شپیګل:طالبانودکابل سره یوه برخه د اوربند منلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27987
محمد سرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2009-07-28

طالبانو د کابل د حکومت سره یوه برخه د اوربند منلې ده :  شپیګل « ان لین »  ژباړه       

 (Spiegel Online Spezial)  افغانستان -  جنګ دطالبانوسره !  

 ولسمشر حامد کرزی هیله مند دی، چې دغه به  دیوه مودل شکل پدا کړي : د افغانستان  حکومت د طالبانو سره په شمال لوېدیز کي د اوربند معامله وکړه . موخه داده، چې دولسمشرۍ ټاکني په دغو څلور اونیو کي بېله کوم زور څواکي سر ته ورسي . طالبانو قبوله کړې ، چې د بادغیس په ولایت کي دي د ولسمشرۍ  نوماندان  خپلي ټاکنیزي غونډي وکړي . په دغه مهال کي به حملې نه کېږي . د ریارست جمهورۍ  یو ویانددغه خبر په دغه دوشنبي ورکړ .       دغسي قرارداد  په افغانستان کي  پخپل ذات کي بېخي یوه  نوې طرحه ده . په لومړي پړاوکي موده نه ده ورته ایښول سوې . د ریاست جمهورۍ ویاند وویل : موږ و دغسي یوه اوربند ته تر هره مهاله چې اعتبار لري ښه راغلاست وایو .  اوسنی اوربند ئي  په بادغیس کي یو مودل د نورو ولایتو لپاره وباله . حکومت ورپسې دی ، چې په نورو ولایتونو کي عیني رقم کار وکړي .  په دغه سره به امنیت د ولسمشرۍ ټاکنو په نورو ولایتونو کي تر  ۲۰  مه  پوري د اګست ټینګ کړي .   تر هغه مهاله چې طالبان اوربند مات نه کړي، پر دوي به حملې ونسي . دوي هم کولاي سي چې په ټاکنو کي برخه واخلي . ت اوسه لا طالبانو به دغه باره کي څه نه دي ویلي .