سرچینه: نیویارک ټایم زورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د نیویارک ټایمز ورځپاڼي لیکلي چې د امریکا د پوځ د
یوې څیړنې په نتیجه کې ویل شوي دي چې په کار دي چې په افغانستان کې د جنجالي امریکايی زندانونو او د افغانستان د
ضایې سیستم په اړه له سره غور وشي.
نیویارک ټایمز لیکي د امریکایې زندانونو او د افغانستان د قضایې سیستم په اړه د له سره غوره کولو او اصلاحاتو د رامینځ ته کولو امر د هغو اندیښنو په ځواب کې شوی چې وایې په زندانونو کې خلک شکنجه کیږي او طالبان کولای شي په زندانونو کې د ځان لپاره جلب او جذب کړي.
ورځپاڼه لیکي د زندانونو په اړه اندیښنې تر دې سرحده رسیدلي چې د امریکا د لویو درستیزانو د جرګه ګۍ ریس جنرال مایک مولن تیره اونۍ په افغانستان کې خپلو ټولو پوځي قوماندانانو ته یو مکتوب ولیږی او له دوي نه یې وغوښتل چې له زندانیانو سره خپله ویه ښه کړې.
نیویارک ټایمز لیکي د کابل په شمال کې د بګرام زندان د افغانانو لپاهر په یوه شوم او ویرونکي سمبول باندي بدل شوی دی، مخکې داسي رپوټونه څو څو ځلي خپاره شوي وو چې په همدې زندان کې له زندانیانو نه په ډیرو بدو او ناوړو طریقو پلټني شوي، خوب ته نه دې پریښودل شوي، په ځنځيرانو ځوړند کړای شوي او په دوه زره او دوهم می ادي کال کې دوه افغان بندیان په همدې زندان کې د امریکايي عسکرو د وهلو ټکولو لاندي مړه شوي دي.
په بګرام کې ځیني داسي کسان هم بندیان دي چې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور له افغانستان او عراق نه د باندي نیول شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي چې که څه هم په دې ورستیو کلونو کې د بګرام په زندان کې له بندیانو سره رویه ښه شوې خو په عمومي ډول د افغانستان په زندانونو کې وضعه خرابه شوي ده.
په دغو زندانونو کې پنځلس زره تنه بندیان دي په لسهاوو زندانونه داسي دي چې د ظرفیت څخه زیات بندیان پکې ساتل کیږي او ډیری وخت د تاوتریخوالي څخه ډکي پیښې پکې رامنځ ته کیږي.
د بشري حقونو مدافعین وایې د افغانستان په عدلي او قضایي سیستم کې د فساد له امله د خلکو ح وق تر پښو لاندي کیږي.
د نیویارک ټایمز په حواله چې د امریکې د نوي فرمان په اساس به په افغانستان کې دسي یو زندان جوړ شي چې مشري به یې افغانان کوي او هغه افراطیون به پکې وساتل شي چې دا وخت له عادي جنایي بندیانو سره یو ځای په ګډو زندانونو کې ساتل کیږي.