورنالست ساي هرش دخوا د مارچ په مياشت کي د لوي آمر په امر د وژنو د کړۍ په توګه داموضوع واضح کړه سوه چه د ډيک چيني لخوا سرته رسيدلي كوم چه د بوش د درت په کلونو کي ئي کارکوۍ.

په دي کي د کانګرس کومه غلطي نه سته ځکه چه په اصل کي دا د مشرتابه دخوا د وژنو يو کړۍ ده چه پخوا ئي هم جريان درلودي او اوس هم داکار روان دۍ د ټايمز په ننۍ ورځپانه کي يو سټورې راغلې چه ددغه ادارې دمشرانو څخه یو درې ستوریز مشرچه (ویلیم ایچ) ایم سی راوین نومیږي  امر کړې چه داکار باید پای ومومی ځکه چه په دی پروګرام کي ډیرې تضمین سوی وژنی ترسره سوې وې

دغه غیرقانوني ټیمونه د بوش د قدرت په وخت کی نورو ملکونو ته تلل بیله دې چه د سفیر سره تماس ونیسي او یا دی هم د CIA د سټیشن د مشر سره اړیکی ولری د یو لست د م خي به ېی خلګ نیول وژل به ېی چه دغه پروسه البته د ټولو امریکایانو په نامه پر مخ وړل کیده.
د هیرش توضیح په دی اړه دهغه څه سره په فوق العاده توګه سر خوری کوم چه نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال ذکر کړې وه په داسی حال کی پارلمان او مشرانو جرګه باید په مشخصه توګه   ددغه پروګرام پلټنه وکړي او د کانګرس مخته ېی کښیږدي دداسی پروګرام غلط توضیح کول او پټول په ښکاره توګه یو غیرقانوني کار دې او په دی کی د اهمیت وړ خبره داده چه یو داسی تضمین ور کړل سی چه په ریښتینې توګه نور دداسي پروګرامونو مخه نیول سوې ده داغه رنګه بله موضوع د کانګرس دپاره دا کیدلای سي چه ددی پلټنه وکړي چه د اوباما ادارې څنګه ددغه مخفي پروګرام اصلی ټکو عملی کولو ته غاړه ایښې ده. لکه څنګه چه ټایمز مخته لیکي چه ددغه پروګرام د نه تطبیق په اړه عمده وجه ېی لوجیستیکي خنډونه وه (که دا حتی رشتیاهم وي) ځکه د بوش ادارې په خپلو بی هدفه هواېی بریدونو کي زیاتوالې راوست ترڅو وکولای سي چه خپل اسراېیلی ډوله عملیاتو کی مطلوبه تروریستي وژني ترسره کړي اکثره وخت داسي عملیات ترمطلوبه اهدافو ملکي وګړو ته ډیر زیان اړوي ددغه بی هدفه او ړندو عملیاتو په څنګ کي د فوق العاده مخفي زندانونو درلودل دهغو کسانو دپاره چه دوي ته ېی له منځه وړل خاص ارزښت درلودې د بوش د ادارې یو رسمي پروګرام جوړسو

د اوباما ادارې نه یواځی داچه د مطلوبه وژنو دپاره ېی د بوش هغه پالیسي ته چه مطلب ځني دغه ړندې او بي هدفه بمبارې دي ادامه ورکړه لاکن په ورته شان سره ېی د زندانونو د شتون د بقا چاري هم جاري ساتلي کوم چه ډیر خلګ هلته په غیر مشخص ډول ساتل کیږی په داسی حال کی چه نه ېي څوک خبر اخیستلای سي او نه هم د نړیوال سره صلیب و کمیټې ته لاسرسې لري.

د او باما سره تړلې د بګرام هواېی بیس ورځ تربلی پراختیا مومي او دم ګړې به سلګونو داسی زندانیان هلته شپي او ورځي سبا کوي چه هیڅ پوښتنه ېي نه کیږي. په حقیقت کی اوباما هغه څه ترسره کوي کوم چه د CIA په دغه مخفي پروګرام کي ترسره کیدل.
د چیني د وژنو ترپروګرام را وروسته اوس د کانګرس په څیړنه کی کوم څه چه ډیر د اهمیت وړ دي هغه داچه د اوباما و واني د مرګ ژوبلي و پالیسي ته قانونیت ورکوي.

په کال 1976 کی ولسمشر ګیرالډ فورډ د یو فرمان د مخي پر وژنو بندیز ولګوې چه داسي پکښي ویل سوي وه د امریکا د متحده ایالاتو هیڅ یو مامور باید به سیاسي وژنو او یا د وژنو په پلان جوړولو کي ښکیل نه وي. ( د 11905 ګڼه فرمان دمخي).

د سپینیي ماڼې قانون پوهان ښاېی دخپل هغه غیر محدود قانوني ابتکار دمخي به هواېی بریدونو کي وژنې ترورستي وژني ونه بولي او هغه د جنګ یوه برخه وبولي. د یو جنازی به مراسمو کی پر ماتم کوونکو باندی په دی پلمه میزاېیل اورول چه ګواګي یو دښمن ښاېی ددوی په منځ کی و اوسی دداسي یو حرکت مانا څنګه توجیه کیدلاي سي.

اوس چه پردې موضوع ښه کافی وخت تیرسوې دې چه کانګرس د امریکا د حکومت ده وژنو د پروګرام پلټنه کوي ښه به دا وی چه کانګرس د خپلي پلټني ټول فوکس پر دې متمرکز کړي چه څنګه ولسم شر اوباما په حقیقت کي هغه پروګرام ته چه د CIA د خوا په مخفي توګه پر مخ وړل کیدي نوره پراخیتا او عملي بڼه و کړه.