تابوت يې يوه ورځ مخکې کلي ته ر سولى و ، جنازه نه وه شوې
چې زه هم ور ورسېدم ، لا هم له هرې خوا نه خلک لکه د مچيو سيل را روان وو .
د کلي په دېره کې ټغرونه
غوړېدلي وو ، خو خلکو ته ځاى نه و ، په شاوخوا ډبرو ، ديوالونو هم خلک ناست وو .
د کور ور په دواړو پټونو
پرانستې پاتې و ، انګړ کې يو شور جوړ و ، څو نجونې به پرکټ يو دم ور ټيټې شوې ، په کفن به اوښکې يو په بله
پسې لويدلې ، بيا به په زوره غږ شو :
مه ژاړئ ، شهادت يې مه خرابوئ ! خو وروسته به له همدې خولې هم
چيغه ووته .
چې څنګه به په دروازه نوې مير منې را ننوتلې ، ماشومان به يې له غېږو وغورځول ، په کټ به يې ورمنډې کړې
او بيا به يې چيغو ديوالونه په لړزا راوستل .
د مړي په پزه کې سپينې پاغونې ايښودل شوې وې ، سترګې يې پټې وې خو شونډې يې پوره نه وې ورغلې ، شايد غوښتل يې څه ووايي ، لږ ترلږه د خپلې وژنې علت وپوښتي خو غږ ترې نه ر اوته .
شيبه وروسته ، څو تنه کورته راننوتل ، يوه غږ کړ : د وروستي ځل لپاره يې وګورئ ، جنازه شروع کېږي .
م
يرمن يې له واړه زوى سره راغله ، خو زړه يې ټينګ نه شو کړاى بيرته يې په کوټه ورمنډې کړې .
ماشوم تر ډېره د
خپل بې روحه پلار په سينه سر ايښى و ، خلکو ترې راکش کړ او کټ پورته شو .
هديره کې څو ځايه له تازه قبرونو م
يرمنې راټولې وې ، زموږ په رسېدو يې چيغې ټپ کړې .
ملا صاحب ، له دفن وروسته په قبر وعظ پيل کړ ، خلکو يې
خبرو ته سرونه خوځول خو زه خپل فکر کې تللى وم :
ماويل : خدايه ! موږ خو هره ورځ اورو : په لسګونو
طالبان ووژل شول ، دومره پوليس ، دومره ملي اردو او يا ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول .
دا خو ټول زم
وږ د کور خلک دي ، زموږ په کورونو کې خو هره ورځ همدا حال دى .
لويه ربه ! اورېدل يې څومره اسانه دي او زغم يې
څومره سخت دى !
خدايه ! داسې وخت به هم راشي چې خبرونه مو په مرګ نه وي شروع شوي ؟؟
د زمري ٣مه ، کابل